Saturday, July 31, 2010 0 comments

Network for Humanitarian Assistance

The Khyber Pakhtunkhwa government appeals to the federal government, other provincial governments and international community to help the province in rescue relief and rehabilitation activities. Network for Humanitarian Assistance support this cause, NHA also appeal to INGOs, National NGOs to help our brothers and sisters in Khyber Pakhtunkhwa.....!!!!!
Friday, July 30, 2010 0 comments

An appeal to national and international organizations,Pakhtun...

An appeal to national and international organizations,Pakhtun...

An appeal to national and international organizations, Pakhtun Diaspora , national and international community

30.07.2010, Peshawar: For the last 4-days there has been raining in almost all parts and districts/Agencies of Khyber Pakhtunkhwa and FATA which caused a lot of destruction and devastated many houses especially huts and mud built houses. The flood caused due to heavy downpour and gushed into the settlements especially in rural areas of Khyber Pakhtunkhwa which has demolished almost all houses and million of the inmates are stranded in water. Those who have remained stranded in their demolished houses are in miserable conditions and are having no option except to weep or pray to God to help them all. There are many instances where the family members have been divided into two parts. The parents particularly fathers have remained in the safer areas while their children who remain homes at time of the rain got stranded and are still in same condition. Those children have been weeping for the last three days and nights but there is non to come to their rescue and get them rid of this miserable condition and to take them to some safer areas and provide them with food and safe potable waters. The stranded people especially women and children are having nothing to eat as the little or small stock they had has already either finished or drained by the flood water. There are sick and old people also who are still in trouble stranded there in their houses with no medicines and other edible. This situation is not related with one or two particular area. The entire Khyber Pakhtunkhwa has been facing with same situations and people are in great trouble. They need to be evacuated first and then other facilities and needs be provided on emergency steps. The TV Channels and other humanitarian institutions have been calling the government to come to the rescue but the situations are so worst and are out of the control that only the government will not be able to handle it alone. The governments are not capable in even shiny days to help the people how can it would be able to come in help the citizens in rainy days?

The people need food, clean drinking water, clothes, tents, edibles, Medicines, and above all their evacuation is foremost needed and for this purpose small boats are required on emergency bases to bring the stranded people out of their places to comparatively safer places and spots.

Regards

Muhammad Idrees Kamal

Zar ali Khan Musazai

+92-3005862104
+92-3366097292
+92-91-5253154
emails:idreeskamal@gmail.com
srd.org.pk@gmail.com
Peshawar
- Zar ali Khan Musazai -
0 comments

پښتونخوا: سیلابونو کې ګڼ خلک مړه او بی کوره شوی شوې

پښتونخوا: سیلابونو کې ګڼ خلک مړه او بی کوره شوی شوې

Peshawar 30-07-2010
د پښتونخوا سوبه کې د سختو بارانونو په وجه په راوتلو سیلابونو کې په سوات کی ۱۴۰کسان سیلابونو وړي دی خو غیر سرکاري رپورټونه وائې د وژل شؤو خلکو شمیره لدی نه هم زیاته ده.
همدارنګه د نوښار او دپيښور په ګډون ګڼو سيمو کې ددوه ورځني پرله پسې باران له کبله ۷۰کسان مړه ،ټپيان اویا ورک شوي او ډیر مالي زیانونه ئی رامنځته کړی دی.
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلې حکومت د خرابو حالاتو په وجه بیړنۍ وضعه یا ایمرجنسي لگولې ده. هرې ضلعې ته ١٠ لاکه روپۍ لیږلی شوې دي او وزیراعلی ١٠ کروړه روپۍ د بیړني حالاتو لپاره مختص کړې دي او کومو ضلعو (ولسږالیو) ته چې ضرورت زیات ؤ هغوې ته ٢٠ او ٣٠ لاکه روپۍ هم ورکړی شوې دي.
هغه وویل د سوبې غرنۍ او میداني ضلعې سیلابونو متاثر کړې دي. هغه زیاته کړه د سوبې په تاریخ کې بدترین سیلاب په کال ١٩٢٩ کې راغلی ؤ خو موجوده سیلاب د هاغه سیلاب نه هم زیات دی.
سیلاب کې د اوبو اخراج ١٧٥،٠٠٠ کیوسک ؤ او په موجوه سیلاب کې د اوبو بهیدل ٢٥٠،٠٠٠ کیوسک دی. چی د سیلاب کچه نوره هم زیاتیدی شی. هغه وویل د سوبې مرکزې ضلعې (ولسوالئ) نوښار او چاسده تر ټولو زیاتې د سیلاب د خطر سره مخ دي
سوبائې وزیر زیاته کړه چې ۴٠٠،٠٠٠ لکه خلک په اوبو کې نښتې دي او امدادي ادارې د موسم د ښه کیدو انتظار کوي چې په هیلې کاپټرونو کې نښختې خلک راوستلی شي.
هغه د خلکو نه غوښتنه وکړه چې سکولونو، تهاڼو او هسپتالونو کې دې ځانونه د سیلاب نه محفوظ ساتلو په غرض پناه واخلي. هغه وویل چې شانگله کې په یوه پروژه کارکونکې نهه چینایان بې درکه شوې دې او ٦۴ نور محفوظ ځائې ته منتقل کړی شوې دي
دغه راز په بلوچستان کې ددې میاشت په شورو کې د بارانونو او سیلابونو له امله ٥٠ تنان وژل شوې دي او امدادي کارکونکې وائې سیمه کې ٥٠،٠٠٠ خلک د سیلابونو نه متاثره شوې دي.
په بره پښتونخوا کونړ ولایت کی هم سیلاب ګن خلک بی کوره کړی مالی او ځانی تاوانونه ئی ور اړولی دی ، بلخوا د نیټو ځواکونو په ننگرهار ولایت کې په سیلاب کې گیر ٢٠٠ خلک محفوظو ځایونو ته منقتل کړی دي.
- د پښتونخوا خبریال -
Thursday, July 29, 2010 0 comments

د پښتون قام

د پښتون قام

د خيبر پښتونخوا د نوي نوم په وياړ د ارواښاد رشتين بابا دا شعر درنو لوستونكو ته وړاندې كيږي . دا شعر په 1322 ش كال له نن نه 67 كاله د مخه ويل شوى او په رسنيو كښې نشر شوى دى .

په درنښت

الحاج فضل الله رشتين

د پښتون قام

پاكه هغه خاوره ده اوسي چې پښتون پكښې
خوند له حده زيات لري مرګ وي كه ژوندون پكښې

واړه پښتون يو ګڼو وي چې په هر ځاى كښې دوي
ګوتې د يو لاس دي ټول ، نشته دى بيلتون پكښې

نه بيليږي ډانګ سره اوبه چيرې متل دى دا
حال هم د پښتون دى دا ، نه راځي بيلتون پكښې

ټول په يو آواز سره غږ د پښتو پورته كړئ
راشئ دې خدمت لره وكړئ ټول ګډون پكښې

لاس د ورورولئ كه مونږ وركړو يو له بل سره
څه چې ماتې کوډې دي را به شي سمون پكښې

خاوره د ميړو ده را پيدا پكښې زمريان دي ډير
تير پكښې سيد، خوشحال ، سينا او افلاطون پكښې

نه دې وي زاغان پكښې ځاى دى د بلبلو دا
ښكلي بلبلان هميش ناست دې وي مأمون پكښې

تش په دې نه كيږي كار ، ځان كه مونږ و ستايو تل
كار هسې پكار دى چې رانه شي سكون پكښې

ګران دى د ليلى وصال هسې رنګ آسان نه دى
هيڅ به يې بيا نه مومې څو نه شى مجنون پكښې

كار په صداقت سره پكار دى هر پښتون لره
لوړ به وي هغه قوم ، وي چې دا قانون پكښې

څوك چې كړي خدمت د قام څه پروا رشتينه شته
بل څوك له هغه ځنې نه شي كه ممنون پكښې


سرطان 1322 ش
- ارواښاد رشتين بابا -
0 comments

د پښتنو هدفي وژنو پرضد قرارداد منظور

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې کراچۍ کې د پښتنو هدفي وژنو پرضد قرارداد منظور

په اسمبلۍ کې دغه قرارداد په متفقه توگه منظور کړی شوې دی چې پکې ویل شوي دي په کراچې کې دی پښتنو وژنه په سم لاسي ډول ودرول شي.
دغه قرارداد کې دا غوښتنه هم شوې ده چې کوم سیاسي گوندونو غړي په دغه پېښو کې ککړ دي د هغو پرضد د گامونه واخستل شي.
قرارداد کې ویل شوي چې مرکزي حکومت او سند ایالتي حکومت دی کراچۍ کې د پښتنو ته تحفظ ورکړي.
د خېبر پښتونخوا مشر وزیر بشېر بلور چې په اسمبلۍ کې یې دغه قرارداد وړاندې کړې دی د لساني ډلې ایم کیو ایم لخوا د عوامي نېشنل پارټۍ پرضد لگول شوي تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې ایم کیو ایم کراچۍ کې روان تشدد پېښو شا ته دی.
په کراچۍ کې دهدف وژنو په پيښو کې یو ځل بیا د چټکتيا راتللو له امله دائتلافي ګوندونو متحده قومي موومنټ او عوامی نېشنل پارټۍ ترمينځ تاؤتريخوالى هم سيوا شوى دى.
په قامي اسمبلۍ کې د ایم کیو ایم نائب پارلماني مشر حېدر عباس رضوي په عوامي نېشنل پارټي تور لگولې چې دغه پارټۍ کراچۍ کې فساد جوړول غواړي.
ایم کیوایم او اې این پي په مرکزی او سند حکومت کې د پېپلز پارټۍ ایتلافیان دي خو کراچۍ کې د هدفي وژنو کې یوبل پرضد تورونه لگوي.

Pakhtunkhwa urges Sindh govt to protect Pukhtuns
Tuesday, 27.07.2010
KP resolution urges Sindh govt to protect Pukhtuns
Peshawar: Khyber Pukhtunkhwa Assembly through a unanimous resolution on Monday demanded of the central and Sindh government to take stern action against the people and those political parties who are involved in targeted killings of Pukhtuns in Karachi and provide protection to them.

The resolution was moved by senior Minister Bashir Ahmad Bilour and Opposition leader Akram Kan Durrani after Speaker Kiramatullah relaxed rules 240 under rules 124 to allow the resolution. The resolution stated that member of Khyber Pukhtunkhwa Assembly strongly condemned the target killings of Pukhtuns in Karachi and demanding of the federal as well as Sindh government to take action against the political parties and the persons involved in the killing of Pukhtuns.

The resolution, which was also read out by PPP Sherpao’s Sikander, Nighat Aurakzai of PML (Q), Munawar Khan of PML (N) and Qalander Lodhi of PML (Q), stated that Sindh government must bring the culprits tobook and provides protection to Pukhtuns.

The resolution stated that members of the Khyber Pukhtunkhwa Assembly are on the back of the Pukhtuns.Bashir Ahmad Bilour, debating in Khyber Pukhtunkhwa Assembly said Pukhtuns in Karachi are being targeted while government is not taking enough steps to protect their lives.PML (Q) female member Nighat Aurakzai said MQM was ‘terrorist’ group and if they are not controlled similar terrorist actions in other cities of Pakistan could also be initiated.

Bashir Ahmad Bilour in his talks with media at Assembly premises also labeled MQM as a terrorist group and urged the government to take steps for protection of Pukhtuns.

The house also offered Fatiha for the departed soul of Mian Rashid, the son of minister information Mian Iftikhar Hussain. Bashir Ahmad Bilour said nation will have to back them against the terrorists. He said they were fighting war for the sake of the nation therefore all political parties should back them.

Bashir Bilour argued all international partners including Nato, Iran, USA, India, Saudi Arabia and Russian and Pakistan to sit together to evolve strategy to cope terrorism. Showing determination, hesaid their courage could not be deterred with such coward acts. Opposition leader Akram Khan Durrani said the sole solution of terrorism is the implementation of joint resolution passed by the parliament.

- د پښتونخوا خبریال -


Enhanced by Zemanta
Tuesday, July 27, 2010 2 comments

پښتون دى وژل کيږى

پښتون دى وژل کيږى

د سکندر او چنګيز خان نه رانيولى، دا لړۍ له پيړيو تکراريږى
پښتون دى وژل کيږى
نه يى چا پوښتنه وکړه نه يى مرګ نه څوک خبريږى
پښتون دى وژل کيږى
ننګرهار که کندهار دى، يواځى پښتون دى بمبارى کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د ترهګر او د طالب په نوم يى نيسى، بيا زندان کى حلاليږى
پښتون دى وژل کيږى
دوستم وژلى پښتانه دي، دشت ليلى ځکه ژړيږى
پښتون دى وژل کيږى
صرف نومونه يى ملګري ملتونه او حقونه د بشر، د زورورو نه پوښتنه کله کيږى
پښتون دى وژل کيږى
چړچي وکړي ستميانو دوستميانو ، خو پښتون غريب په خيټه نه مړيږى
پښتون دى وژل کيږى
پنجشير او شبرغان کى عصرى کورونه جوړ شو،بس دلته هلته د پښتون کوټه ورانيږى
پښتون دى وژل کيږى
ډالر اخلى ستميان او دوستمان، فهيم او ربانى لا نور هم نه مړيږى
پښتون دى وژل کيږى
د چوکۍ او رياست په تمنا، ربانى د اسرائيل په سفارت کى ميلمه کيږى
پښتون دى وژل کيږى
ګټي جنګ کى شمالى ټلوالى وکړي، خو پښتون بد بخته قوم د افغانستانه شړل کيږى
پښتون دى وژل کيږى
پښتون باندى غټ غټ بمونه وار کړه، عبدالله په دغه کارد امريکايانو خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
د جنګ غرامت غواړي پس له جنګه اولسونه، ربانى وايى دا غرامت به روسي ته بخښل کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د حساب کتاب وخت به کله راشى، محکمه د خاينانو به اوس کله شروع کيږى
پښتون دى وژل کيږى
د هاګ محکمه په هسى نوم ده، د افغانستان دا خاينان به کله محکمى ته راښکل کيږي
پښتون دى وژل کيږى
د هيواد د تجزي خبري اورم ، د ستميانو ايرانيانو، خوبونه رښتيا کيږى
پښتون دى وژل کيږى
دعوى کوى پښتون تر اټک او هندوستانه، ګوره پام کوه دا شته افغانستان درنه بيليږى
پښتون دى وژل کيږى
د ايران او امريکا زرګرى جنګ دي، دواړه د افغانستان په تقسيم باندى خوښيږى
پښتون دى وژل کيږى
نه قلم شته نه کتاب او د مکتب نه ليرى تښتى، پښتون جنګ، ټوپک او سنګرته خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
نړۍ پورته شوه اسمان ته په ستورو پاچاهى کړى، بس پښتون دى چى په خاورو کى لوغړيږى
پښتون دى وژل کيږى
د غفلت په خوب ويده دي منتظر دي اسرافيل ته ، دوي به کله لويه خدايه د خوبه راويښيږى
پښتون دى وژل کيږى
اتفاق نکړى ډير افسوس دى سره وژنى، پښتون يواځى دشمنۍ او تربګنې ته هوسيږى
پښتون دى وژل کيږى
نه يى شرم نه حيا شته په زرها و ترى وژل شى ، دا پښتون ولى په دى هم نه شرميږى؟
پښتون دى وژل کيږى
بدل اخلى له تربوره که يى سرځى او که مال، خارجى عسکر يى وژنى بس ډالر ته خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
کودتا وکړله خلقيانو جمهوريت يى را چپه کړ، خو روس پرچم ،ستم ته خوشاليږى
پښتون دى وژل کيږى
دى ګمراه او بدبخت قام ته چى ګورم، نو (پاچا) ځکه شپه او ورځ ژړيږى
پښتون دى وژل کيږى



پاچا
کليفورنيا ¬ امريکا
٢٢ جولاى ¬ ٢٠١٠
Sayed Shah Pacha
- پاچا -




Enhanced by Zemanta
Saturday, July 24, 2010 0 comments

خيبرپښتونخوا : ميا افتخار حسېن ځوې نا معلومو وسله والو وژلى دى


خيبرپښتونخوا : ميا افتخار حسېن ځوې نا معلومو وسله والو وژلى دى

د پاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين يک يو ځوې يوويشت کلن ميا راشد حسين د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوى او دهغه يو بل ملگرى امجد دډزو په دغه پيښه کې ژوبل شوى دى.
ميا افتخار حسين دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت د وياند دنده هم په غاړه لري او څو مياشتې دمخه دپاکستاني طالبانو تحريک هغه ته گواښ کړى ؤ .

د خالي په ماښام يوويشت کلن ميا راشد حسين  دخپلو دوؤ ملگرو سره د نوښار ضلعې د پبو سيمې  په خان شيرگړهۍ کې پياده روان ؤ چې په دغه مهال نامعلومو وسله والو په هغه ناتاره ډزې وکړې ، په دغو ډزوکې ميا راشد حسين او دهغه ملگرى امجد سخت ژوبل شول خو  راشد روغتون ته دوړلو څخه دمخه د زخمونو توان رانۀ وړو او په لاره کې يې ساه ورکړه.
د نوموړي بل ملگرى امجد هم په سخت ژوبل حالت کې دپبو دهسپتال څخه دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوى دى.
ميا افتخار حسين  دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت د وياند دنده هم په غاړه لري او څو مياشتې دمخه  دپاکستاني طالبانو تحريک هغه ته گواښ کړى ؤ چې لکه دافغانستان دپخواني جمهوررئيس ډاکټر نجيب به يې مړى په سړک دپاسه ځوړندولى شي.
ميا افتخار حسين ددغو گواښونو باوجود دخيبرپښتونخوا دحکومت هاغه يواځينى وزير دى چې کله هم  دترهگرۍ څه قسمه پيښه رامينځته شوې ده نو هغه دهررقم ويرې ترهې پرته ددغه پيښې پوښتنه کړې او  روغتونونو او يا هم دپيښې ځايې ته يې  په سم لاسي ډول ځان رسولى دى.
د ميا افتخار حسين يواځينۍ 23 کلن ځوې ميا راشد حسين  دپيښور دپرمختيائي  حکومتي ادارې يا پي ډي اى د اسسټنټ ډائريکټر په توگه ذمه وارۍ ترسره کولې او هغه به هر ماښام د خپلو ملگرو سره  دپښو ازادولو په خاطر پخپل کلي پبو کې  پياده سفر کولو.
په خيبرپښتونخوا کې دواکمن گوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان ډيوه ريډيو سره په خبرو کې  دميا افتخار حسين دځوې دوژنې په سختو ټکو کې غندنه وکړه او وې ويل ترهگر به کله هم په دغسې ناوړه حرکتونو مونږ دامن دتامين او دترهه گرۍ دنوغي ويستلو دهلو ځلو څخه لاس پسر کولو ته مجبور نۀ کړل شي.
اسفنديار ولي خان وويل دا دظلم انتها ده چې ترهگردهاغو خلکو بچي وژني  څوک چې دامن او انسان دوستۍ خبره کوي.
نوموړي وويل ميا افتخار دلوړې حوصلې څښتن او پخپل قام مئين شخصيت دى.
اسفنديارولي زياته کړه هر څو کۀ دميا افتخار حسين دغه ستر غم دزغم ددرشل څخه بهر دى خو عوامي نيشنل گوند دامن او دخپلې خاورې دتحفظ  لپاره دتاريخ په اوږد و کې دغسې ډيرې قربانۍ ورکړي دي.
اسفنديارولي خان زياته کړه عوامي نيشنل گوند به کله هم دترهگرو په دغسې ناوړو حرکتونو  ونۀ ويريږي او دترهگرو په وړاندې به په گونډو نۀ شي

Friday, July 23, 2010 1 comments

پښتو انځوریزی لنډئ

پښتو انځوریزی لنډئ

































































- ترتیب :عبدالقادر مسعود -
 
;