Tuesday, July 13, 2010

پښتنو راویښ شی



پښتنو راویښ شی

پښتنوغیرتی وطن موویښ بیدارځوانان غواړی
لر او بر وطن مو زلزلی غوندی لړځان غواړی
پښتنو په اتفاق باندی وطن نه ګلستان جوړ کړی
لر او بر وطن مو انقلاب ته خړ زمریان غواړی

پښتنولکه نوم دپښتون خواغوندی انقلاب وکړی
لراوبر پښتنانه په یوه اتحاد باندی انقلاب وکړی
پښتنو هر غلیم او غدار ته لوی ګوزار ورکــړی
لراوبرپښتانه موپه غم باندی بندی انقلاب وکړی

وطن څخه دا هر غم درد ژړا ورکول غواړی
پښتنو وطن مو له هر بلا څخه ژغورول غواړی
وطن مو د بل چالپاره په ډیربی رحمی سوزیږی
پښتنو که بلا خپله یا پردی وی غورزول غواړی

په ناهقه دبل چالپاره نـن ټول پښتونستان ژړیږی
پښتنو وطن کی مو ډیر مزلومان غریبان ژړیږی
په ناهقه هر خوا څخه ولی وژل کږی ورکـــیږی
پښتنو دغه ظلم ژړاته مو د هوا مرغان ژړیږی

افغانستان بیرته بیا روښانول په جهان غـواړی
پښتنو زمونږ یوځای کیدل کله ګاوڼډیان غواړی
افغانستان مو کته او پورته دا ظالمان یی ژړوی
پښتنوراویښ شی انقلاب لوی افغانستان غواړی

د دغه ظلم اودرد چا پښتنه وکړه ولی ځوریږی
پښتنو کوم دوست پښتنه وکړه ولی وهل کــیږی
دغه بد حالت په مونږ د چا په خاترولی تیریږی
پښتنو ولی خپل کورکی کډوال شوی ورکـــیږی

له وطن څخه مونوم دتروریست پاکیدل غواړی
پښتنو په یوالی مو دغه بلاعفت ورکیدل غواړی
له وطن څخه دغه غمونه د دموکراسی ورکـړی
پښتنو دغه ظلمونه دا بد حالت ځوریدل غـــواړی

ولی د چا په خاتر هر وخت قربانیږی تبا کــــیږی
پښتنو ولی هر لارښود مو وژل کیږی تبا کــــیږی
ولی د چا لپاره ډیر بی چاره پښتانه مو وژل کیږی
پښتنوخپل منزکی صوله وکړی ځوریږی تبا کیږی

هر صوله اول خپل منزکی بښنه خوشحالی غواړی
پښتنوخپل منزکی پوخلا شی وطن خپلواکی غواړی
هر اتفاق او اتحاد مو وطن ته رڼا اوکامیابی راوړی
پښتنو وطن اوژوند موخپه خپه ده خوشحالی غواړی

خدایه لپاره ویښ شی ورک کیږی بی غوری بس کړی
پښتنو خپل منزکی هر کین او بوغض دښمنی بس کړی
خدایه په دوعا د ذبیح الله مونږ پښتانه نور راویښ کړی
پښتنو مدرسی او ښوونځی مو ولی سو ځوی بس کـړی

دبل دارمانو لپاره ولی دخپل کور وطن تباهی غـــواړی
پښتنو ولی د خپلو اولادونو د ژوندون تباهی غـــــواړی
دبل په لمسون دا ورانول تباهی سبا بیا جوړول غـواړی
پښتنو نور راویښ شی هرڅوک مو بیلتون تباهی غواړی



PASHTO RAP
ZABIHULLAH SHARIFI
- ذبیح الله شریفې -

0 comments:

Post a Comment

 
;