Tuesday, November 16, 2010

اختر څنګه وکړم

اختر څنګه وکړم


زه وينې وينې يم پرهر يم اختر څنګه وکړم
پښې ابله پښې يم سرتور سر يم اختر څنګه وکړم

ذهن نه څنګ وران کړم تصوير د خونړو چاودنو
وار مې خطا اوتر اوتر يم اختر څنګه وکړم

د ژوند سامان او ورک بچي په خړ سيلاب کې ګورم
خړو چپو سره په شر يم اختر څنګه وکړم

د وخت يزيد بيا راتازه د کربلا قيصه کړه
تنده مې وژني او نهر يم اختر څنګه وکړم

په دې محشر محشر لمبه لمبه حالاتو کې زه
تالا ترغه يم کور و کر يم اختر څنګه وکړم

اور د بارودو لګيدلی دی زمونږ په کلي
د مرګ له ويرې په سفر يم اختر څنګه وکړم

راته چا پير مړه او زخميان د دهماکو پراته دي
ولاړ د لوي غم په ډګر يم اختر څنګه وکړم

ترهه ګرۍ په مونږه څومره قيامتونه تير کړل
ژوند ميشته کړی په محشر يم اختر څنګه وکړم

زما د سر په سيوري پريوتې ګولۍ د ماټر
ناست د خپل وران کور په کنډر يم اختر څنګه وکړم

چا بی پردې کړې زما خويندې چا سرتورې کړلې
خفه د خويندو په څادر يم اختر څنګه وکړم

د هر پښتون په غم کې زه پوره پوره شريک يم
صابر حساس يم تيز نظر يم اختر څنګه وکړم


رياض سعودي عرب

راليږونکی کشمالی
- ابراهيم شاه صابر -

0 comments:

Post a Comment

 
;