Wednesday, August 4, 2010

پښتانه دي چې شول غرق په سيلابونو



پښتانه دي چې شول غرق په سيلابونو





د مرګي سويري رپيږي په سرونو
ټپوسان په طمع ګرځي د لاشونو

څوک چې پاتي له بارودو مړدکو وو
هغه مړه کړل سيلابونو بارانونو

پړسيدلي،بدبوداره کالبوتونه
د اوبو د پاسه ګرځي په سيندونو

يو محشر دے څوک د يو بل خبر نه دي
د مرګي کومي ډکيږي د نفسونو

يو افت نه وي چې بل په رانازل شي
پښتانه دي چې شول غرق په سيلابونو

زمکه مور ده په سينه ئې بچي مړه دي
اسمان بدې چارې وکړې د قهرونو

دا د يوې ورځې افت نه دے فيروزه
په دنيا قهر راځي د اسمانونو








در په در خاورې په سر شول پښتانه
که د لر دي که د بر شو ل پښتانه

کوم غضب دے چې په دوئي نه دې راغلې
ريز مريز زير او زبر شول پښتانه

فسادونه ،جنګ جدل، وينې او لوې
په هر لور سنګ و څپر شول پښتانه

زلزلې دي زول سيلئ دي طوفانونه
په عجب قهرونو سر شو پښتانه

بارانو او سيلابونو په مخ يوړل
ټول لاهو په سمندر شول پښتانه

نه ئې څوک والي وارث شته مددګاره
هم بې کوره هم نهــر شول پښتانه

داسې کومه خطا شوې ده فيروزه
چې د بدو نه بد تر شو پښتانه


Poet: Feroz Khan Apridy
- فیروز خان اپریدی -



Enhanced by Zemanta

0 comments:

Post a Comment

 
;