I want Answer...!!!!!
























د پښتنو هدفي وژنو پرضد قرارداد منظور |
---|
خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې کراچۍ کې د پښتنو هدفي وژنو پرضد قرارداد منظور په اسمبلۍ کې دغه قرارداد په متفقه توگه منظور کړی شوې دی چې پکې ویل شوي دي په کراچې کې دی پښتنو وژنه په سم لاسي ډول ودرول شي. دغه قرارداد کې دا غوښتنه هم شوې ده چې کوم سیاسي گوندونو غړي په دغه پېښو کې ککړ دي د هغو پرضد د گامونه واخستل شي. قرارداد کې ویل شوي چې مرکزي حکومت او سند ایالتي حکومت دی کراچۍ کې د پښتنو ته تحفظ ورکړي. د خېبر پښتونخوا مشر وزیر بشېر بلور چې په اسمبلۍ کې یې دغه قرارداد وړاندې کړې دی د لساني ډلې ایم کیو ایم لخوا د عوامي نېشنل پارټۍ پرضد لگول شوي تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې ایم کیو ایم کراچۍ کې روان تشدد پېښو شا ته دی. په کراچۍ کې دهدف وژنو په پيښو کې یو ځل بیا د چټکتيا راتللو له امله دائتلافي ګوندونو متحده قومي موومنټ او عوامی نېشنل پارټۍ ترمينځ تاؤتريخوالى هم سيوا شوى دى. په قامي اسمبلۍ کې د ایم کیو ایم نائب پارلماني مشر حېدر عباس رضوي په عوامي نېشنل پارټي تور لگولې چې دغه پارټۍ کراچۍ کې فساد جوړول غواړي. ایم کیوایم او اې این پي په مرکزی او سند حکومت کې د پېپلز پارټۍ ایتلافیان دي خو کراچۍ کې د هدفي وژنو کې یوبل پرضد تورونه لگوي. Pakhtunkhwa urges Sindh govt to protect Pukhtuns Tuesday, 27.07.2010 KP resolution urges Sindh govt to protect Pukhtuns Peshawar: Khyber Pukhtunkhwa Assembly through a unanimous resolution on Monday demanded of the central and Sindh government to take stern action against the people and those political parties who are involved in targeted killings of Pukhtuns in Karachi and provide protection to them. The resolution was moved by senior Minister Bashir Ahmad Bilour and Opposition leader Akram Kan Durrani after Speaker Kiramatullah relaxed rules 240 under rules 124 to allow the resolution. The resolution stated that member of Khyber Pukhtunkhwa Assembly strongly condemned the target killings of Pukhtuns in Karachi and demanding of the federal as well as Sindh government to take action against the political parties and the persons involved in the killing of Pukhtuns. The resolution, which was also read out by PPP Sherpao’s Sikander, Nighat Aurakzai of PML (Q), Munawar Khan of PML (N) and Qalander Lodhi of PML (Q), stated that Sindh government must bring the culprits tobook and provides protection to Pukhtuns. The resolution stated that members of the Khyber Pukhtunkhwa Assembly are on the back of the Pukhtuns.Bashir Ahmad Bilour, debating in Khyber Pukhtunkhwa Assembly said Pukhtuns in Karachi are being targeted while government is not taking enough steps to protect their lives.PML (Q) female member Nighat Aurakzai said MQM was ‘terrorist’ group and if they are not controlled similar terrorist actions in other cities of Pakistan could also be initiated. Bashir Ahmad Bilour in his talks with media at Assembly premises also labeled MQM as a terrorist group and urged the government to take steps for protection of Pukhtuns. The house also offered Fatiha for the departed soul of Mian Rashid, the son of minister information Mian Iftikhar Hussain. Bashir Ahmad Bilour said nation will have to back them against the terrorists. He said they were fighting war for the sake of the nation therefore all political parties should back them. Bashir Bilour argued all international partners including Nato, Iran, USA, India, Saudi Arabia and Russian and Pakistan to sit together to evolve strategy to cope terrorism. Showing determination, hesaid their courage could not be deterred with such coward acts. Opposition leader Akram Khan Durrani said the sole solution of terrorism is the implementation of joint resolution passed by the parliament. |
- د پښتونخوا خبریال - |
پښتون دى وژل کيږى |
---|
پښتون دى وژل کيږى نه يى چا پوښتنه وکړه نه يى مرګ نه څوک خبريږى پښتون دى وژل کيږى ننګرهار که کندهار دى، يواځى پښتون دى بمبارى کيږى پښتون دى وژل کيږى د ترهګر او د طالب په نوم يى نيسى، بيا زندان کى حلاليږى پښتون دى وژل کيږى دوستم وژلى پښتانه دي، دشت ليلى ځکه ژړيږى پښتون دى وژل کيږى صرف نومونه يى ملګري ملتونه او حقونه د بشر، د زورورو نه پوښتنه کله کيږى پښتون دى وژل کيږى چړچي وکړي ستميانو دوستميانو ، خو پښتون غريب په خيټه نه مړيږى پښتون دى وژل کيږى پنجشير او شبرغان کى عصرى کورونه جوړ شو،بس دلته هلته د پښتون کوټه ورانيږى پښتون دى وژل کيږى ډالر اخلى ستميان او دوستمان، فهيم او ربانى لا نور هم نه مړيږى پښتون دى وژل کيږى د چوکۍ او رياست په تمنا، ربانى د اسرائيل په سفارت کى ميلمه کيږى پښتون دى وژل کيږى ګټي جنګ کى شمالى ټلوالى وکړي، خو پښتون بد بخته قوم د افغانستانه شړل کيږى پښتون دى وژل کيږى پښتون باندى غټ غټ بمونه وار کړه، عبدالله په دغه کارد امريکايانو خوشاليږى پښتون دى وژل کيږى د جنګ غرامت غواړي پس له جنګه اولسونه، ربانى وايى دا غرامت به روسي ته بخښل کيږى پښتون دى وژل کيږى د حساب کتاب وخت به کله راشى، محکمه د خاينانو به اوس کله شروع کيږى پښتون دى وژل کيږى د هاګ محکمه په هسى نوم ده، د افغانستان دا خاينان به کله محکمى ته راښکل کيږي پښتون دى وژل کيږى د هيواد د تجزي خبري اورم ، د ستميانو ايرانيانو، خوبونه رښتيا کيږى پښتون دى وژل کيږى دعوى کوى پښتون تر اټک او هندوستانه، ګوره پام کوه دا شته افغانستان درنه بيليږى پښتون دى وژل کيږى د ايران او امريکا زرګرى جنګ دي، دواړه د افغانستان په تقسيم باندى خوښيږى پښتون دى وژل کيږى نه قلم شته نه کتاب او د مکتب نه ليرى تښتى، پښتون جنګ، ټوپک او سنګرته خوشاليږى پښتون دى وژل کيږى نړۍ پورته شوه اسمان ته په ستورو پاچاهى کړى، بس پښتون دى چى په خاورو کى لوغړيږى پښتون دى وژل کيږى د غفلت په خوب ويده دي منتظر دي اسرافيل ته ، دوي به کله لويه خدايه د خوبه راويښيږى پښتون دى وژل کيږى اتفاق نکړى ډير افسوس دى سره وژنى، پښتون يواځى دشمنۍ او تربګنې ته هوسيږى پښتون دى وژل کيږى نه يى شرم نه حيا شته په زرها و ترى وژل شى ، دا پښتون ولى په دى هم نه شرميږى؟ پښتون دى وژل کيږى بدل اخلى له تربوره که يى سرځى او که مال، خارجى عسکر يى وژنى بس ډالر ته خوشاليږى پښتون دى وژل کيږى کودتا وکړله خلقيانو جمهوريت يى را چپه کړ، خو روس پرچم ،ستم ته خوشاليږى پښتون دى وژل کيږى دى ګمراه او بدبخت قام ته چى ګورم، نو (پاچا) ځکه شپه او ورځ ژړيږى پښتون دى وژل کيږى |
- پاچا - |