Thursday, November 25, 2010 0 comments

اباسین او کابل

اباسین او کابل

تحریر : محمد فاروق خټک ریاض سعودی عرب

اباسین
ورک شه اباسینه ستا د ظرف قیصي مي اولیدي
دوه څاڅکی باران سره ستا شور چپي مي اولیدي

مونږه پښتنو به په نغمو کښي یادولي ته
ستا په ظلم وران د پښتنو کوڅي مي اولیدی

بچی دِ راته مړه کړل پښتني خویندي سرتوري شوي
ورک شه چرته بل خوا ستا زړي رشتي مي اولیدی

زه خو سمندر یم راترغاړه شه چه اوګورو
ځان به درنه هیر شی که زما چپي دِ اولیدي



شاعر : نا معلوم

اي دریابه د کابله
اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

په تا هسي نازیدلو
بي معني خوشحالیدلو

کور کوڅی دِ راته ډوب کړل
در په در شو یو په بله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

په نغمو مو یادولي
په سندرو کښي ستایلي

ستا چپي راته عذاب شوي
پښتونخواه دِ کړه بدله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

ته قاتل د پښتونخواه شوي
په څو څاڅکو بي وفا شوي

د خپل کور دِ کړو بي کوره
خپله لار دِ کړه بدله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

پښتونخوا دِ کړه ویجاړه
ټوله زمکه دِ کړه شاړه

ټول وګړی در په درشول
خواه دِ یخه شوه پاګله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

ستا اوبه راته عذاب شوي
هر پښتون لره عتاب شوي

ستا نخري مو پکار نه دی
تا به ستایو مونږ اوس څه له

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

ستا د غاړي خلق تښتی
ستا چپي شولي بد بختي

اعتبار مو له تا لاړو
بي وفا شوي تل تر تله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

د خوشحال کور دي برباد کړو
هر پښتون دِ په فریاد کړو

د اجمل ګوڅي شوي شاړي
د خټک د څنګه زغله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله





۸ نومبر ۲۰۱۰ کنډ خیرآباد د کابل سیند په غاړه -
اباسین او د کابل سیندونه د سمیي دوه لوېي او نوموړی سیندونه دی – ډیرو سترو سترو شاعرانو په خپلو اشعارو کښي ستاېلی دی- او ډیري لیکني ورباندي شوی- ولي د تیرو بارانونو او سیلابونو په سبب اوس نو څه نوی لیکني منڅ ته راغلی چه نظر پکښي بدل ښکاری -
خپل د ما ما ځوېی انجنیر حیات خټک راته په موباېل کښی د کوم نامعلوم شاعر کلام د اباسین په نوم راولیږلو- زه هم په تصور کښي د کابل سیند ته مخاطب شوم


Mohammad Farooq Khattak
Factory Admn
International Telecommunication Systems operation .
Riyadh Kingdom of Saudi Arabia
- محمد فاروق خټک -
Friday, November 19, 2010 0 comments

Khyber Television LIVE

Khyber Television LIVE


Powered By: Impact (shafeeq@engineer.com)
2 comments

Khyber News Television LIVE

Khyber News Television LIVE


Powerd By: Impact (shafeeq@engineer.com)
Tuesday, November 16, 2010 0 comments

اختر څنګه وکړم

اختر څنګه وکړم


زه وينې وينې يم پرهر يم اختر څنګه وکړم
پښې ابله پښې يم سرتور سر يم اختر څنګه وکړم

ذهن نه څنګ وران کړم تصوير د خونړو چاودنو
وار مې خطا اوتر اوتر يم اختر څنګه وکړم

د ژوند سامان او ورک بچي په خړ سيلاب کې ګورم
خړو چپو سره په شر يم اختر څنګه وکړم

د وخت يزيد بيا راتازه د کربلا قيصه کړه
تنده مې وژني او نهر يم اختر څنګه وکړم

په دې محشر محشر لمبه لمبه حالاتو کې زه
تالا ترغه يم کور و کر يم اختر څنګه وکړم

اور د بارودو لګيدلی دی زمونږ په کلي
د مرګ له ويرې په سفر يم اختر څنګه وکړم

راته چا پير مړه او زخميان د دهماکو پراته دي
ولاړ د لوي غم په ډګر يم اختر څنګه وکړم

ترهه ګرۍ په مونږه څومره قيامتونه تير کړل
ژوند ميشته کړی په محشر يم اختر څنګه وکړم

زما د سر په سيوري پريوتې ګولۍ د ماټر
ناست د خپل وران کور په کنډر يم اختر څنګه وکړم

چا بی پردې کړې زما خويندې چا سرتورې کړلې
خفه د خويندو په څادر يم اختر څنګه وکړم

د هر پښتون په غم کې زه پوره پوره شريک يم
صابر حساس يم تيز نظر يم اختر څنګه وکړم


رياض سعودي عرب

راليږونکی کشمالی
- ابراهيم شاه صابر -
0 comments

اختر راغلی

اختر راغلی

د افغان کورته چه نن بیا ښکلی اختر راغلی
په خپل موسم کی ځکه بیا ښه بختورراغلی

په لوړ ږغ ناری وهي د خو شا لیو ډ ک دی
د هر چا کور ته میلمه په سمه او غر راغلی

اختر خو هلته بختور وی چه جګړی بندی شي
د سولی هیلی چه را وړی بیا هغه نظر راغلی

افغانه ویښ سه، نوره پریږده دا بد بخته جګړه
په چل او فریب ګوره دښمن په لر او بر راغلی

د ویراو غم ناری وهی، نن په سرو سترګو ژاړی
افغان وطن ته چه نا څا په د لښکرو دا خبر راغلی

دخپل هیواد اوخپلو خلکو،نیک مرغی غواړو مونږ
افغان ولس ته که ریښتیا د سولی یو تود لمرراغلی

د فر یادو نا ری وهم که می څوک ږغ واوری بیا
د نورزی خیا ل ځکه په سوچ او تصور راغلی

- ولی محمد نورزی -
0 comments

اسلام علیکم اختر دی مبارک شه


اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

طنز - اختر ی

اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !
لمونځ روژی قبول دی عبادت شه
د شهید ورور دی ځای جنت شه
پراولادویې دخدای رحمت شه
پر قاتل یې د خدای غضب شه

د افغانانو شوه ټول وران کورونه
پر کورو یې لویږی یوتنی بمونه
په ماجدوکې یې ښخیږی مینونه
مبارک دی دا آزادی اوعزت شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !


میچنې څرخی پر سر د افغان
په کلیو د مرمیو شرپ دی باران
نذرکیږی هره ورځ ښځې ماشومان
د افغان له تروره لاس واخله ځیرک شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

دلته اوسیږي اصلي مسلمانان
نه منی پر مسلمان د خدای احسان
د پسه پر ځای نذر وی هر ورځ افغان
د بیګناه له وژلو تیر چټک شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

دبی ګناه وژل دی په سزا د ټول جهان
په مین مه ټوټه ټوټه کوه غوښه دافغان
په لږو پیسو مه پلوره خپل ایمان
د افغانانو د وژلو لاس په سر شه
اسلام علیکم مبارک دی اختر شه!

اختر دی خو خوشالی يې نشته
لمر دی خو روښنايي يي نشته
هره ورځ اختری دی معطلي یې نشته
لږ سوچ وکړه سم له د ینه خبر شه
اسلام علیکم مبارک دی اختر شه !

دمسلمانانوخدای نه قبولوی قرباني
چې هر چیري بی ګناه افغانان وژني
اختره ! کله به را شی زموږ ته واقعي
چې موږ ته په سترګه ونه کتل شی د پسه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

- محمودنظری 
Thursday, November 11, 2010 1 comments

دحمزه غزل او پښتون تصوف

دپير روښان تحريک ديادولو وړ دے چې دمرزا خان انصارى غوندې شاعر ئې پيدا کړو دادبى پنګې بنياد ددغې تحريک نه لګيدلے دے او دغه نۀ ختميدونکې ادبى سلسله چې تر کاظم خان شيدا راورسيده نو غزل څه نا څه ځوان شوے ؤ ځکه چې شيدا دغزل په روايتى انداز کښې نوې تجربې وکړې او تر ډيره حده کامياب شو دغه نوې تجربې زۀ دغزل دځوانۍ ابتداء ګڼم، چې دحمزه په غزل کښې انتها ته رسى ليکن ددې مطلب دا هر ګز نۀ دے چې ګنې شيدا دخپلو هم عصرو شاعرانو په مقابله کښې دټولو نه ښه غزل ګو شاعر ؤ خو دغزل دجديد انداز سهره ضرور دشيدا په سره ده
دمرزا خان انصارى او کاظم خان شيدا ترمينځه چې کوم نور دنوم شاعران پيدا شوى دى هغه چانه پټ نۀ دى او نۀ ئې څوک پټولے شى خو زۀ ئې ذکر ضرورى ځکه نۀ ګڼم چې دلته زما عنوان غزل دے دا دواړه شاعران مې په دې وجه ياد کړل چې اول الذکر پښتو غزل کښې په اول ځل دتصوف ديو خاص مسلک (وحدت الوجود) بيان ئې ديو خاص تحيکى نظريې په ډول وکړو او پښتو غزل ته ئې لکه دنورو ترقى يافته ژبو روايتى انداز وبخښلو دوحدت الوجود رموز ئې دغزل دنازک مزاج ماتحت په داسې انداز کښې وستائل چې دغزل تازګى متاثره نۀ شوه

موخرالذکر پښتو غزل ئې دنازک خيالۍ او نادرو تشبيهاتو معراج ته ورسولو او دغه دواړه خصوصيات کۀ دچا په غزل کښې په يو وخت راجمع کيدے شى نو هغه صرف او صرف دحمزه غزل دے چې زۀ ورته ((پښتون غزل)) وايم خو دغه تعريف دحمزه دغزل پوره احاطه نۀ شى کولے، ځکه چې زمونږ دشاعر تصوف نۀ خو دمرزا خان انصارى غوندې روايتى تصوف دے او نۀ دهغوى شاعرى دشيدا غوندې دچا بلې ژبې نه متاثره ده، بلکې تصوف او غزل دواړو ته پښتون رنګ ورکول دحمزه دشاعرۍ خصوصيت دے، دحمزه دشاعرۍ نه کۀ ((پښتون تصوف)) وويستے شى نو شايد چې دغزل ئې هغه خوند پاتې نشى. کوم چې تر اوسه برقرار پاتې دے ځکه چې دهغه تصوف په اصل کښې دپښتون ملت، پښتو ژبې او شعروادب دښيګړې دپاره دغزل په جامه کښې يو مسلسل او بې بدله جهاد دے. ځکه چې دهغوى غزل دهغوى دصوفيانه مسلک (وحدت الوجود) ترجمان دے. دابيله خبره ده چې په صوفيانه علامتونو ئې پښتون رنګ دومره غالب دے چې دغزل ترحده دمطالعې په بنياد څوک په دعوې سره نشى شى وئيلے چې ايادهغوى شاعرى دتصوف ماتحته ده او کۀ نه داقامى ادبى تحريک يوه فعاله لارښوونه ده. دحمزه صيب ځان ته خپل رنګ دے خپل انداز ئې دے نوى علامات استعارات او کنايات ئې متعارف کړى دى. دزوړ روايت نه ئې څنګ کړے دے ددې دور نمائنده شاعر دے دوخت نه مخکښې پيدا دے خو دخوشحال خان خټک غوندې بدقسمته نۀ دے چې پخپل ادبى او قامى ژوند کښې ئې ډير لږ ملګرى پيدا کړى وؤ حمزه ځانته بې شميره ملګرى پيدا کړى دى دهر غزل ګو شاعر په غزل کښې دهغه دغزل سرۀ دى پښتو غزل ئې پښتون کړيدے دشعر هر موزون ټکى ته ئې دتقاضې مطابق يو مجسم پښتون هيئت ورکړيدے او دغه مسجم هييت ئې شعر د ((غير پښتون)) مجسم ټکى په مقابله کښې غالب ثابت کړيدے دشعرى تړون دغه ((غالبيت)) او دغه ((مغلوبيت)) دهغوى فنى کمال دے دهغوى صوفيانه اميتاز دے دغه فنى او صوفيانه امتياز او کمال د ((خير)) او ((شر)) ترمينځه يوه نۀ ختميدونکې معرکه ده او اخر د ((شر)) په ((مغلوبيت)) سرته رسى دغزل په تنګ ترش ميدان کښې په ((شر)) باندې د (خير)) غلبه کۀ يو خوا دحمزه فنى کمال په ګته کوى نو بلخوا دهغوى دصوفيانه مسلک دجدت ترجمانى کوى او ځکه زۀ وايم چې حمزه دغزل سره سره دپښتون تصوف پلار هم دے

ماوې چې اوس سترګې پښتنې ولې هندکۍ شوې
نيغ ئې شو باڼۀ وى تادچا خبره وکړه
برند کۀ حوادث دى دوختونو په ککو کښې
زۀ به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم
نن ئې حمزه نۀ ؤ اتحاد دبڼو سترګو
يو دپښتانۀ بل دمغل خبره وکړه

دغه ((هندکے نظر)) دغه د ((مغل خبره)) او دغه ((برند حوادث)) د(شر) علامات دى دانسانيت مرضونه دى دمعاشرې ناروا سلوک دے دزمانې ستم دے د انسانيت په لمن تور داغ دے حمزه په دې لړ کښې پښتنه حوصله پښتون نظر او پښتانۀ باڼه داستعارو کنايو، اشارواو علاماتو په ډول پکاروى. اصل مقصد ئې څه بل څه دے دغه په اصل کښې هغه پښتون تصوف دے نصيحت دے دپښتون بيدارۍ درس دے پښتون ته خپل مقام وريادول دى هغه دخپلې ژبې خدمت ته راپارول دى او دهغوى دروښانه مستقبل لارښودنه ده دغه ټول صفات چې راغونډ شى نو دحمزه غزل ترې سازشى چې دغزل دروايتى تعريف نه ډير بالاتر دے

دپښتنى حسن به خوښ شمه اوس
په هر انداز کښې مې پښتو ښکارى
حمزه سپرلے لا دخيبر نه نۀ ځى
ډيرې غوټۍ په غوړيدو ښکارى
خبرې ډيرې سر ئې يو حمزه
چې خرڅې نۀ کړې په پيسو خبرې
چې سرڅڼه حمزه کولے نۀ شى دپښتو
هر يو زلمى ته وايه چې پښتو مۀ زده کوه
ولوله نيمزاله دحمزه غزل
دازړه صهبا چې وڅښى ځوان به شې
حق به ادا نن دغزل نۀ کړى
پل چې هر څوک زما پل نۀ کړى

اخر ىدرې شعرونه به عام لوستونکو ته ضرور شاعرانه تعلى ښکارى خو دشاعرانه تعلى نه علاوه چې پکښې کوم مضمون بيان شويدے لږ غور غواړى او زۀ يو ځل بيا دا جرات کوم چې په دې شعرونو کښې هم دهغه هم ګير پښتنى احساس اعاده شوې ده چې مخکښې ئې ذکر وشو

دا زړۀ صهبا چې وڅښى ځوان به شى

هغه ټول پښتون ماحول دغې فريضې ته شعورى طور اماده کوى او دغه فريضه خپل دنياوى او اخروى سعادت ګڼى لنډه دا چې کوم درس نورو قامى شاعرانو په مختلفو لهجو کښې قوم ته ورکړيدے حمزه ئې دغزل په جامه کښې ورکول غواړى ځکه چې دصوفيانه مسلک لاروے دے او ددغې مسلک دپاره ټولو نه غوره ميدان غزل دے حمزه دوحدت الوجود حامى دے او لکه څنګه چې نورو صوفيانو ته په دې لار کښې مشکلات پيښ شوى دى حمزه هم ددغه قسمه مشکلاتو سره مخ شويدے حيران دے وار خطا دے دفطرت درازونو متلاشى دے ډير ئې معلوم کړى دى ډير ورته مبهم ښکاره شوى دى مګر دغه حيرانتيا دهغوى دناپوهۍ نتيجه نۀ بلکې په اصل کښې دهغې پوهې اثر دے چې ډير لږ کسان ئې متاثره کړى دى ځکه چې دناپوهۍ احساس په اصل کښې دعلمى کمال معراج دے حمزه په دغه ميدان کښې لکه دزمرى او نر پښتون خپله بې وسى تسليم کړې ده خو پښتون همت ئې په ځائې کښيناستو ته نۀ پريږدى مسلسل تلاش او جستجو بې قراره کړيدے حقيقى محبوب ته رسيدل غواړى ډير مزل ئې کړيدے ډير ورته پاتې دے ستومانه شويدے خو پښتون احساس ئې دمې ته نۀ پريږدى پښتون عشق ليونے کړيدے ليکن مايوسه کيږى نۀ، دمجازى حسن دستائيلو په نوم دغزل دلوازماتو سره سره دتصوف لمن نۀ پريږدى او وائى

ويښتۀ ئې تور او سپين شو ستا په تور او سپين پوئى نۀ شو
حمزه خو هم ددې نه لا تر اوسه غزل ځوان دے

چې ئې اظهار لره الفاظ نۀ مومم
خيال ته زما هسې مضمون راشى

حمزه په دغه عشقى ليونتوب فخر کوى او هم دغه ليونتوب داوښيارۍ انتهاګڼى.

دانۀ دے ليونے چې ګريبان وپيژنى
- ډاکټر يار محمد مغموم -


Wednesday, November 10, 2010 0 comments

دمور او پلار حقوق


دمور او پلار حقوق

دابى امامه نه روايت دے چې يو سړى درسول الله صلى الله عليه وسلم نه تپوس وکړو چې دمور پلا حق څه دے په بچى باندې؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل دادواړه ستا جنت دى او دوزخ هم دى، يعنې سبب دجنت دتلو دى او سبب ددوزخ دتلو هم د ىکۀ درنه خوشحاله وؤ نو دجنت سبب دى او کۀ درنه خفه وؤ نو سبب ددوزخ دى

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې زياته نيکى داده چې دپلار دوستانو سره سړے تعلق وساتى

دمور پلار خدمت کوونکى دمصيبت څخه بچ کيږى، يو اوږد حديث دے چې درې تنه په غار کښې راګير شول ددې مختصر معنى ته غوږ شئ ((دغه درې کسو باندې غار بند شو يو بل ته ئې ووئيل خپل نيک اعمال الله ته وړاندې کړئ چې غار خلاص شى يو ووئيل الله زۀ شپونکے وم اوګډې بيزې چې به مې ولشلې نو اول به مې خپل مور پلار ماړۀ کړه وروسته خپل بچيان او دادالله درضا لپاره نو دغار خُلې نه ګټ معمولى لرې شو اسمان ئې وليد بل ووئيل الله زۀ دخپلې ترۀ لور سره په زنا قادر شوم او دالله دويرې مې زنا ونۀ کړه نو لږ نور هم ګټ کولاؤ شو، بل ووئيل الله زما سره مزدور ؤ مزدورى ئې ماسره پاتې شوه هغه وريژې وې نو ماورله وکرل زياتې شوې سره دحفاظت نه نو ماورله غواګانې واخستلې نو هغه راغلے او بيا ئې ټول هر څه يوړل او دا کار مادالله دويرې او دالله دخوشحالۍ دپاره کړى وؤ ځکه تۀ ورباندې پوئى ئې، نو ګټ لرې شو او هغه دغار څخه بهر شول وروڼو دحديث څخه معلومه شوه چې دمور پلار خدمت به دخپلو بچو نه مخکښې کوئ او الله به دے دمصائبو څخه ساتى

دمور پلار سره نيکى دعمر درازۍ او رزق پراخۍ سبب دے، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى څوک چې په دې خوشحاليږى چې ددۀ عمر اوږد شى او رزق ئې پراخه شى نو دمور پلار سره دې نيکى وکړى او صله رحمى دې خپلوانو سره قائمه کړى

رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائيلى دى چې دوه خبرې دى چې قبلولے شى او دې کښې هيڅ شک نشته دمظلوم ښيرې، دمسافر ښيرې او دپلار ښيرې دخپل زوې پحق کښې

رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى الله چې وغواړى نو دهرې ګناه سزا قيامته ته وروسته کوى مګر دمور پلار نافرمانى نۀ وروسته کوى ځکه ددې جرم کونکى ته په دنيا سزا ميلاويږى. داتجربه شوې خبره ده چې چا دخپل پلار سره بد سلوک کړے نو هغه سره ئې زامن هم بد سلوک کوى دمور او پلار نافرمانه جنت ته نۀ داخليږى ، رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى چې جنت ته منان (يعنې قطع کوونکے دصله رحمۍ) نۀ داخليږى او نۀ دمور پلار نافرمانه او نۀ هميش څښونکے دشرابو

مور پلار په نعمتونو کښې داسې نعمت دے چې لرې شى نو بيا ئې دراتلو کوم امکان نۀ وى لهذا ددې نعمت ډير خيال ساتل پکار دى

او ددې خيال عبادت هم ا والله پرې هم خوشحاليږى لکه الله ج فرمائى

((رب ستا فيصله کړې چې ديو الله عبادت وکړئ او دمور پلار سره نيکى کوئ کۀ چيرته يو ددوى نه بوډا شو او يا دواړه نو داسې کلمه ورته مۀ وايه چې دوى پرې خفه کيږى او مۀ ئې رټئ دواړه نر مه او دعزت وينا کوه او دواړو ته درحمت وزر ښکته کړه او داسې ووايه په چې اے ربه په دوى رحم وکړه لکه چې زما تربيت ئې په ماشوموالى کښې کړيدے))

پورتنى ايت کښې د ((اف)) کلمه ((وړه کلمه چې مور او پلار ته ترې ضرر رسى)) نو منعوالے ئې وکړه نو دهغه چا به څه حال وى چې په خپل پلار شرميږى ځکه زيات تعليم يافته او خپلو ملګرو په مخ دهغه پلار راشى نو هغه ترې انکار وکړى او دهغه چا به څه حال وى چې پلار ته ستغې ستغې خبرې کوى او همداسې ورته کنځل کوى او يا ورته وائى تۀ ساده ئې مجلس کښې خبرې مۀ کوه

دمور پلار شکر دالله شکر سره پيوسته دے

الله ج فرمائى زما شکر اوباسئ او دمور پلار هم شکر ادا کړئ او زما طرف ته ستاسو راتلل دى. ابن عباس رض وائى چې درې ايتونه دنورو دريو پورې پيوسته دى يو نۀ قبليږى تر څو بل نۀ وى ادا شوے

دالله ج قول دے. (دالله ج او درسول ص اطاعت وکړئ. نو څوک چې دالله اطاعت کوى او دهغه درسول نۀ کوى نو دانۀ قبليږى

٢: دالله ج قول دے ( مونځ ادا کوئ زکات ورکړئ. څوک چې مونځ کوئ او زکات نۀ ورکوئ نو دا مونځ نۀ قبليږى

٣: دالله ج قول دے( زما او دمور او پلار شکر ادا کړه څوک چې دالله شکر ادا کوي او دمور پلار نۀ ادا کوي نو نۀ قبليږى

دمور پلار خبره منل سبب دجنت دے

درسول الله ص نه روايت دے چې پوزه دې په خاوره ککړه شى بيا دې ککړه شى بيا دې ککړه دهغه چاچې مور پلار دواړه يا يو ددوى بوډا توب وخت کښې ژوندى وى او دے جنت ته داخل نه شى. مطلب دحديث شريف دادے چې کۀ چيرته چا دمور او پلار دشريعت مطابق خبره ومنله نو الله ترې خوشحاليږى او چې الله خوشحاله شى نو خپل جنت کښې به ورته ځائې ورکوى. کۀ مور پلار درنه خوشحاله وى نو الله هم خوشحاله وى او کۀ خفه وى نو الله هم خفه وى

درسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت دے فرمائى چې خوشحالى (رضا) درب په رضا او خوشحالۍ دمور پلار سره وى او غُصه (خفګان) درب دمور پلار په خفګان او غُصې سره وى))

دحديث نه معلوميږى چې مور پلار درنه خوشحاله وى نو الله هم خوشحاله وى


(((Khyber)))
- قارى هدايت الله ناصح

 
;