Tuesday, December 28, 2010 0 comments

د پښتون خوب

د پښتون خوب

(زما د ژوند په زړه پورو خاطرو څخه)

زما يو زوی چې په کوچنيوالي کې به يې د شپې د خوب په ځای کې ميتيازې کولې هم خپله په تکليف وو او هم ورسره مونږ په تکليف وو. لازمو درملو او نورو ټوټکو څه تاثير و نه کړ. زوی مې هم لږ غټ شوی وو، خو په تکليف کې يې څه بدلون رانغی. يوه ورځ مې خبره له يوې جرمنۍ سايکالوژيستې (ارواپوهې) سره شريکه کړه. هغې را ته وويل په جرمني کې د دې تکليف لپاره يو ډول نيکرې جوړې شوي دي، او په کې يوه آله ايښودل شوې ده، دغه آله کله چې لږه لمده شي نو په زنګ وهلو پيل کوي او کوچنی له خوبه راپاڅيږي، نو په دې ډول هغه نور د خوب ځای نه لمدوي. هغې ژمنه وکړه چې دا نيکر به د ځانه سره له جرمني راوړي.

بلاخره يې يوه ورځ څو نيکرې ما ته راکړې. په هغې کې يوه آله خپله په نيکر کې وه او له هغې يو لاين تير شوی وو چې د ماشوم په کميس کې غوږ ته نږدې نصب کيده، چې کله آله په زنګ وهلو پيل وکړي، ماشوم يې ژر واورې، له خوبه راويښ او ميتيازې تشناب ته ورسوي.

د شپې مو نيکر زوی ته ورواغوست، ټول خوشحاله وو چې نور له تکليفه بيغمه شو، زوی مې هم خوشحاله وو چې نور به له تکليفه بيغمه او د همزولو له خندا به خلاص شي.

شپه ښه پخه شوې وه، ټول په پاخه خوب بيده وو، چې يو نا اشنا غږ ټول له خوبه راپاڅولو، لومړی وارخطا شوو خو ژر مو د زوی نيکر ته فکر شو. په منډه د هغه کوټې ته ورغلو. زنګ همداسې دوام درلود، زوی مې هم همغسې په ژور خوب بيده وو او خپل ځای يې هم ټول لوند کړی وو. هرڅومره مو چې وښوراوه چې راويښ شي هيڅ تاثير يې و نه کړ، د کورنۍ ټول غړي خو راويښ شوي وو، اوس ډار وو چې ګاونډيان راويښ نه شي، نو نيکر مو له زوی څخه وويسته که اواز يې غلی شي، خو نيکر هماغسې په چغو وو او زوی مو هماغسې بيده. اخر مو په نيکر څو بړستنې او کمپلې واچولې چې اواز يې لږ کم شي، که لږ څه خوب وکړای شو، خو تر ډيره وخته د نيکر ډوب آواز د بړستنو لاندې هم اوريدل کيده.

کله چې د پښتنو اوسنې حالت ته ګورم نو د زوی دا قصه مې را په ياد شي، چې نړۍ او نور ملتونه په څه حال کې دي خو پښتانه لا هماغسې د فيل په غوږ کې په درانه خوب بيده دي، نړيوال خو پريږده زموږ د هيواد لږکيو هم له دوی څخه په هر څه کې وړې ده. د پښتنو دومره ناخوالو، وژلو، بمباريو هم دوی له دې درانه خوبه راويښ نه کړای شو او

 ... - ډاکټر محمد فريد بزګر -
Monday, December 13, 2010 1 comments

د پښتنو يو بل سره د مدد او اوسيدو طريقے

د پښتنو يو بل سره د مدد او اوسيدو طريقے 

1.جانجي  

2. آشر 

3.غوبل 
4. شيبه 
5 . غم 
6 ښادي 
7. پوښتنه 
جانجي--- چه د پښتون په کور به څه هم پاخه شول نه د هغه به د ګووانډيانو خپلو او عزيزانو سره شريکول او په لوخو کښ به يي په ټولو کورونو کښ اوويشل او دغسے به که بل کور څه خه څه پاخه کړي وو نه په هغه لوخي کښ به يي ورته واچول 
داسے به په هر کور کښ 9 يا 10 خوراکونه شول 
دغے ته ضانجي وائي هاهاهاهاهاهاه څومره آسانه طريقه ده
آشر . 
که د چا به فصل زر پوخ شو نو هغوئ به په کلي کښ ډمامه (نقاره) اوکړه او اواز به ئئ داسے کوو 
يا ايماندارو صبا به د سخي ارسلا خان د غنمو ريبلو آشر ويي 
او جوړ ټول به د ډهولکي په درز سره آشر له لاړل او په يو ورح کښ به يي ورته کار خلاص کړو دغسے به بيا د بل نمبر ووو ( دا آشر وخت د سحر د نمونځ نه تر مازديګر تر مونځه پورے وي .
ګوړه غوړي خوړلو يو خه طريقه وه خلقو به پکښ سپورے خيټے هم غوړے کړے هاهاهاهاها
غوبل : کله به چه غنم اوريبلے شول نو ځغه ګيډئ به يي خورے کړے او هر يار دوست به سره د خپل غويي يا آس يا خر دغے ميدان ته لاړو او غنم به يي ورته غوبل کړل او لکه د اشر يا شيبے خوراک به يي هم ووکړو 
شيبه : شيبه د ماسپخين تر بانګه پورے د آشر اسم تصغير دا هاهاهاها
په دے که به صرف پراټهے او چاے وا هاهاهاها غوړي په کښ بالکل نه وي 
غم ښادي : 
په غم کښ د کور والا بلکل په ته ګوتے نه ورړي او تول عزيزان دوستان او ګوانډيان ورله د ميلمنو خدمت د هغوئ د چائ روټئ او د کور والا تر 40 پورے بندوبست کوي 
3 ورځے ورسره دغه خلق په حجره کښ ناست وي 
او په کورونو کښ مستورات يوه هفته او هره جمعه دعا ته جمعه کيږي 
د مړي قبر د حجرے او د تپے ځوانان په 2 يا 3 ساعتونو کښ تيار کړي
ښادي : د ښادئ ټول بندوبست د عزيزانو سره په صلاح مشوره کيږي او په حجرو کښ جرګه را اوغوختے شي چه په فلانکئ ورځ د فلنکي واده دا تاسو نه خدمت غواړم او ټول په کښ ځان حان له کارونه واخلي څوک په غوخو اودريګي چه اخوا ديخوا نه شي 
سوک په کټوو يا په ديګونو مشر شي 
څوک ميلمنو ته بهر د حجرے نه ولاړ وي او هرکلے وائئ 
دخپلو خپلوانو که وس وي نو څوک ميخه په کښ حلاله کړي د خپل طرف نه 
څوک لرګي پيدا کړي اور بلولو ته داسے د ښادئ په کور لګ بوجهـ کم شي 
پوښتنے : 
که څوک مريض به شو پخوا نو په کټ کښ به يي ډاکټر ته يوړو په جماعت کښ د مونځ نه پس به دعا ګانے وے 
د مريض تپوس له به سحر او ماښام تلل دا چه د مريض نه به نازبين جوړ شو او پخپله به خه شو هاهاهاهاهاهاها
نور بيا


Sunday, December 12, 2010 1 comments

ويليکس به د امريکا درې ميليونه لاسوندونه خپاره کړي

ويليکس به د امريکا درې ميليونه لاسوندونه خپاره کړي

د ويکيلکس ادارې اعلان وکړ چې دوۍ به د امريکا نور درې ميليونه پټ لاسوندونه پدې نزدي وختونو کې خپاره کړي. چې دا لاسوندونه د امريکا لپاره تر ټول زيات حياتي ( شاه رګ ) ارزښت لرې. چې دا لاسوندونه اوه ځله د هغه لاسوندونهو څخه چې تېره مياشت ويکيلکس خپاره کړي دي زيات دي، چې د عراق د شخړې په اړه يې ۴۰۰۰۰۰ لاسوندونه خپاره کړي وو.
ويکيلکس چلونکو په تويټر ( Twitter ) کې ويلي دي چې نزدې راتلونکې لاسوندونه د عراق د شخړې د لاسوندونهو په پرتله اوه ځله زيات دي چې دا به يو مياشت واخلي او موږ لا پسې غښتلي کړي.
او په يوبل پيغام کې يې ويلي دي: نزدې مياشت به تاسې نوي نړۍ وګورۍ چېرته چې د ګلوبل تاريخ نوي تعريف لري.
دا به د ويکيلکس دريم ستر خپرنيز وار وي چې په يو ځل په دومره لويه شمېره د هغې وروسته چې د افغانستان د وران ناورين په اړه يې ۷۷۰۰۰ لاسوندونه د جولاي په مياشت کې خپاره کړي وو، لاسوندونه خپروي.
امريکايي چارواکي انګيري چې پدې کې به داځل هغه پټي ټيلفونې خبرې اترې او لاسي ليکل شوي لاسوندونه هم وي چې د امريکايي سفيرانو او ديپلوماتانو له خوا د مينځني ختيځ په اړه راليږل شوي دي او ددې لاسوندونو د وخت نه د مخه خپرېدل به هر څه تس نس کړي او دا مريکا ګټو ته به لوي تاوان ورسوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وارپخوا ويلي دي چې دا لاسوندونه کولي شي چې د امريکا د ( کړنه او ګټه ) پاليسې ولړزوي. او هر څه رسوا کړي.
بهرني مشران او ليډران به هم دا ولولي چې د امريکا ديپلوماتانو او سفيرانو د دوۍ د ژوند په اړه په ليږل شوي لاسوندونو کې واشنګټن ته څه ليکلي لکه د هغوۍ شخصيت، لياقت او ريشتونولي.
چې ددې کال په لومړيو کې براډلي ماننينګ د يو پخواني کمپيوټري غلګر د خولې ويلي وو چې نوموړې ته يې نيغ په نېغه د خبرو پرمهال ويلې دي چې دې پدې باندې تورن شوي چې نومړي دوه لاسوندونه رسوا کړي دي، چې لرونکې د ۲۶۰۰۰۰ بيلا بيلو پاڼو وو.
ماننينګ ټايم ته ليکلي دي چې هغه ورځ لرې نده چې هيلرې کلينټون او د هغې په زرګونو بهرني ديپلوماتان او کارکونکي چې دا لاسوندونه او بهرنۍ پاليسې د خلکو ترمينځ رسوا شوي وويني نو دوۍ به سهار مهال پداسې حال کې وموندل شې چې د شپې به د زړه د حملې د لاسه مړه شوي وي.
خو څېړونکې وايي چې د ويکيلکس له خوا دا علان چې دوۍ به په نزدې مياشتو کې ټول لاسوندونه خپاره کړې او دا خبره يې پرته له جزياتو کړې ده چې کله؟ نو دا امريکا ته يو وخت په لاس ورکوې چې استرليايي تبع، جوليان اسنج باندې فشار زيات کړي. چې لدې کاره لاس په سر شي ځکه هغه دا مهال د سويډن د حکومت لخوا د زنا بالجبر او غير قانوني جنسي اړيکو په تور باندې تورن دې او د سويډن حکومت د نړېوالو او انټرپول پوليسو څخه په رسمي ډول غوښتي دي چې د نومړي په نيولو کې ورسره مرسته وکړي. کله چې اسنج د سويډن څخه وواته او لندن ته لاړه چېرته چې د ويبپاڼې بيخ دی نو په سويډن کې دوه ښځو لخوا تورن شو چې دوۍ سره يې جنسې اړيکې نيولي دي.
مارک ستيفن د جوليان اسنج مدافع وکيل دی وايي چې لګول شوي تورونه بې ځايه او بې بنسټه دي. هغه زيآتوي چې اسنج څخه په کراتو مراتو سويډني چارواکو پوښتنې ګروېږنې کړې دي. او څه يې پرې ندې زبات کړي.
هغه وويل چې دا ټولې خبرې او دعوې چې د اسنج په وړاندې دي يوازې د سويډني څارنوال د خپل قدرت څخه ناسمه ګټه اخيستنه ده چې غواړې اسنج پخپل لګښت سويډن ته په ښکاره ډول ورشي او د ميډيا او رسنيو ترمخه هر څه د سويډني څارنوال په خوښه تېر شي.
د څيړونکو په انګېرنه چې دا کار به امريکا ته وخت په لاس ورکړې چې د سويډن په اړستون ( بنديخانه ) کې په اسنج فشار راوړي چې د هر څه څخه لاس واخلي او پاتې نور لاسوندونه خپاره نکړي.
خو د ويکيلکس چلونکي هم پدې پوهيږي، او د ويکيلکس چلونکو دا هر څه رد کړې دي او دا يې يوه دسيسه بللې ده او ويلې يې دي چې ددوۍ پام يوازې دوه جنګونو ته دې چې هغه په عراق کې روانه شخړه او په افغانستان کې روان ناورين دي چې د امريکا د ناسمو او شيطاني پاليسيو له مخې پکې د ورځې د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند اخيستل کيږې . يو اړخ ته په بې ګناه خلکو بمبار کوي بل اړخ ته تروريستې ډلو ته وسلې ورکوي چې اړ دوړ رامينځته کړې. ترڅو امريکا ته د عامه وژنې دليل په لاس ورشي او همدا راز بهرنۍ پاليسې يې دا سې جوړه کړې ده چې د خلکو ستر مشران په يو نوم او بل نوم بدنام کړي او د خلکو ترېنه نفرت پيدا شي او دغه نه ختميدونکې جنګ لاپسې وغزيږې.
يادونه : پدغه ليکنه کې د د لندن څخه خپرېدونکی ټيلېګراف، امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ او ډي اين سويډني ورځپاڼې څخه ګټه اخيستل شوې ده.
Dr. Najibullah Zakhilwal
- ډاکټر نجيب زاخېلوال -
 
;