Tuesday, July 6, 2010

پښتو د بې شميره ژبو مور ده...؟

پښتو د بې شميره ژبو مور ده...؟

چا ې پلو د مخه پورته نه كړى
پښتو لا هسى بكهره پرته ده

خوشحال بابا چې د پښتو دپاره بې سارې چوپړ وهلې دې تراوسه د اروښاد سيالي په دى اړه نه دى ژيژيدلى او بله دا چې د خوشحال خان خټك وارو سړى په پښتنو كښې څه چې په نړۍ كښې ډېر لږ ژيژيدلي دي او يو داسې څوك چې په يوه وخت هم د تورې خاوندو او هم د قلم ددې څخه علاوه د پښتنو په د هغه ننګيالى كښې د لوئى څښتن لخوا دومره څه وركول شوي وو چې څوك ې احاطه او اټكل نه شې كولى. د وخت د نړۍ د يوې لوئى امپورا تورې سره په كلو كلو جګړى كوى (مغل اورنګزيب عالمګير) بلې خواته د قلم څخه ې هغه ډول ملغلري راڅاڅي چې څوك دا ګمان نه شى كولې چې يو سړى او په يوه وخت دومره كارنامې ددي سره سره چې د مغل شهنشاه پاللې لاس پو څو په كور او د كور څخه د باندي سر ورته راپورته كړي و دوى وپښتو ته د ډېر څه وركولو سره سره هغه پورته وړاندى شوى وصيت وپاته پښتنو ته كړى دې چې و پښتو ته تراوسه ډېر څه كول پاته دي پښتو يوه پټ خزانه ده كه د هغه زيرمه را واستل شې پښتون به و خپل اوج ته ورسيږي او پښتنو به نړۍ والو ته ورڅرګنده كړي چې ددې اصل او نسل څه دي كه ارواښاد خوشحال بابا په جګړو او د خپلې خاورى د ځغورلو په مبارزه كښې نه نوي راګير شوي او د يوه آزاد او خپلواك هيواد كښې د خپلو خدائى(ج) وركړي صلاحيتونو څخه بشپړه كار اخستو وخت وركول شوى وى نو به ارواښاد د هغه كار پخپله كړي وي او د پښتو مخ به ونړۍ والو ته څرګند كړي وي.
د بده مرغه په دا څو پيړيو كښې يوه ډله او سړي نه شو پيدا چې د خوشحال خان خټك و د هغه وينا او وصيت ته ځير شوي وي چې دوي څه وائي كه څه هم په دا وروستې پيړى كښې د پښتو اكيډمي جوړي شوي دي چې د اكيډمي كار هم داوي چې د ژبو چيړني په هر اړخيزه لاره كيږي. دا ډول دادبياتو زده كړى په لويه كچه كيږى ادبي ټولنې او غورځنګونه د كلو كلو څخه كار كوي د پښتو ژبى لوئي لوئي پوهان شته خو دوي هم داسې كارنه دي كړي چې د بابا وصيت ته ارزښت وركړي وي زموږ ټول زور يواځي په شعر او شاعري باندي ختلې دى چې يوه ډبره پورته كړي بې شميره شاعران به ووينې خو كه د نثر خبره راشې نو په ټول لربر كښې چند دي نن هم يو خوشحال بابا په هغه ټولو باندى درونددي ددې سره سره چې د نړۍ هر ډول آسانتياوي د دوي په لاس كښې دي دلته هر يو لوستې او نالوستې راغورځيدلي دي چې د خوشحال رحمان او د پښتو د نورو كلاسيك شاعرانو و ځائي ته د رسيدو لنډه لار هم داده..؟
اوس راځو خپلې خبري ته پوهان وائي چې پښتو د بې شمير ژبو مور ده او په دي كښې هم شك نشته چي پښتو تر شپږو زرو(6000)كلو څخه هم د مخه د ولس ژبه وه خو د بده مرغه په دي اړه موږ هيڅ هم په لاس كښې نه لرونو بيا به څه كوو..؟ كه لاس په لاس كښيږدو نو به د هغه دواړي وينا وي به هم داسي پاته وي. يو خو كه د پښتو پوهان راپورته شي نو به ارومرو و يو ځائي ته ورسيږي كه چيري موږ په خپلو څيړنو كښې ودي ځائي ته ورسيږو چې هو پښتو تر شپږ زره كاله د مخه وه نو دي خبري ته به موږ نزدې شو چې هو پښتو د څو نورو ژبو مور ده، او ددي سره سره موږ به ددي وړهم وګرځو چي زموږ تهذيب هم دومره زوړ دي، لكه موهنجو ډېرو او نورو لكه د جدله او فرات همځولي وي. يا تردې هم ډېر پخوانې وي، خو دا هغه وخت كيدي شې چې موږ په جوړو شوو اكيډميو كښې د پلټنې او ژب چيړنى څانګې جوړې كړو، او په د هغه څانګو كښې د نړۍ والو پوهانو څخه مرسته واخستل شي او د دولت او د حكومتو لخوا مرستې وغوښتل شې په زياته بيا د افغان دولت څخه داسې هم د پښتو ټكې تورې چې د نړۍ د يو شمير په پخوانيو ژبو كښې ليدل كيږى چې ځينې تورې خو هم داسې ويل كيږى خو ځينو لږ و ډېر بڼه بدله كړي ده، لكه د پښتو اګي انګريزى FATHER --- EGG او نور.... اګي چې يو ډېر پخواني نوم دى او د پښتو خپل تورې دي ځكه چې په فارسي كښې اګۍ ته تخم ويل كيږى دا تورې د فارسي څخه پښتو ته نه دى راغلي كه څه هم ډېر پوهان دا وائي چې پښتو او فارسى دواړي خوندي ژبى دي نو اوس به داخبره سپنيږي چې اګى يا (EGG) د پښتو څخه و انګليسي ته تللې دى كه د انګليسي څخه پښتو ته دا ډول بې شميره داسې نور تورې موږ په انګليسي كښې موندلي شو خو هغه وخت چې موږ چيړنه او پلټنه وكړو دا وخت يوه ډېره ښه موقعه او وار پښتنو ته په لاس ورغلي دي، بې شميره پښتانه د نړۍ په كونج كونج كښې دا وخت ژوند كوي او زياترو د دهغه ملكو ژبى زده كړي دي كه دوى لږ خوارى په ځان يوشې او داسې تورې دوى سره پرتله كړى او راټول ې كړى او موږ ته په دهغه ايميل (بريښنا ليك) Dailyzalaand@geo.net.pk
د خپل نوم سره او داړونده ژبى د نوم سره را واستوي يا ې د پښتو و بل مركز ته واستوى نو به دا كار ډېر آسانه شې چې د نورو چيړنو وروسته به ارومرو و يوې داسې پريكړى ته ورسيږى چې زما ګرانه پښتو په رښتيا هم د ډېرو ژبو مور ده كه يا..؟ زما خپله نه جرمنې زده ده نه روسي خو داسې اوريدل كيږى چې په دا دواړو ژبو سره د پښتو ډېر تورې ګډوالي لري. خو دا هغه څوك ښوولي شې چې د يوه پښتانه نه يواځي د هغه دواړى ژبى ښه زده وي، بلكې نورې اروپائى ژبى هم زده وي.
كله كله چې زه د پښتو و د هغه انګريزي ته ورته تګ لاره وو ينم چې قائده يا ګرائمر هم ورته ويل كيږي ګوته په غاښ ورته پاته شم چې دا د دواړو ژبو يو په بل اغيزي دي كه قدرتي خبره ده او د هغه تګ لاره هري ژبى و ځان ته خپله غوره كړي دي د بيلګى په ډول.
۱.. موږ پښتانه وايو چې يو سړي وو، د سړى په لاس كښې كتاب وو.
انګريزان وائى......
THERE WAS A MAN, THE MAN HAD A BOOK
۲.. پښتو:.. زۀ يوه راډيو لرم دراډيو ږغ سم نه دى
I HAVE A RADIO BUT THE VOICE OF RADIO IS NOT WELL
و ګورى په پښتو كښې په لومړى جمله كښې يو تورې يو سړي راځي به انګريزى كښې هم A MAN د يوه سړي دپاره راځې او په دويمه برخه كښې د سړي جمله راځي چې په انګريزى كښې و پښتو ته كټ مټ THE MAN دي.
په دويمه جمله كښې بيخي ودى ته ورته زه يوه راډيو لرم دراډيو بشپړه و پښتو ته ورته A RADIO او په دويمه برخه كښې THE RADIO چې ددې څخه دا څرګنديږى چې د عام وګړى توكى دپاره پښتو يو ګاروي او انګريز د يوه دباره A ګاروي او بيا پښتو كښې د ځانګړى سړى يا توكي دپاره دى راوړى او انګريزى THE د ځانګړى سړى يا توكى دپاره د يا دى ګاروي څومره يو بل ته سره ورته دي.
اوس نو د اګى او د چرګۍ غوندي پوښتنه راپورته كيږي چې كومه يوه د مخه و ژيژيده، هم دا ډول اغيزى پښتو په انګريزى وكړي كه انګريزى په پښتو كه يا دا قدرتى خبره ده زما په اند دا قدرتي نه ده نو اوس به وچيړل شي، چې پښتو د مخه كه انګريزي..؟ نه و دا كار چيړنه غواړي خو چيړنه په يوه سړى نه كيږى كه موږ ټول په ګډه كار وكړو نو كيدي شي، چې د خوشحال بابا وصيت په ځائي شې..
- عبدالجبار كاكړ -

0 comments:

Post a Comment

 
;