Saturday, July 24, 2010

خيبرپښتونخوا : ميا افتخار حسېن ځوې نا معلومو وسله والو وژلى دى


خيبرپښتونخوا : ميا افتخار حسېن ځوې نا معلومو وسله والو وژلى دى

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين يک يو ځوې يوويشت کلن ميا راشد حسين د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوى او دهغه يو بل ملگرى امجد دډزو په دغه پيښه کې ژوبل شوى دى.
ميا افتخار حسين دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت د وياند دنده هم په غاړه لري او څو مياشتې دمخه دپاکستاني طالبانو تحريک هغه ته گواښ کړى ؤ .

د خالي په ماښام يوويشت کلن ميا راشد حسين  دخپلو دوؤ ملگرو سره د نوښار ضلعې د پبو سيمې  په خان شيرگړهۍ کې پياده روان ؤ چې په دغه مهال نامعلومو وسله والو په هغه ناتاره ډزې وکړې ، په دغو ډزوکې ميا راشد حسين او دهغه ملگرى امجد سخت ژوبل شول خو  راشد روغتون ته دوړلو څخه دمخه د زخمونو توان رانۀ وړو او په لاره کې يې ساه ورکړه.
د نوموړي بل ملگرى امجد هم په سخت ژوبل حالت کې دپبو دهسپتال څخه دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوى دى.
ميا افتخار حسين  دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت د وياند دنده هم په غاړه لري او څو مياشتې دمخه  دپاکستاني طالبانو تحريک هغه ته گواښ کړى ؤ چې لکه دافغانستان دپخواني جمهوررئيس ډاکټر نجيب به يې مړى په سړک دپاسه ځوړندولى شي.
ميا افتخار حسين ددغو گواښونو باوجود دخيبرپښتونخوا دحکومت هاغه يواځينى وزير دى چې کله هم  دترهگرۍ څه قسمه پيښه رامينځته شوې ده نو هغه دهررقم ويرې ترهې پرته ددغه پيښې پوښتنه کړې او  روغتونونو او يا هم دپيښې ځايې ته يې  په سم لاسي ډول ځان رسولى دى.
د ميا افتخار حسين يواځينۍ 23 کلن ځوې ميا راشد حسين  دپيښور دپرمختيائي  حکومتي ادارې يا پي ډي اى د اسسټنټ ډائريکټر په توگه ذمه وارۍ ترسره کولې او هغه به هر ماښام د خپلو ملگرو سره  دپښو ازادولو په خاطر پخپل کلي پبو کې  پياده سفر کولو.
په خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان ډيوه ريډيو سره په خبرو کې  دميا افتخار حسين دځوې دوژنې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او وې ويل ترهگر به کله هم په دغسې ناوړه حرکتونو مونږ دامن دتامين او دترهه گرۍ دنوغي ويستلو دهلو ځلو څخه لاس پسر کولو ته مجبور نۀ کړل شي.
اسفنديار ولي خان وويل دا دظلم انتها ده چې ترهگردهاغو خلکو بچي وژني  څوک چې دامن او انسان دوستۍ خبره کوي.
نوموړي وويل ميا افتخار دلوړې حوصلې څښتن او پخپل قام مئين شخصيت دى.
اسفنديارولي زياته کړه هر څو کۀ دميا افتخار حسين دغه ستر غم دزغم ددرشل څخه بهر دى خو عوامي نيشنل گوند دامن او دخپلې خاورې دتحفظ  لپاره دتاريخ په اوږد و کې دغسې ډيرې قربانۍ ورکړي دي.
اسفنديارولي خان زياته کړه عوامي نيشنل گوند به کله هم دترهگرو په دغسې ناوړو حرکتونو  ونۀ ويريږي او دترهگرو په وړاندې به په گونډو نۀ شي

0 comments:

Post a Comment

 
;