Wednesday, February 9, 2011 0 comments

لنډی قیصي:چینجی , سوړ پروت دی او ډوغل


لنډی قیصي:چینجی , سوړ پروت دی او ډوغل

چینجی
لیکوال: فضل عندلیب
د سمندر په غاړه بنده سیپۍ پرته وه په ګوتو کې مې زور ورکړ خو ډیره کلکه وه نو په کاڼي مې کیښوده او بل کاڼی مې ورته ورو غوندې راواچوو – دننه پکې یو چینجی وو چېې سترګو مې چرته داسې رنګ چینجی نه وو لیدلی  په سر يې یو څو زیړ ویښتان وو او په ملا او ګیډه يې تورې او برګې کرښې وې سوچ مې وکړو چې د اوبو مخلوق دی نو د اوبو نه بهر به تر ډیره وخته ژوندی پاتې نه شي  نو د سمندر چپو ته مې وسپارلو  کور ته چې راغلم نو ماښام وو – د خوړلو څښلو او د پچو سره د مشغولا نه وروسته ویده شوم په خوب کې مط هغه چینجی ولیدو خوږې خوږې خبرې مې ترې واوریدې- ما ترې پوښتنه وکړه چې په دغه ځاي د کله نه پروت وې او زما د کاڼي ګوزار خو خوږ کړی نه وې؟چینجي وخندل او راته يې ويیل چې د وختونو په حساب خو نه پوهیږم خو ل ستاسو د دنیا هنګامه مې لیدله نه خو اوریدله مې- ستا د راتګ نه اګاهو مې بلا خلک په خوا تلل راتلل چا به د مینې محبت قیصې یو بل ته کولې او چا به د دنیا د سودا بحث کولو – د مینې بحث ته ډیر اوپسخیدم او په زړه کې مې له خپله ربه شکوه وکړه چې ربه انسان دې ولې نه پيدا کولم خو دغه ارمان مې لا زوړ شوی نه وو چې د سوداګر د سود او زیان وچې او بې مینې خبرې مې واوریدلی نو په خپل وجود مې شکر اویستلو ځه لا په دغو تلوسو کې ډوب وم چې اچانک ټس وشو او تا  له  سیپۍ  نه رابهر کړم  تا ماته کتل او ما ستا د مخ تماشه کوله  ستا سترګې ښکلې وې خو په تندي دې بلا کوتونه وو زه یریدم چې چرته مې په سرو غرمو نهرو مرغیو ته ونه غورځوي  ساه مې ورو ورو بندیدله خو تا اوبو ته راوشغولم دلته بیخي ناشنا حالاتو سره مخ شوم خپل وړوکی وجود مې د یوې سمندري ځیلې په جاښ کې پټ کړ او تماشه مې کوله غټو کبانو به واړه کبان ژوندي تیرول او وړو کبانو به زما غوندې چینجي خوړل  او چینجو به د ځانه واړه چینجي  لاهي  او د لویو کبانو د مړو او ورستو شوو بوټو ورستې غوښې خوړې دا ناروا دلته د تیرو څو ساعتونو نه وینم او د راروان وخت هیڅ پته نه لګي چې څه به راسره کیږي – ما ورته اوییل چې زما چېنجي ملګریه انسان خو د سمندري مخلوقه ډیر وحشي دی ځکه چې دغه مخلوق خو یو بل خوري خو دا مخلوق  کبان – غوا بیزې چرګان او له دې نه سیوا شین بوټی خو يې د زمکې په مخ پرینه ښودو او لکه دغلته چې غټ کبان واړه کبان او چینجي خوري دلته ددې ځاي زورور د کمزورو وينې څښي  چې څوک څومره زورور وي هغه هومره ظالم وي لوي او طاقتور ملکونه د کمزورو ملکونو په ماشومانو بوډاګانو او شته منیو باندې د وسپنو او هلاکونکو ګیسونو او بارودو جوړې وسلې استعمالوي یو اړخ ته خرمستیانې کیږي او خوراکي توکي ذخیره کیږي او بل خوا ځنې انسانان د لوږې مري- لکه تا چې اوییل چې لږ ساعت پس پته نشته چې څه به راسره کیږي والله ماته هم پته نشته چې لږ ساعت پس به راسره څه کیږي کیدی شي چې د پايلټه الوتکې/ډرون/د توغندي ښکار شم  نو چینجي راته اوییل چې ته هم ددې ظالم نظام برخه يې نو نور نه غواړم چې خبرې دې واورم نو لاړ او سر يې جاښ ته دننه کړ
سوړ پروت دی
هغه د پرون شوریدلی څومره سوړ پروت دی بوګنونکې خاموشي ده  په سینه ولاړ خونه يې د ستړو مرغیو د ملالو سترګو د پټولو ړقیدونکی کور دی د نرګس ګل پورې پشاړې کوي توته کرکي يې په خزه د سحر ستوماني اویسته هاهاهاهاهاها دسیفور بیزه د شین کبل په لټون وه هاهاهاهاهاها په ګیډه يې وګرځیده ګونګټ ورسره خوا کې د غوشانو رغړیدونکي غونډوري امانت ایښي وو او هاهاهاهاها شاټا ورسره نزدې د تشو موتیازو کسوړه تشه کړه څومره سوړ پروت دی هاهاهاهاهاهاهالاسونه ورته ځکه نه پورته کوم چې ټول عمر يې زما اوږې د لاسونو ښکار وې  ښه ده چې ساه ګانې بې پيسو دي ګنې دده په ځاي به اوس زه سوړ شوی وم هاهاهاهاهاخلکو وې په غټو ګورزونو به وهل وي خو اواز ترې بهر نه رااوځي ځکه چې د کلي د وګړو په خوبونو کې هم خلل نه اچوي هاهاهاهاها  سوړ پروت دی  ماته یاد شي چې د سیفور بیزه يې په خپلو شوتلو کې لیدلې وه نو  د  نیا  نازک  ځایونه يې ورله د کلي د ټولو خلکو د  مخې یادول ماته یاد شي چې د مرغیو ښکار له به د نوکرانو د ټولګي په مینځ کې غره ته تلو ماته یاد شي چې د غنمو په رشه کې به يې سپږۍ او وړې ګونګټې وشوې نو زهریله ګولۍ به يې ورته ایښودې او ماته یاد شي چې د خپل پاک کور په برنډه کې يې د توته کرکو خټينې ژالې نه پریښودې او ماته دا هم یاد شي د لاوارثه مخلو قبرونو د پاسه به يې موتیازې کولې هاهاهاهاهاها نن سوړ پروت دی هر یو ترې خپل انتقام په خپل انداز کې واخستو  د نظر خاوند ولیدل او د منظر خاوند وښودل---------------- پوهه شوې
ډوغل
سره غرمه وه د ملګرو سره د خوړ په غاړه د توت سيوري ته ناست وم  يوه ماشومه چې په سر يې په خيرنه ټوټه کې څو ډوډۍ  داسې ايښې وې چې نيمې
ښکاريدې او نيمې پټې وې په يو لاس کې يې د شومبلو لوښی وه او بل لاس يې په ډوډو  د پاسه ايښی وه د خوړ مينځ ته هغه ډوغل ته ورنزدې شوه په کوم کې چې يې نيکه د سحر نه کار کولو او شږې يې راويستلې  ماشومې د بابا غږ وکړ او يو سپين ږيری چې د سر او سپينې ږيرې په ويښتانو کې يې شږې پرتې وې پورته راښکاره شو د ماشومې نه يې ډوډۍ او د شمبلو لوښی واخستل او په تندي يې ښکل کړه لاسونه يې وينځل او غوښتل يې چې د توت سيوري ته راشي او ډوډۍوخوري  ماته دا احساس وشو چې د بابا د ډوډۍ د خوړلو ځاي مونږ نيولی دی نو ملګرو ته مې اويل چې مونږ له له دې ځايه تګ پکار دی ځکه چې دا د بابا د ډوډۍ د خوړلو ځاي دی کله چې مونږ چې مونږ يو څو قدمه لاړو نو بابا راته غږ وکړ چې مه ځۍ او زما سره يو ځاي ډوډۍ وخورۍ مونږ پښې نيولي شو او بابا د توت سيوري ته راورسيدو مونږ سره يې ستړي مه شي وکړل او کښيناست مونږ ته يې بلا ستونه وکړل خو مونږ د چا ميلمانه وو نو د بابا دعوت مو قبول نه کړ ما د بابا تماشه کوله د ډوډۍ نه به يې چک کولو او د شومبلو ګوټ به يې ورپسې کولو او ماشومه ورسره څنګ کې ناسته وه چې د خوراک نه وزګار شو نو ما ترې پوښتنه وکړه چې دا شږې په چا خرڅوې په څومره بيه خرڅيږي او څوک يې درنه اخلي  بابا لږ وخت غلی وه او بيا يې په سپينه ږيره د اوښکو لړۍ راماتې شوې بابا په ژړه غوني  انداز کې اوييل چې بچيه ښه ښکلی وخت تيريدو يو ځلمی ځوی مې وه د قران حافظ وه او په سکول کې د دينياتو استاد وه په تنخا به يې زمونږ ښه ګوزاره کيده زه به په سپينو جامو کې ګرځيدم د کلي غم ښادي به مې کول او کله کله به د تبليغيانو سره د اسلام د تبليغ د پاره نزدې کلو ته هم تلم خو څو کلونه وړاندې ددې کلي نه څه خلک د صوفي محمد ملا په لښکر کې افغانستان ته د جهاد د پاره تلي وو چې زما ځوی هم ورسره تلی وه او تر ننه پورې يې راته د ژوندي او مړ څه درک نه معلوميږي درې نمسۍ مې دي دا ماشومه چې زما خواته ناسته ده د ټولو کشرۍ ده او دوه پيغلې دي او مور يې د زړه ناروغه ده اوس زما درې کاله وشو چې دغه ډوغل کې شږې رااوباسم په ټيکيدار يې خرڅوم او په ډيره ګرانه ځان او دوي ساتم دبابا په خبرو اوريدو مې سترګې د اوښکو ډکې شوې او تر خپله وسه مې د ماشومې په شليدلي جيب کې څو روپۍ کيښوې بابا بيا ډوغل ته کوز شو او ماته په تلوتلو کې د عبدالحميد زاهد دا شعر راياد شو چې//
د شهادت په نوم پردي بچې په اور سوزول
د مسلکونو استادان ورته جهاد واي


الحاج فضل حکیم عندلیب
- عندلیب -
Wednesday, February 2, 2011 1 comments

Frontier Gandhi: A forgotten hero


Amidst the Republic Day celebrations, a date that's slipped from our memory is January 20th, the death anniversary of a different Gandhi, Khan Abdul Gaffar Khan, who forged a policy of peace in the midst of a violent culture.
 
;