Saturday, July 21, 2012

زمونږ په ټولنه کې د هنر بې قدري


لیک عندلیب دیر
د نړۍ نظام خداي پاک داسې جوړ کړی چې مونږ د یوه بله بغیر نیمګړي یو-خپل چاپیریال ته نظر وکړئ چې که نایان نه وی نو زمونږ ويښتان به چا سمول؟که مستریان نه وی نو کورونه به مو چا جوړول؟که دیقانان نه وی نو زمکې او باغونه به چا سنبالول؟که موچیان نه وی نو پیزار به راته چا جوړول؟که ډاکټران او نرسان نه وی نو علاجونه به مو چا کول؟که ترکاڼان نه وی نو کټونه ورونه او کړکۍ به راته چا حوړولې؟که اینګران نه وی نو لرونه او تبرګي به راته چا تیره کول؟که ډرایوران نه وی نو بازارونو ته به خوراکي توکي چا رارسول؟که مزدوران نه وی نو دغه توکي به چا خپژول کوزول؟که ملایان نه وی نو ختمونه جنازې او روغې به چا کولې؟که شپونکیان نه وی نو غرونو کې به مو څاروي او مالونه چا ساتل؟که ګوجر نه وی نو شیوده به راته چا راوړل؟که خیاطان(ټیلران)نه وی نو جامې به راته چا ګنډلې؟او که کولالان نه وی نو لوخي به راته چا جوړول؟----او---
خو بیا وګورئ چې زمونږ په پښتنه ټولنه کې د پورته یادو شوو څو هنرونو نه غلاوه ټولو ته په ټولنیزه توګه ډیر سپک نظر کولی شي-تاسو به اوریدلي وي چې مونږ وایو پریږده مړه دا فلانی څه د ناي ځوی دی-د کولال ځوی دی-
او که دروغ نه وایو نو ځانته چې څوک ډیر سوچه پښتانه وايي نو ددوي سره رشتې هم نه کوي-
زمونږ پوهه هنرلرونکي لکه شاعر او ادیب هم دغه حال لري-مونږ ورته هیڅ د عزت ځاي نه دی ورکړی -د نورو ژبو لیکوالان هغوي په سرونو ګرځوي-د یوې یوې لیکلې افسانې ورته لکونه روپۍ ورکوي-او ماړه يې ساتي-او زمونږ پښتون لیکوال خپلې لیکنې ویړیا ویب پاڼو او ورځپاڼو ته لیږي -او بیا يې د چاپ انتظار هم کوي -او د لوستونکو د کږو وږو خبرو سره هم مخ کیږي-
زمونږ فنکار کوم چې زمونږ د موسیقۍ فن ژوندی ساتي د ډم په نوم یادوو-په سازونو ميئن یو خو سازیان مو بدي شي-او په مرګ کې يې جنت لټوو
مونږ خپل ملا په سړو ډوډو ساتو او شاګردان يې د ژمي په یخو یخو سحرونو کې د چايو د پیالې د پاره زمونږ په کوڅو کې ګرځي-
که د ټولو خبرې کوم نو دا لیک به رانه اوږد شي خو مونږ د احساس برترۍ ښکار شوی قام یو-پښتانه خو ښه په فخر ځانونو ته وایو خو د پښتنو ځانګړي صفات یوه هم نه لرو-او نور قامونه خلک ځانونو ته نزدې کوي خو مونږ ته پرې ځانونه سپک ښکاري او پښتو مو کچه کیږي-
نو که ښه ژور فکر پرې وکړو نو دا هغه محرومې طبقې دي چې نن ترې مونږ په خپلو کورونو کې په ارام ژوند نه شو کولی-چې جرم وکړي نو مجرم يې ګڼو خو د جرم په اسبابو مو کله هم ژور فکر نه دی کړی-چې ددوئ په احساس محرومۍ کې زمونږ پوره پوره برخه شته-خو مونږ يې اقرار نه کوو
*******




0 comments:

Post a Comment

 
;