Thursday, July 22, 2010

ښاغلى سليم راز سره څو خبرى



ښاغلى سليم راز سره څو خبرى

د نامتو ليكوال شاعر سياسى شنونكى ښاغلى سليم راز سره څو خبرى عبدالجباركاكړ
نزدي دولس بجى وي دعمر ګل عسكر صاحب ټيلى فون راغلى او پوښتنه راڅخه وكړه چى چيرته ماورته وويل چى په پريس كونسل كښې يم راشه څه وخت وروسته عسكر صاحب راغلي چائى وشوي د هغه وروسته دوي ويل چى راز صاحب چى په فلانى هوټل كښې دي الته به ولاړشو څه خبرى اترى به ورسره وكړو كه راز صاحب او زګاروو نو دغرمي ډوډي سست به ورته وكړو ماورته وويل چى سمه ده ولي ددي واره چى سليم راز صاحب راغلى دي ماهم نه دي ليدلي ګرمي خو داسى هم په جولائى كښې وي خو په آسمان وريځى وي نو زياته ګرمى نه ښكاره كيده موږ چى ځانګړى هوټل ته ورسيدو ښاغلىسليم راز د حپلى خوني څخه راوتلي وو ولى چى بريښنا بنده شوي وه او په خونه كښې ګرمى وه د هوټل د ميلمنو په ځائى كښې د څه وخت دپاره د حال احوال دپاره كښينستو بيا دا پريكړه وشوه چى ولاړ به شو په يوه هوټل كښې به ډوډي وخورو خو راز صېب وويل چى يوه داسي هوټل ته ولاړ شو چى ډوډي ئې ساده وي موږ روان وو چى په لاري د چړپ باران پيل شو ددي پاره چى ناؤده نه شو و يوه ځائى ته ودريدو خو باران ډير چژ وو او دريدو نوم ئې نه اخستي خو خير هوټل ته ورسيدو ډوډي وخوړل شوه او بيا د شنو چايو دپاره اود څه خبرواترو دپاره يو بل څائى كښينستو او په روانو په زياته بيا به پښتو باندي زموږ خبرى اترى راګرځيدي چى څنګه وكولي شي چى پيښتو د نړۍ د نورو ژبو په ليكوكښې ودريږى ولي چى پښتو د نړۍ د لويو ژبو څخه يوه ژبه ده خو راز صېب وويل چى تر هغه وخته د ښوونځي ژبه او بيا د دفتر ژبه چى اقتصادى بڼه هم ولري نه وي خپله كړي وده نه شې كولي دوي وويل چى زموږ سياسى ګوندونه هم په دي اړه څه نه كوي د پښتو او پښتون په نامه دوي سياست كوي خو په عمل كښې داسي نه ښكاره كيږى نه د هغه سياسي وطن پاله چى ورته ويل كيږى دوى كله هم په اسلام آباد كښې په پارليمان كښې داسي ږغ پورته كړي دي ماورته ويل چى په پاكستان كښې د ټولو ژبو سره ښه نه كيږى دي كه د پاكستان د نورو قوميتورڼ انده دانشوران او ژب پوهان سره راغونډكړو او په ګډه وحكومت ته وړانديځونه وړاندي كړو چى و هر زده كونكى ماشوم ته دي دده .په مورنى ژبه زده كړي وركول كيږى ولي چى دا د هر ماشوم بشرى حق دي او كوم ماشومان چى په خپله مورني ژبه لومړي زده كړي كوي د هغه ساري په بلى ژبى دويلو څخه نه ترلاسه كيږى ښاغلى سليم راز وويل چى داكار هم موږ كړي وو موږ پښتانه، پنجابيانو، سندهيان او،بلوڅانو او نورو اردو ژبى رڼ اندو دوړانديځونو يودوه مخى ليك (DRAFT) جوړ كړي هغه موږ لاس ليك او د آئينى كميټى و مشر سينټر رضا ربانى ته موو سپاري هغه چى وپارليمان ته وړاندى كړي د پارليمان غړو دهغه بشپړه مخالفت وكړي بلكي داي وويل چى ددهغه ژبو په ځائى دوي دا وړانديځ وكړي چى په كاردي چى عربىژبه د مورنيو ژبو په ځائى په ښووښځيو كښې پيل شي خو د بده مرغه دهغه قام پرستر ګوندوهم زموږ ددهغه وړانديځونو ملاتړونه كړي او خبرى هم په هغه ځائى پاته شوه عمر ګل عسكر وويل كه ده يوه خپل ځاني ښوونځي پيل كړي په هغه كښې به د اردو انګريزي د څنګه پښتو هم كښې لوستل كيږى ماورته وويل چى داسي نه شي كيدي ولي كه پښتانه خبر شول چى په ښوونځي كښې پښتوورته ويل كيږى هغه به په خپل ماشومان ستا د ښوونځى څخه وباسى ولي چى پښتانه د خپلى ژبى څخه بيګانه شوي دي بلكي ويرول شوي دي ولي كه حكومت دوي وليدو بدچلن به ورسره وكړي داخو دحكومتو كاردي چى دوي اعلان وكړي چى ماشومانو ته پخپله مورنى ژبه زده كړي وركول كيږى او د پښتو په ګډون د پاكستان ټولى ژبى په اقتصاد كښې برخمن شى، خو راز صېب وويل چى په خيبرپښتونخواكښې د مارشل را د وخت دګورنر په وينا په لومړيو ټولګي كښې پښتو ويل كيږى او اولس داي اين پى حكومت تياري نيولي دي چى د نوي تعليمى كال د پيل كيدو سره به تر دولسم پوري په پښتو ژبه زده كړي لازمي شي خو ماروته وويل چى د بلوچستان د بلوڅ پښتون ګډايالت كښې موږ ددي څخه بى برخي يوولي چى دلته وپښتوژبى ته په دي اړه مشكلات نشته خو بلوڅي او بروهي ژبى چى ترپښتو پاته دي هغه مشكلات لري نو حكومت باندي چى دوي واك او اختيار زيات دي چى دوي ونه غواړي نوڅنګه به دا كار كيږي خو بيا هم كه د بلوڅو او پښتنو مشران سره غونډ شي نو د اواري لاره به ارومرو راووځي خو دوي دواړه لوري دا هم نه كوي كه پښتانه پخپله كلكه غوښتنه وكړي پواځي پښتو هم وښوونځى ته راوړل كيدى شي.
په خبرواترو كښې په دي هم غوروشو چى په دي دوران كښې ما داخبره وكړه چى پښتو كه څه هم ډيره پرمختيا په دي څو كلو كښې كړي ده خو دهغه پرمختيا يواړخيزه ده هراړخيزه نه ده اوس هم زياته زور په شاعري باندي دي او څومره كتابونه چى چاپول كيږى په هغه كښې زياتره بلكى ټوله شاعري وي اود هغه كتابونه زياتره ډالى كيږى چى د ماسره پخپله د شاعري دومره كتابونه راټول شوي دي چى ويل ې هم راته ګران دي عمر ګل عسكر صېب وويل چى زما هم دا حال دي او اوس دا كوم چى د شاعري كتابونه د نورو كتابوڅخه وباسم او شاته ئې واچوم په خبرو كښې داخبره هم رامخ ته شوه چى څنګه وكول شي چى دپښتو ونثر او ليك ته دپښتنو پام واړول شې ولي چى پخپله په پښتو كښې ډير څه كول غواړي عسكر صېب او راز صېب چى دواړه ښه شاعران هم دي په دي وخت راز صېب وويل چى دارښتيا خبره ده چى په پښتو كښې شاعرى دومره ډيره شوي او كيږى چى وبلى خواته چى پښتو وده په وكړى هيڅوك پام نه اړوي ددي دمخه چى راز صېب څخه پوښتنه وشي دوي پخپله وويل چى د نوم د جوړولو دپاره شاعري يوه لنډه او آسانه لاره ده خو پښتو كښې شاعرى دومره ډيره ده چى خپل ارزښت ئې دلاسه وركړي دي دوي ډاكټر اسرار صېب چى د پاڅون مردان مدير اعلا دي هغه حواله وركړه چى ډاكټر صاحب وائى چى په كار دي چى په پښتو شاعرى قانونى بنديځ ولګول شي راز صېب ووي چى يواځى په شعر او شاعرى پښتانه پرمختيا نه شي كولي په كاردي چى په پښتو كښې د ژوند دهرى څانګى كتابونه وليكل ژباړه شي اله پښتو د نړي مخ تللو ژبو كښېځائى جوړ كړي په ناسته كښې په افغانستان كښې د پښتو په حالت هم خواښنى وكول شوه راز صېب په ورځپاڼى ځلاند هم نيوكه وكړه چى شاعرى برخه ئې زياته ده هغه ډول دوه ساعته د هغه ليدنه پائى ته ورسيده او دوي دواړه د اكيډمي ادبيات كوټى دفتر ته ولاړو.
داسي نه چى څوك د شعر او شاعرى مخ نوي كول غواړى خو رښتياخبره داده چى په پښتو ژبه ښه شاعران دومره ډير دي چى شمير ئى نه شي كيدي نو په دي خبره موږ ټوله پوه يو چى هر شي ډير وي هغه خپل ارزښت دلاسه وركوي زموږ كه څوك لوړى زده كړي لرى يا كه لږ هغه ټوله دشاعري وخواته مايل دي . نو دا خو څرګنده خبره ده چى د يوي ژبى پنګه يواځي شاعري نه ده بلكى دنورو ژپو وارو د ژوندد ټولو څانګو كتابو ضرورت دي ولي كه داسي نه وي نو بيا يوه ژبه د نړۍ دپرمخ تللوژبو په ليكو كښې نه شي دريدلي په كاردي چى زموږ لوستلي وګړي نه يواځى پخپله په پښتو ژبه كتابونه وليكى بلكى د نورو ژبو څخه په بيلو بيلوڅانګو كښې وبښتوته را ژباړه كړي كه يو څوك په كرهنه او زراعت كښې لوړي زده كړي په كاردي چى هغه په دي اړه كتاب وليكى او داسي نور ولي چى موږ نه شو كولي چى كيمسټرى ټيكنالوچى او نورى څانګى ليكونه په شاعرى كښې وكړو دبده مرغه زموږ شاعرانو طبع داسي جوړ شوي دي چى دوي دارشاد ارشاد په چپه بل څه نه اوري زۀ دوه دري واره د شاعرانو غونډي ته ورغلى وم ماورته وړانديځ وكړي چى په پښتو كښې وډير كاركولو ته اړتيا ده په كارديچى ودي خواته موږ پاملرنه وكړو او ځينى داسى تورى هم راو باسو چى په ډيرو ژبو كښې سره ګډه او مشترك وي او بيا دا و ګورو چى دا تورى كومى ژبى څخه اخستل شوي دي بيلګى په ډول داګي (EGG)تورى دي يا د پار(FOR) تورى دى چى په انګريزى او پښتو كښې يوه مانا لري داسى د دي (THE) ګاريدل په دواړو ژبو كښې يو دل ګارول كيږى كه داسى پلټنى كه د انګريزى په ګډون په نورو ژبو سره پرتله شې نو به ډير څه موږ ولاس ته راوړوكه څه هم په دي غونډه كښې ډير د لوړو زده كړو سړي ناست ووخو د دوي عكس العمل دستائيني وړنه وو په كار وو چى دوي ډيرليوالتيا ښكاره كړي وي خو زۀ خپله ځينى بى هيلى شوم او دا اټكل مي وكړي چى دا يو سوچ (TREND) دي چى د هر شاعر سره مل دي ددهغه سوچ مخ به ګرځول وي داسي هم چى ګورو د باندنيو رسنېو او ددوي پروګرامونه و شاعرى ته زياته ارزښت وركوي چى دا موږ يوه د سيسه وبولو كه...؟



پښتون 

وايي اغيار چي ترهګر دى پښتون
زۀ وام د مينې پيغمبر دى پښتون
چي څنګه دي هغسې نه پيژني
ځكه له وخته مرور دي پښتون
كه مري دارو د منت نۀ خوري د چا
ځان ته طبيب ځان ته نشتر دى پښتون
فكر او خيال يې دومره لوړ كړي پرواز
چي د جبريل كيڼى وزر دي پښتون
رڼا دستورو ته محتاجه نۀ دى
خپله رڼا په خپله لمر دي پښتون
د ظلم باد يې ټيټولاى نۀ شي
د هر طوفان مخې ته غر دى پښتون
د نيا يې تنګه په نظر كښې ښكاري
هم سمندر هم قلندر دي پښتون
خداى دي كړي بيرته په يو ځاى په اتفاق
پاشلى وخت كه لر اوبر دي پښتون
وايي اقبال داردو ژبې شعر
د آسيا زړۀ اوځيګر دي پښتون
پام چي سينه ورسره ونۀ وهې
په دواړه خوا تېره خنجر دي پښتون
كه څوك تپوس كوي چى څوك دى پښتون؟
كوټه، كابل او پېښور دي پښتون
تل دى د امن طلبګار عديمه!
چى څوك يې وڅېړي بيا شر دى پښتون
نورالدين عديم ثاني
...........
Khaghali Salim Raz sara Tzo khabari
By: Abdul Jabar Kakar
Send By: Muhammad Naeem Kakar
- عبدالجباركاكړ -

0 comments:

Post a Comment

 
;