Tuesday, November 16, 2010

اسلام علیکم اختر دی مبارک شه


اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

طنز - اختر ی

اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !
لمونځ روژی قبول دی عبادت شه
د شهید ورور دی ځای جنت شه
پراولادویې دخدای رحمت شه
پر قاتل یې د خدای غضب شه

د افغانانو شوه ټول وران کورونه
پر کورو یې لویږی یوتنی بمونه
په ماجدوکې یې ښخیږی مینونه
مبارک دی دا آزادی اوعزت شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !


میچنې څرخی پر سر د افغان
په کلیو د مرمیو شرپ دی باران
نذرکیږی هره ورځ ښځې ماشومان
د افغان له تروره لاس واخله ځیرک شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

دلته اوسیږي اصلي مسلمانان
نه منی پر مسلمان د خدای احسان
د پسه پر ځای نذر وی هر ورځ افغان
د بیګناه له وژلو تیر چټک شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

دبی ګناه وژل دی په سزا د ټول جهان
په مین مه ټوټه ټوټه کوه غوښه دافغان
په لږو پیسو مه پلوره خپل ایمان
د افغانانو د وژلو لاس په سر شه
اسلام علیکم مبارک دی اختر شه!

اختر دی خو خوشالی يې نشته
لمر دی خو روښنايي يي نشته
هره ورځ اختری دی معطلي یې نشته
لږ سوچ وکړه سم له د ینه خبر شه
اسلام علیکم مبارک دی اختر شه !

دمسلمانانوخدای نه قبولوی قرباني
چې هر چیري بی ګناه افغانان وژني
اختره ! کله به را شی زموږ ته واقعي
چې موږ ته په سترګه ونه کتل شی د پسه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

- محمودنظری 

0 comments:

Post a Comment

 
;