Tuesday, December 28, 2010 0 comments

د پښتون خوب

د پښتون خوب

(زما د ژوند په زړه پورو خاطرو څخه)

زما يو زوی چې په کوچنيوالي کې به يې د شپې د خوب په ځای کې ميتيازې کولې هم خپله په تکليف وو او هم ورسره مونږ په تکليف وو. لازمو درملو او نورو ټوټکو څه تاثير و نه کړ. زوی مې هم لږ غټ شوی وو، خو په تکليف کې يې څه بدلون رانغی. يوه ورځ مې خبره له يوې جرمنۍ سايکالوژيستې (ارواپوهې) سره شريکه کړه. هغې را ته وويل په جرمني کې د دې تکليف لپاره يو ډول نيکرې جوړې شوي دي، او په کې يوه آله ايښودل شوې ده، دغه آله کله چې لږه لمده شي نو په زنګ وهلو پيل کوي او کوچنی له خوبه راپاڅيږي، نو په دې ډول هغه نور د خوب ځای نه لمدوي. هغې ژمنه وکړه چې دا نيکر به د ځانه سره له جرمني راوړي.

بلاخره يې يوه ورځ څو نيکرې ما ته راکړې. په هغې کې يوه آله خپله په نيکر کې وه او له هغې يو لاين تير شوی وو چې د ماشوم په کميس کې غوږ ته نږدې نصب کيده، چې کله آله په زنګ وهلو پيل وکړي، ماشوم يې ژر واورې، له خوبه راويښ او ميتيازې تشناب ته ورسوي.

د شپې مو نيکر زوی ته ورواغوست، ټول خوشحاله وو چې نور له تکليفه بيغمه شو، زوی مې هم خوشحاله وو چې نور به له تکليفه بيغمه او د همزولو له خندا به خلاص شي.

شپه ښه پخه شوې وه، ټول په پاخه خوب بيده وو، چې يو نا اشنا غږ ټول له خوبه راپاڅولو، لومړی وارخطا شوو خو ژر مو د زوی نيکر ته فکر شو. په منډه د هغه کوټې ته ورغلو. زنګ همداسې دوام درلود، زوی مې هم همغسې په ژور خوب بيده وو او خپل ځای يې هم ټول لوند کړی وو. هرڅومره مو چې وښوراوه چې راويښ شي هيڅ تاثير يې و نه کړ، د کورنۍ ټول غړي خو راويښ شوي وو، اوس ډار وو چې ګاونډيان راويښ نه شي، نو نيکر مو له زوی څخه وويسته که اواز يې غلی شي، خو نيکر هماغسې په چغو وو او زوی مو هماغسې بيده. اخر مو په نيکر څو بړستنې او کمپلې واچولې چې اواز يې لږ کم شي، که لږ څه خوب وکړای شو، خو تر ډيره وخته د نيکر ډوب آواز د بړستنو لاندې هم اوريدل کيده.

کله چې د پښتنو اوسنې حالت ته ګورم نو د زوی دا قصه مې را په ياد شي، چې نړۍ او نور ملتونه په څه حال کې دي خو پښتانه لا هماغسې د فيل په غوږ کې په درانه خوب بيده دي، نړيوال خو پريږده زموږ د هيواد لږکيو هم له دوی څخه په هر څه کې وړې ده. د پښتنو دومره ناخوالو، وژلو، بمباريو هم دوی له دې درانه خوبه راويښ نه کړای شو او

 ... - ډاکټر محمد فريد بزګر -
Monday, December 13, 2010 1 comments

د پښتنو يو بل سره د مدد او اوسيدو طريقے

د پښتنو يو بل سره د مدد او اوسيدو طريقے 

1.جانجي  

2. آشر 

3.غوبل 
4. شيبه 
5 . غم 
6 ښادي 
7. پوښتنه 
جانجي--- چه د پښتون په کور به څه هم پاخه شول نه د هغه به د ګووانډيانو خپلو او عزيزانو سره شريکول او په لوخو کښ به يي په ټولو کورونو کښ اوويشل او دغسے به که بل کور څه خه څه پاخه کړي وو نه په هغه لوخي کښ به يي ورته واچول 
داسے به په هر کور کښ 9 يا 10 خوراکونه شول 
دغے ته ضانجي وائي هاهاهاهاهاهاه څومره آسانه طريقه ده
آشر . 
که د چا به فصل زر پوخ شو نو هغوئ به په کلي کښ ډمامه (نقاره) اوکړه او اواز به ئئ داسے کوو 
يا ايماندارو صبا به د سخي ارسلا خان د غنمو ريبلو آشر ويي 
او جوړ ټول به د ډهولکي په درز سره آشر له لاړل او په يو ورح کښ به يي ورته کار خلاص کړو دغسے به بيا د بل نمبر ووو ( دا آشر وخت د سحر د نمونځ نه تر مازديګر تر مونځه پورے وي .
ګوړه غوړي خوړلو يو خه طريقه وه خلقو به پکښ سپورے خيټے هم غوړے کړے هاهاهاهاها
غوبل : کله به چه غنم اوريبلے شول نو ځغه ګيډئ به يي خورے کړے او هر يار دوست به سره د خپل غويي يا آس يا خر دغے ميدان ته لاړو او غنم به يي ورته غوبل کړل او لکه د اشر يا شيبے خوراک به يي هم ووکړو 
شيبه : شيبه د ماسپخين تر بانګه پورے د آشر اسم تصغير دا هاهاهاها
په دے که به صرف پراټهے او چاے وا هاهاهاها غوړي په کښ بالکل نه وي 
غم ښادي : 
په غم کښ د کور والا بلکل په ته ګوتے نه ورړي او تول عزيزان دوستان او ګوانډيان ورله د ميلمنو خدمت د هغوئ د چائ روټئ او د کور والا تر 40 پورے بندوبست کوي 
3 ورځے ورسره دغه خلق په حجره کښ ناست وي 
او په کورونو کښ مستورات يوه هفته او هره جمعه دعا ته جمعه کيږي 
د مړي قبر د حجرے او د تپے ځوانان په 2 يا 3 ساعتونو کښ تيار کړي
ښادي : د ښادئ ټول بندوبست د عزيزانو سره په صلاح مشوره کيږي او په حجرو کښ جرګه را اوغوختے شي چه په فلانکئ ورځ د فلنکي واده دا تاسو نه خدمت غواړم او ټول په کښ ځان حان له کارونه واخلي څوک په غوخو اودريګي چه اخوا ديخوا نه شي 
سوک په کټوو يا په ديګونو مشر شي 
څوک ميلمنو ته بهر د حجرے نه ولاړ وي او هرکلے وائئ 
دخپلو خپلوانو که وس وي نو څوک ميخه په کښ حلاله کړي د خپل طرف نه 
څوک لرګي پيدا کړي اور بلولو ته داسے د ښادئ په کور لګ بوجهـ کم شي 
پوښتنے : 
که څوک مريض به شو پخوا نو په کټ کښ به يي ډاکټر ته يوړو په جماعت کښ د مونځ نه پس به دعا ګانے وے 
د مريض تپوس له به سحر او ماښام تلل دا چه د مريض نه به نازبين جوړ شو او پخپله به خه شو هاهاهاهاهاهاها
نور بيا


Sunday, December 12, 2010 1 comments

ويليکس به د امريکا درې ميليونه لاسوندونه خپاره کړي

ويليکس به د امريکا درې ميليونه لاسوندونه خپاره کړي

د ويکيلکس ادارې اعلان وکړ چې دوۍ به د امريکا نور درې ميليونه پټ لاسوندونه پدې نزدي وختونو کې خپاره کړي. چې دا لاسوندونه د امريکا لپاره تر ټول زيات حياتي ( شاه رګ ) ارزښت لرې. چې دا لاسوندونه اوه ځله د هغه لاسوندونهو څخه چې تېره مياشت ويکيلکس خپاره کړي دي زيات دي، چې د عراق د شخړې په اړه يې ۴۰۰۰۰۰ لاسوندونه خپاره کړي وو.
ويکيلکس چلونکو په تويټر ( Twitter ) کې ويلي دي چې نزدې راتلونکې لاسوندونه د عراق د شخړې د لاسوندونهو په پرتله اوه ځله زيات دي چې دا به يو مياشت واخلي او موږ لا پسې غښتلي کړي.
او په يوبل پيغام کې يې ويلي دي: نزدې مياشت به تاسې نوي نړۍ وګورۍ چېرته چې د ګلوبل تاريخ نوي تعريف لري.
دا به د ويکيلکس دريم ستر خپرنيز وار وي چې په يو ځل په دومره لويه شمېره د هغې وروسته چې د افغانستان د وران ناورين په اړه يې ۷۷۰۰۰ لاسوندونه د جولاي په مياشت کې خپاره کړي وو، لاسوندونه خپروي.
امريکايي چارواکي انګيري چې پدې کې به داځل هغه پټي ټيلفونې خبرې اترې او لاسي ليکل شوي لاسوندونه هم وي چې د امريکايي سفيرانو او ديپلوماتانو له خوا د مينځني ختيځ په اړه راليږل شوي دي او ددې لاسوندونو د وخت نه د مخه خپرېدل به هر څه تس نس کړي او دا مريکا ګټو ته به لوي تاوان ورسوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وارپخوا ويلي دي چې دا لاسوندونه کولي شي چې د امريکا د ( کړنه او ګټه ) پاليسې ولړزوي. او هر څه رسوا کړي.
بهرني مشران او ليډران به هم دا ولولي چې د امريکا ديپلوماتانو او سفيرانو د دوۍ د ژوند په اړه په ليږل شوي لاسوندونو کې واشنګټن ته څه ليکلي لکه د هغوۍ شخصيت، لياقت او ريشتونولي.
چې ددې کال په لومړيو کې براډلي ماننينګ د يو پخواني کمپيوټري غلګر د خولې ويلي وو چې نوموړې ته يې نيغ په نېغه د خبرو پرمهال ويلې دي چې دې پدې باندې تورن شوي چې نومړي دوه لاسوندونه رسوا کړي دي، چې لرونکې د ۲۶۰۰۰۰ بيلا بيلو پاڼو وو.
ماننينګ ټايم ته ليکلي دي چې هغه ورځ لرې نده چې هيلرې کلينټون او د هغې په زرګونو بهرني ديپلوماتان او کارکونکي چې دا لاسوندونه او بهرنۍ پاليسې د خلکو ترمينځ رسوا شوي وويني نو دوۍ به سهار مهال پداسې حال کې وموندل شې چې د شپې به د زړه د حملې د لاسه مړه شوي وي.
خو څېړونکې وايي چې د ويکيلکس له خوا دا علان چې دوۍ به په نزدې مياشتو کې ټول لاسوندونه خپاره کړې او دا خبره يې پرته له جزياتو کړې ده چې کله؟ نو دا امريکا ته يو وخت په لاس ورکوې چې استرليايي تبع، جوليان اسنج باندې فشار زيات کړي. چې لدې کاره لاس په سر شي ځکه هغه دا مهال د سويډن د حکومت لخوا د زنا بالجبر او غير قانوني جنسي اړيکو په تور باندې تورن دې او د سويډن حکومت د نړېوالو او انټرپول پوليسو څخه په رسمي ډول غوښتي دي چې د نومړي په نيولو کې ورسره مرسته وکړي. کله چې اسنج د سويډن څخه وواته او لندن ته لاړه چېرته چې د ويبپاڼې بيخ دی نو په سويډن کې دوه ښځو لخوا تورن شو چې دوۍ سره يې جنسې اړيکې نيولي دي.
مارک ستيفن د جوليان اسنج مدافع وکيل دی وايي چې لګول شوي تورونه بې ځايه او بې بنسټه دي. هغه زيآتوي چې اسنج څخه په کراتو مراتو سويډني چارواکو پوښتنې ګروېږنې کړې دي. او څه يې پرې ندې زبات کړي.
هغه وويل چې دا ټولې خبرې او دعوې چې د اسنج په وړاندې دي يوازې د سويډني څارنوال د خپل قدرت څخه ناسمه ګټه اخيستنه ده چې غواړې اسنج پخپل لګښت سويډن ته په ښکاره ډول ورشي او د ميډيا او رسنيو ترمخه هر څه د سويډني څارنوال په خوښه تېر شي.
د څيړونکو په انګېرنه چې دا کار به امريکا ته وخت په لاس ورکړې چې د سويډن په اړستون ( بنديخانه ) کې په اسنج فشار راوړي چې د هر څه څخه لاس واخلي او پاتې نور لاسوندونه خپاره نکړي.
خو د ويکيلکس چلونکي هم پدې پوهيږي، او د ويکيلکس چلونکو دا هر څه رد کړې دي او دا يې يوه دسيسه بللې ده او ويلې يې دي چې ددوۍ پام يوازې دوه جنګونو ته دې چې هغه په عراق کې روانه شخړه او په افغانستان کې روان ناورين دي چې د امريکا د ناسمو او شيطاني پاليسيو له مخې پکې د ورځې د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند اخيستل کيږې . يو اړخ ته په بې ګناه خلکو بمبار کوي بل اړخ ته تروريستې ډلو ته وسلې ورکوي چې اړ دوړ رامينځته کړې. ترڅو امريکا ته د عامه وژنې دليل په لاس ورشي او همدا راز بهرنۍ پاليسې يې دا سې جوړه کړې ده چې د خلکو ستر مشران په يو نوم او بل نوم بدنام کړي او د خلکو ترېنه نفرت پيدا شي او دغه نه ختميدونکې جنګ لاپسې وغزيږې.
يادونه : پدغه ليکنه کې د د لندن څخه خپرېدونکی ټيلېګراف، امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ او ډي اين سويډني ورځپاڼې څخه ګټه اخيستل شوې ده.
Dr. Najibullah Zakhilwal
- ډاکټر نجيب زاخېلوال -
Thursday, November 25, 2010 0 comments

اباسین او کابل

اباسین او کابل

تحریر : محمد فاروق خټک ریاض سعودی عرب

اباسین
ورک شه اباسینه ستا د ظرف قیصي مي اولیدي
دوه څاڅکی باران سره ستا شور چپي مي اولیدي

مونږه پښتنو به په نغمو کښي یادولي ته
ستا په ظلم وران د پښتنو کوڅي مي اولیدی

بچی دِ راته مړه کړل پښتني خویندي سرتوري شوي
ورک شه چرته بل خوا ستا زړي رشتي مي اولیدی

زه خو سمندر یم راترغاړه شه چه اوګورو
ځان به درنه هیر شی که زما چپي دِ اولیدي



شاعر : نا معلوم

اي دریابه د کابله
اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

په تا هسي نازیدلو
بي معني خوشحالیدلو

کور کوڅی دِ راته ډوب کړل
در په در شو یو په بله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

په نغمو مو یادولي
په سندرو کښي ستایلي

ستا چپي راته عذاب شوي
پښتونخواه دِ کړه بدله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

ته قاتل د پښتونخواه شوي
په څو څاڅکو بي وفا شوي

د خپل کور دِ کړو بي کوره
خپله لار دِ کړه بدله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

پښتونخوا دِ کړه ویجاړه
ټوله زمکه دِ کړه شاړه

ټول وګړی در په درشول
خواه دِ یخه شوه پاګله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

ستا اوبه راته عذاب شوي
هر پښتون لره عتاب شوي

ستا نخري مو پکار نه دی
تا به ستایو مونږ اوس څه له

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

ستا د غاړي خلق تښتی
ستا چپي شولي بد بختي

اعتبار مو له تا لاړو
بي وفا شوي تل تر تله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله

د خوشحال کور دي برباد کړو
هر پښتون دِ په فریاد کړو

د اجمل ګوڅي شوي شاړي
د خټک د څنګه زغله

اي دریابه د کابله
چرته ورک شه ځه په بله





۸ نومبر ۲۰۱۰ کنډ خیرآباد د کابل سیند په غاړه -
اباسین او د کابل سیندونه د سمیي دوه لوېي او نوموړی سیندونه دی – ډیرو سترو سترو شاعرانو په خپلو اشعارو کښي ستاېلی دی- او ډیري لیکني ورباندي شوی- ولي د تیرو بارانونو او سیلابونو په سبب اوس نو څه نوی لیکني منڅ ته راغلی چه نظر پکښي بدل ښکاری -
خپل د ما ما ځوېی انجنیر حیات خټک راته په موباېل کښی د کوم نامعلوم شاعر کلام د اباسین په نوم راولیږلو- زه هم په تصور کښي د کابل سیند ته مخاطب شوم


Mohammad Farooq Khattak
Factory Admn
International Telecommunication Systems operation .
Riyadh Kingdom of Saudi Arabia
- محمد فاروق خټک -
Friday, November 19, 2010 0 comments

Khyber Television LIVE

Khyber Television LIVE


Powered By: Impact (shafeeq@engineer.com)
2 comments

Khyber News Television LIVE

Khyber News Television LIVE


Powerd By: Impact (shafeeq@engineer.com)
Tuesday, November 16, 2010 0 comments

اختر څنګه وکړم

اختر څنګه وکړم


زه وينې وينې يم پرهر يم اختر څنګه وکړم
پښې ابله پښې يم سرتور سر يم اختر څنګه وکړم

ذهن نه څنګ وران کړم تصوير د خونړو چاودنو
وار مې خطا اوتر اوتر يم اختر څنګه وکړم

د ژوند سامان او ورک بچي په خړ سيلاب کې ګورم
خړو چپو سره په شر يم اختر څنګه وکړم

د وخت يزيد بيا راتازه د کربلا قيصه کړه
تنده مې وژني او نهر يم اختر څنګه وکړم

په دې محشر محشر لمبه لمبه حالاتو کې زه
تالا ترغه يم کور و کر يم اختر څنګه وکړم

اور د بارودو لګيدلی دی زمونږ په کلي
د مرګ له ويرې په سفر يم اختر څنګه وکړم

راته چا پير مړه او زخميان د دهماکو پراته دي
ولاړ د لوي غم په ډګر يم اختر څنګه وکړم

ترهه ګرۍ په مونږه څومره قيامتونه تير کړل
ژوند ميشته کړی په محشر يم اختر څنګه وکړم

زما د سر په سيوري پريوتې ګولۍ د ماټر
ناست د خپل وران کور په کنډر يم اختر څنګه وکړم

چا بی پردې کړې زما خويندې چا سرتورې کړلې
خفه د خويندو په څادر يم اختر څنګه وکړم

د هر پښتون په غم کې زه پوره پوره شريک يم
صابر حساس يم تيز نظر يم اختر څنګه وکړم


رياض سعودي عرب

راليږونکی کشمالی
- ابراهيم شاه صابر -
0 comments

اختر راغلی

اختر راغلی

د افغان کورته چه نن بیا ښکلی اختر راغلی
په خپل موسم کی ځکه بیا ښه بختورراغلی

په لوړ ږغ ناری وهي د خو شا لیو ډ ک دی
د هر چا کور ته میلمه په سمه او غر راغلی

اختر خو هلته بختور وی چه جګړی بندی شي
د سولی هیلی چه را وړی بیا هغه نظر راغلی

افغانه ویښ سه، نوره پریږده دا بد بخته جګړه
په چل او فریب ګوره دښمن په لر او بر راغلی

د ویراو غم ناری وهی، نن په سرو سترګو ژاړی
افغان وطن ته چه نا څا په د لښکرو دا خبر راغلی

دخپل هیواد اوخپلو خلکو،نیک مرغی غواړو مونږ
افغان ولس ته که ریښتیا د سولی یو تود لمرراغلی

د فر یادو نا ری وهم که می څوک ږغ واوری بیا
د نورزی خیا ل ځکه په سوچ او تصور راغلی

- ولی محمد نورزی -
0 comments

اسلام علیکم اختر دی مبارک شه


اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

طنز - اختر ی

اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !
لمونځ روژی قبول دی عبادت شه
د شهید ورور دی ځای جنت شه
پراولادویې دخدای رحمت شه
پر قاتل یې د خدای غضب شه

د افغانانو شوه ټول وران کورونه
پر کورو یې لویږی یوتنی بمونه
په ماجدوکې یې ښخیږی مینونه
مبارک دی دا آزادی اوعزت شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !


میچنې څرخی پر سر د افغان
په کلیو د مرمیو شرپ دی باران
نذرکیږی هره ورځ ښځې ماشومان
د افغان له تروره لاس واخله ځیرک شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

دلته اوسیږي اصلي مسلمانان
نه منی پر مسلمان د خدای احسان
د پسه پر ځای نذر وی هر ورځ افغان
د بیګناه له وژلو تیر چټک شه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

دبی ګناه وژل دی په سزا د ټول جهان
په مین مه ټوټه ټوټه کوه غوښه دافغان
په لږو پیسو مه پلوره خپل ایمان
د افغانانو د وژلو لاس په سر شه
اسلام علیکم مبارک دی اختر شه!

اختر دی خو خوشالی يې نشته
لمر دی خو روښنايي يي نشته
هره ورځ اختری دی معطلي یې نشته
لږ سوچ وکړه سم له د ینه خبر شه
اسلام علیکم مبارک دی اختر شه !

دمسلمانانوخدای نه قبولوی قرباني
چې هر چیري بی ګناه افغانان وژني
اختره ! کله به را شی زموږ ته واقعي
چې موږ ته په سترګه ونه کتل شی د پسه
اسلام علیکم اختر دی مبارک شه !

- محمودنظری 
Thursday, November 11, 2010 1 comments

دحمزه غزل او پښتون تصوف

دپير روښان تحريک ديادولو وړ دے چې دمرزا خان انصارى غوندې شاعر ئې پيدا کړو دادبى پنګې بنياد ددغې تحريک نه لګيدلے دے او دغه نۀ ختميدونکې ادبى سلسله چې تر کاظم خان شيدا راورسيده نو غزل څه نا څه ځوان شوے ؤ ځکه چې شيدا دغزل په روايتى انداز کښې نوې تجربې وکړې او تر ډيره حده کامياب شو دغه نوې تجربې زۀ دغزل دځوانۍ ابتداء ګڼم، چې دحمزه په غزل کښې انتها ته رسى ليکن ددې مطلب دا هر ګز نۀ دے چې ګنې شيدا دخپلو هم عصرو شاعرانو په مقابله کښې دټولو نه ښه غزل ګو شاعر ؤ خو دغزل دجديد انداز سهره ضرور دشيدا په سره ده
دمرزا خان انصارى او کاظم خان شيدا ترمينځه چې کوم نور دنوم شاعران پيدا شوى دى هغه چانه پټ نۀ دى او نۀ ئې څوک پټولے شى خو زۀ ئې ذکر ضرورى ځکه نۀ ګڼم چې دلته زما عنوان غزل دے دا دواړه شاعران مې په دې وجه ياد کړل چې اول الذکر پښتو غزل کښې په اول ځل دتصوف ديو خاص مسلک (وحدت الوجود) بيان ئې ديو خاص تحيکى نظريې په ډول وکړو او پښتو غزل ته ئې لکه دنورو ترقى يافته ژبو روايتى انداز وبخښلو دوحدت الوجود رموز ئې دغزل دنازک مزاج ماتحت په داسې انداز کښې وستائل چې دغزل تازګى متاثره نۀ شوه

موخرالذکر پښتو غزل ئې دنازک خيالۍ او نادرو تشبيهاتو معراج ته ورسولو او دغه دواړه خصوصيات کۀ دچا په غزل کښې په يو وخت راجمع کيدے شى نو هغه صرف او صرف دحمزه غزل دے چې زۀ ورته ((پښتون غزل)) وايم خو دغه تعريف دحمزه دغزل پوره احاطه نۀ شى کولے، ځکه چې زمونږ دشاعر تصوف نۀ خو دمرزا خان انصارى غوندې روايتى تصوف دے او نۀ دهغوى شاعرى دشيدا غوندې دچا بلې ژبې نه متاثره ده، بلکې تصوف او غزل دواړو ته پښتون رنګ ورکول دحمزه دشاعرۍ خصوصيت دے، دحمزه دشاعرۍ نه کۀ ((پښتون تصوف)) وويستے شى نو شايد چې دغزل ئې هغه خوند پاتې نشى. کوم چې تر اوسه برقرار پاتې دے ځکه چې دهغه تصوف په اصل کښې دپښتون ملت، پښتو ژبې او شعروادب دښيګړې دپاره دغزل په جامه کښې يو مسلسل او بې بدله جهاد دے. ځکه چې دهغوى غزل دهغوى دصوفيانه مسلک (وحدت الوجود) ترجمان دے. دابيله خبره ده چې په صوفيانه علامتونو ئې پښتون رنګ دومره غالب دے چې دغزل ترحده دمطالعې په بنياد څوک په دعوې سره نشى شى وئيلے چې ايادهغوى شاعرى دتصوف ماتحته ده او کۀ نه داقامى ادبى تحريک يوه فعاله لارښوونه ده. دحمزه صيب ځان ته خپل رنګ دے خپل انداز ئې دے نوى علامات استعارات او کنايات ئې متعارف کړى دى. دزوړ روايت نه ئې څنګ کړے دے ددې دور نمائنده شاعر دے دوخت نه مخکښې پيدا دے خو دخوشحال خان خټک غوندې بدقسمته نۀ دے چې پخپل ادبى او قامى ژوند کښې ئې ډير لږ ملګرى پيدا کړى وؤ حمزه ځانته بې شميره ملګرى پيدا کړى دى دهر غزل ګو شاعر په غزل کښې دهغه دغزل سرۀ دى پښتو غزل ئې پښتون کړيدے دشعر هر موزون ټکى ته ئې دتقاضې مطابق يو مجسم پښتون هيئت ورکړيدے او دغه مسجم هييت ئې شعر د ((غير پښتون)) مجسم ټکى په مقابله کښې غالب ثابت کړيدے دشعرى تړون دغه ((غالبيت)) او دغه ((مغلوبيت)) دهغوى فنى کمال دے دهغوى صوفيانه اميتاز دے دغه فنى او صوفيانه امتياز او کمال د ((خير)) او ((شر)) ترمينځه يوه نۀ ختميدونکې معرکه ده او اخر د ((شر)) په ((مغلوبيت)) سرته رسى دغزل په تنګ ترش ميدان کښې په ((شر)) باندې د (خير)) غلبه کۀ يو خوا دحمزه فنى کمال په ګته کوى نو بلخوا دهغوى دصوفيانه مسلک دجدت ترجمانى کوى او ځکه زۀ وايم چې حمزه دغزل سره سره دپښتون تصوف پلار هم دے

ماوې چې اوس سترګې پښتنې ولې هندکۍ شوې
نيغ ئې شو باڼۀ وى تادچا خبره وکړه
برند کۀ حوادث دى دوختونو په ککو کښې
زۀ به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم
نن ئې حمزه نۀ ؤ اتحاد دبڼو سترګو
يو دپښتانۀ بل دمغل خبره وکړه

دغه ((هندکے نظر)) دغه د ((مغل خبره)) او دغه ((برند حوادث)) د(شر) علامات دى دانسانيت مرضونه دى دمعاشرې ناروا سلوک دے دزمانې ستم دے د انسانيت په لمن تور داغ دے حمزه په دې لړ کښې پښتنه حوصله پښتون نظر او پښتانۀ باڼه داستعارو کنايو، اشارواو علاماتو په ډول پکاروى. اصل مقصد ئې څه بل څه دے دغه په اصل کښې هغه پښتون تصوف دے نصيحت دے دپښتون بيدارۍ درس دے پښتون ته خپل مقام وريادول دى هغه دخپلې ژبې خدمت ته راپارول دى او دهغوى دروښانه مستقبل لارښودنه ده دغه ټول صفات چې راغونډ شى نو دحمزه غزل ترې سازشى چې دغزل دروايتى تعريف نه ډير بالاتر دے

دپښتنى حسن به خوښ شمه اوس
په هر انداز کښې مې پښتو ښکارى
حمزه سپرلے لا دخيبر نه نۀ ځى
ډيرې غوټۍ په غوړيدو ښکارى
خبرې ډيرې سر ئې يو حمزه
چې خرڅې نۀ کړې په پيسو خبرې
چې سرڅڼه حمزه کولے نۀ شى دپښتو
هر يو زلمى ته وايه چې پښتو مۀ زده کوه
ولوله نيمزاله دحمزه غزل
دازړه صهبا چې وڅښى ځوان به شې
حق به ادا نن دغزل نۀ کړى
پل چې هر څوک زما پل نۀ کړى

اخر ىدرې شعرونه به عام لوستونکو ته ضرور شاعرانه تعلى ښکارى خو دشاعرانه تعلى نه علاوه چې پکښې کوم مضمون بيان شويدے لږ غور غواړى او زۀ يو ځل بيا دا جرات کوم چې په دې شعرونو کښې هم دهغه هم ګير پښتنى احساس اعاده شوې ده چې مخکښې ئې ذکر وشو

دا زړۀ صهبا چې وڅښى ځوان به شى

هغه ټول پښتون ماحول دغې فريضې ته شعورى طور اماده کوى او دغه فريضه خپل دنياوى او اخروى سعادت ګڼى لنډه دا چې کوم درس نورو قامى شاعرانو په مختلفو لهجو کښې قوم ته ورکړيدے حمزه ئې دغزل په جامه کښې ورکول غواړى ځکه چې دصوفيانه مسلک لاروے دے او ددغې مسلک دپاره ټولو نه غوره ميدان غزل دے حمزه دوحدت الوجود حامى دے او لکه څنګه چې نورو صوفيانو ته په دې لار کښې مشکلات پيښ شوى دى حمزه هم ددغه قسمه مشکلاتو سره مخ شويدے حيران دے وار خطا دے دفطرت درازونو متلاشى دے ډير ئې معلوم کړى دى ډير ورته مبهم ښکاره شوى دى مګر دغه حيرانتيا دهغوى دناپوهۍ نتيجه نۀ بلکې په اصل کښې دهغې پوهې اثر دے چې ډير لږ کسان ئې متاثره کړى دى ځکه چې دناپوهۍ احساس په اصل کښې دعلمى کمال معراج دے حمزه په دغه ميدان کښې لکه دزمرى او نر پښتون خپله بې وسى تسليم کړې ده خو پښتون همت ئې په ځائې کښيناستو ته نۀ پريږدى مسلسل تلاش او جستجو بې قراره کړيدے حقيقى محبوب ته رسيدل غواړى ډير مزل ئې کړيدے ډير ورته پاتې دے ستومانه شويدے خو پښتون احساس ئې دمې ته نۀ پريږدى پښتون عشق ليونے کړيدے ليکن مايوسه کيږى نۀ، دمجازى حسن دستائيلو په نوم دغزل دلوازماتو سره سره دتصوف لمن نۀ پريږدى او وائى

ويښتۀ ئې تور او سپين شو ستا په تور او سپين پوئى نۀ شو
حمزه خو هم ددې نه لا تر اوسه غزل ځوان دے

چې ئې اظهار لره الفاظ نۀ مومم
خيال ته زما هسې مضمون راشى

حمزه په دغه عشقى ليونتوب فخر کوى او هم دغه ليونتوب داوښيارۍ انتهاګڼى.

دانۀ دے ليونے چې ګريبان وپيژنى
- ډاکټر يار محمد مغموم -


Wednesday, November 10, 2010 0 comments

دمور او پلار حقوق


دمور او پلار حقوق

دابى امامه نه روايت دے چې يو سړى درسول الله صلى الله عليه وسلم نه تپوس وکړو چې دمور پلا حق څه دے په بچى باندې؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل دادواړه ستا جنت دى او دوزخ هم دى، يعنې سبب دجنت دتلو دى او سبب ددوزخ دتلو هم د ىکۀ درنه خوشحاله وؤ نو دجنت سبب دى او کۀ درنه خفه وؤ نو سبب ددوزخ دى

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې زياته نيکى داده چې دپلار دوستانو سره سړے تعلق وساتى

دمور پلار خدمت کوونکى دمصيبت څخه بچ کيږى، يو اوږد حديث دے چې درې تنه په غار کښې راګير شول ددې مختصر معنى ته غوږ شئ ((دغه درې کسو باندې غار بند شو يو بل ته ئې ووئيل خپل نيک اعمال الله ته وړاندې کړئ چې غار خلاص شى يو ووئيل الله زۀ شپونکے وم اوګډې بيزې چې به مې ولشلې نو اول به مې خپل مور پلار ماړۀ کړه وروسته خپل بچيان او دادالله درضا لپاره نو دغار خُلې نه ګټ معمولى لرې شو اسمان ئې وليد بل ووئيل الله زۀ دخپلې ترۀ لور سره په زنا قادر شوم او دالله دويرې مې زنا ونۀ کړه نو لږ نور هم ګټ کولاؤ شو، بل ووئيل الله زما سره مزدور ؤ مزدورى ئې ماسره پاتې شوه هغه وريژې وې نو ماورله وکرل زياتې شوې سره دحفاظت نه نو ماورله غواګانې واخستلې نو هغه راغلے او بيا ئې ټول هر څه يوړل او دا کار مادالله دويرې او دالله دخوشحالۍ دپاره کړى وؤ ځکه تۀ ورباندې پوئى ئې، نو ګټ لرې شو او هغه دغار څخه بهر شول وروڼو دحديث څخه معلومه شوه چې دمور پلار خدمت به دخپلو بچو نه مخکښې کوئ او الله به دے دمصائبو څخه ساتى

دمور پلار سره نيکى دعمر درازۍ او رزق پراخۍ سبب دے، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى څوک چې په دې خوشحاليږى چې ددۀ عمر اوږد شى او رزق ئې پراخه شى نو دمور پلار سره دې نيکى وکړى او صله رحمى دې خپلوانو سره قائمه کړى

رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائيلى دى چې دوه خبرې دى چې قبلولے شى او دې کښې هيڅ شک نشته دمظلوم ښيرې، دمسافر ښيرې او دپلار ښيرې دخپل زوې پحق کښې

رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى الله چې وغواړى نو دهرې ګناه سزا قيامته ته وروسته کوى مګر دمور پلار نافرمانى نۀ وروسته کوى ځکه ددې جرم کونکى ته په دنيا سزا ميلاويږى. داتجربه شوې خبره ده چې چا دخپل پلار سره بد سلوک کړے نو هغه سره ئې زامن هم بد سلوک کوى دمور او پلار نافرمانه جنت ته نۀ داخليږى ، رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى چې جنت ته منان (يعنې قطع کوونکے دصله رحمۍ) نۀ داخليږى او نۀ دمور پلار نافرمانه او نۀ هميش څښونکے دشرابو

مور پلار په نعمتونو کښې داسې نعمت دے چې لرې شى نو بيا ئې دراتلو کوم امکان نۀ وى لهذا ددې نعمت ډير خيال ساتل پکار دى

او ددې خيال عبادت هم ا والله پرې هم خوشحاليږى لکه الله ج فرمائى

((رب ستا فيصله کړې چې ديو الله عبادت وکړئ او دمور پلار سره نيکى کوئ کۀ چيرته يو ددوى نه بوډا شو او يا دواړه نو داسې کلمه ورته مۀ وايه چې دوى پرې خفه کيږى او مۀ ئې رټئ دواړه نر مه او دعزت وينا کوه او دواړو ته درحمت وزر ښکته کړه او داسې ووايه په چې اے ربه په دوى رحم وکړه لکه چې زما تربيت ئې په ماشوموالى کښې کړيدے))

پورتنى ايت کښې د ((اف)) کلمه ((وړه کلمه چې مور او پلار ته ترې ضرر رسى)) نو منعوالے ئې وکړه نو دهغه چا به څه حال وى چې په خپل پلار شرميږى ځکه زيات تعليم يافته او خپلو ملګرو په مخ دهغه پلار راشى نو هغه ترې انکار وکړى او دهغه چا به څه حال وى چې پلار ته ستغې ستغې خبرې کوى او همداسې ورته کنځل کوى او يا ورته وائى تۀ ساده ئې مجلس کښې خبرې مۀ کوه

دمور پلار شکر دالله شکر سره پيوسته دے

الله ج فرمائى زما شکر اوباسئ او دمور پلار هم شکر ادا کړئ او زما طرف ته ستاسو راتلل دى. ابن عباس رض وائى چې درې ايتونه دنورو دريو پورې پيوسته دى يو نۀ قبليږى تر څو بل نۀ وى ادا شوے

دالله ج قول دے. (دالله ج او درسول ص اطاعت وکړئ. نو څوک چې دالله اطاعت کوى او دهغه درسول نۀ کوى نو دانۀ قبليږى

٢: دالله ج قول دے ( مونځ ادا کوئ زکات ورکړئ. څوک چې مونځ کوئ او زکات نۀ ورکوئ نو دا مونځ نۀ قبليږى

٣: دالله ج قول دے( زما او دمور او پلار شکر ادا کړه څوک چې دالله شکر ادا کوي او دمور پلار نۀ ادا کوي نو نۀ قبليږى

دمور پلار خبره منل سبب دجنت دے

درسول الله ص نه روايت دے چې پوزه دې په خاوره ککړه شى بيا دې ککړه شى بيا دې ککړه دهغه چاچې مور پلار دواړه يا يو ددوى بوډا توب وخت کښې ژوندى وى او دے جنت ته داخل نه شى. مطلب دحديث شريف دادے چې کۀ چيرته چا دمور او پلار دشريعت مطابق خبره ومنله نو الله ترې خوشحاليږى او چې الله خوشحاله شى نو خپل جنت کښې به ورته ځائې ورکوى. کۀ مور پلار درنه خوشحاله وى نو الله هم خوشحاله وى او کۀ خفه وى نو الله هم خفه وى

درسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت دے فرمائى چې خوشحالى (رضا) درب په رضا او خوشحالۍ دمور پلار سره وى او غُصه (خفګان) درب دمور پلار په خفګان او غُصې سره وى))

دحديث نه معلوميږى چې مور پلار درنه خوشحاله وى نو الله هم خوشحاله وى


(((Khyber)))
- قارى هدايت الله ناصح

Thursday, October 21, 2010 0 comments

اسلام، سوله،(صلح)او جرګه د سیاست په ډ ګرکی


اسلام، سوله،(صلح)او جرګه د سیاست په ډ ګرکی

زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د څلویښتو کلنو را په دی خواه د اسلام، سولی او جرګی چیغي او ناری ډیری ګرمی او تودی دی. ددولت د سیاسی سټو د واک او قدرت د ټینګولو اوبقا لپاره ټولو واکدارانو ددغو دریو پاکو کلیموڅخه ډیر کاراخیستي دي.مونږ ټوله ددی دورو عینۍ شا هدان یوو چه د تیرو څلویښتو کلنو په جریان کی نا کا مه او بی کفا یتو دولتی چارواکو د خلکو پا ک احساسات د خپلوکرغیړنواو نا وړو ګټو لپاره د جرګۍ ،سولی، اود اسلام د نا مه څخه کار اخیستی دی .اودا وسیله یې خپل هدف ګرځولی ده. ولی دا لړۍ او سلسله لاتراوسه پوری روانه ده، چه څرنګه او په څه چل خپله نا پاکه اراده پر خلکو باندی تحمیل کړی او په خپله د خپلی خو ښی حکو مت وکړی
نو راځی چه دا دری واړی پاکی او سپیڅلی کلیمی لږ څه توضیح او تشریح کړو:
۱: اسلام ، اسلام د نړۍ د ټولو مسلمانانو هغه پاک او سپیڅلی دین دي چه دسولی او روغی جوړی ، ملی یووالی او وحدت، همکاری او کومک، صداقت اوراستي، سعادت او نیک بختي ، عدالت او ریښتنولی او هم دارنګه دټولو مسلما نا نو وړونو تر منځ ددوستی او ورورګلوی فضا منځ ته راوړی. او سر بیره پردی په اسلام کی د ټولو مسلما نانو وړونو د ستو نځو او مشکلاتو په وخت کی د غوره او پوره مکملو اسلامی او شرعی قوانینو په چو کاټ کی ور ته بیلا بیل هدایتونه او توضیحات راغلی دی، چه د هر مسلمان ورور لپاره د ټولوچارو د حقوقی او شرعيتی رعایتونو قوانین پکی په ښه توګه تضمین شوی دي او د هر مسلمان ورور د منلو وړ دی .
۲ :سوله ، سوله دژوند هغه ښکلا ده چه انسان د جهل اوغفلت له حا لت څخه د روښنا یې لوری ته بیایې او د خلکود ملتونو دامیدونو اوهیلو ډیوی بلی سا تی.سوله د ټولی نړی د بشری قا نونیت د حقوقو د ښه تضمین سمبول او زیری دی. چه د انسانی ژوند د ټولو چارو یعنی د نژاد، تبعیض، کرکی ، نفرت او دجګړو د ختمولو ارمان او الهام پکښی نغښتي دي . د سولی د طبعیت ښکلا او ځلا د قو مونو او اولسونو د وفاداری او نیک مرغی سمون ته لاره پرانیزی .او دژړا اوسلګیو ناوړی او ویرجنی حا لت ته د خندا او خو شالی هیلی ور بخښي. نو ځکه سوله ټول انسا نان غواړی،او د جنګ اوجګړو کرغیړن ناورین حا لت ته د پای ټکی ږدی. په دی هکله سوله د انسا نانو د اجتاعی چا پیر یال د ژوندون یوه ښه بیلګه ده او د خوشا لیو او نیک مرغیو زیر مه ده.
احمد شاه بابا په دی هکله داسی وایې:
ځان به ویښ کړو هری خوا ته،هری خواته ر قیبان دي .
یو په بل می سره وژنی وایو خپل یوو ، غلیمان دي
۳: جرګی او مشوری د افغا نانو په منځکی یو معمولی پخوانی دود دی. چه د قومونو اوقبیلو په منځ کی د جنګ او جګړی په وخت کی خپلی شخړۍاو ستونځي د جرګي او مشوری له لاری حلیږی.څرنګه چه مونږ وینو په کلیو با نډو ولسوا لیو اوولا یتو کی چه کله یو قوم دبل قوم یا یو ه کورني د بلی کورني په مقا بل کی مدعا او دښمنی لری نو دکلی مشران او سپین ږیری په یوه ځا ی کی سره را ټولیږی او ددی مدعا او دښمنی دورکولو او له منځه وړلو لپاره فیصلی کوی.په جرګه کی د دواړو خواوو استازی او نما ینده ګان حضور لری.د جرګی پریکړی د دواړو متقابلو له لوری منل کیږی. اوددی ناوړی پیښی حل و فصل ته د مشرانود فیصلو پریکړه اعلانیږی، چه بیاد ټولو د قبول وړ ګرځي.ولی دجرګی استازی د هیچا په طرف یوه اړخیزه او بی ځا یه پریکړی نه کوی، بلکه دشخړو او ستنځو د واقیعی بند او بست چاری د وجدان د حقیقی قضاوت پر بنیاد و دواړو خواووته په ډاګه اعلانوی او متقا بلی خواوی هغه بیا په عمل کی پلي کوی .
ددغو پور تنیو دریووسیلوڅخه د نن او پرون د واک خاوندان اود قدرت تږی خود خوا او جا ه طلبه چا رواکي داسی ګټی اخلی، چه دخلکو ملا تړ په همدغه لاره کی یعنی چه د اسلام سولی او جرګی نوم په کښی ذکر شوی وی خپل هدف او مقصد لاسته راوړي . دوی تر بل هرچا دعدالت سولی جرګی او اسلام ناری او چیغی وهی او خپلی ناوړی کړنی او آرزوګانی د زور، جبر، ظلم او پیسو په کومک سره د خلکو پر اراده د روا حق څخه د نا روا حق په لوری د استفادی په توګه مختلفی لاری چاری پکار اچوی اوددی هدف لپاره هیڅ زړه سوی او خواخوږی نلری. او د هیچا دغم اودرد پروا هم نه لری ولو که دا کار ددوی لپاره د سر په زیان او تاوان هم تما م شی . .
دا چار واکی په سپینه او رڼا ورځ د خپلو شخصی ګټو لپاره کله کله لویه جرګه ، کله د سیمی د امن جرګه، کله د ملی پخلاینی جبهه، او کله هم د سولی د امن شورا او داسی نوری جرګی داسی تنظیم اودایریوی چه د خلکود اصلی استازو د ګډون نه پرته منځ ته راځی، او دوی خپلی روانی تبلیغوی چاری داسی پکښی تنظمیوی چه ددوی ښګیڼی او ګټی پکښی نغښتی وی. او خلکو ته وايې چه ګواه کی مونږ دا ټوله په ریښتیا سره هم ستا سو لپا ره غواړو اودا ستا سواو دخلکو ملی ارمان او پیغام دی. مګر مونږ ستاسو اصلی او واقیعی خد مت ګاران یوو. .
ولی په اصل کی ددغو جرګو ټول غړی ددولت لوړپوړی چارواکی، د خلکو تش په نا مه بی هویته متنفذین او ملا یان، د جهاد په نا مه د افغانانو ددرو لسیزو دجګړو او شخړو پیژندل شوی توپک سالاران او جنګ سالا ران،په غرب کی میشت فاسد بیروکراتان اودهیواد په کچه خونخوار او نا اهله ملکان او بی پته مشران تشکیلوی. چه ددوی په وجود کی دا سپیڅلی ارمان هیڅ کله او هیڅ وخت دعمل ډګر ته نه رسیږی. او د سولی د کاروان دا پا کی هیلی نشی پلی کیدلای، ولی لکه یو متل چه وایې: کوږ بار تر منزله نه رسیږی. مګر ددوی دقدرت دا واګی او چاری که نوری هم په نا وړه او نا جایزه توګه د خلکو تش په نا مه محکمی اوټینګی شی ولی دایمی پا یښت نه لری. .
دغه بی هویته او بی پته مشرانو زمونږ د ګران هیواد پلازمینه کابل دومره ویجاړاو دړی وړی کړ چه زمونږ تا ریخ یې په دووسوو کلنوکی ساری نلری . دوی اول د پاک اسلام په نا مه په خپلو کی پر یوولسو تش اسلامی ډلو ټپلو وویشل شول او بیا وروسته هر یوه د خپل بقا او پا یښت لپاره په خپلو کی د جنګ او جګړی د خرپ ناورین او نا تار پیل کړ .دغه دوطن دښمنا نو په څلورو او پنځو کلنو کی د هیواد د بیت المال ټوله شتمنی لوټ کړه، د افغا نستان څو کلنه اردو او دفا عی سیستم یې دړی وړی کړی ، د هیواد د کلنو کلنو دفاعی ملی شتنمی ذخیری لکه: جنګی ټانګونه، جنګی او څر خی الوتکی په زرګونو نوری دفاعی مرمی او جنګی وسیلی او ترانسپورتي وسیلی چه د هیواد ددفاع د عزت او پت اوځمکنی تمامیت د ژغورولو لپاره پخوانیو دولتی واکدارانو د مختلفو هیوادو څخه پلورلی وی ،او هم دارنګه د دفاعی پر سونل افراد چه په مسلکی هوایې او زمینی زده کړو سمبال وو، د ظا بط د رتبی څخه بیا تر ستر جنرالی تر کچه پوری ټولو د هیواد په کچه او معیار ددفاعی څانګو وتلی مسلکی کار پوهان د لویې تجربی خاوندان او زړه ور سپاهیان در لودل چه په هیواد که دننه او بهر يې لوړی مسلکی زده کړی کړی وی داسی له منځه یو وړل چه تر نن ورځی پوری ددغو ټولو وسیلو او دفاعی او مسلکی پر سونل نښی او نښا نی نه لیدل کیږی . ټولی زروی درنی وسلی اوجنګی مهیمات یې ټوله د ګاو نډیو هیوادو په شخصی پانګوالو باندی خرڅ کړل
مګر نن همدغه څیری د هیواد په داخلی ساختمان او جوړښت کی ستر رول لری.
دوی دپارلمان اکثره څوکی، ددولت د اجرائیه ، مقننه او قضا یې قواوو په لوړ پوړو څوکیو او هم دارنګه د ولایت نه تر علاقداری تر سطحی پوری یې ټولی دولتی کړۍ په خپل واک او قبضه کی نیولی دی. دوی زیا تره غیر مسلکی ،غیر تعلیمی او د تحصیل د کچی ټیټ کسان دی چه په دولتی او حکومتی چاروکی هیڅ تجربه او سا بقه نه لری
نو دا سیاسی څټی د هیواد د سولی او جوړی بند او بست ته هیڅکله خو شاله نه دی.ځکه دوی په خپله تر پوښتنی او تحقیق لاندی دی چه د خپلو کړونو او ناوړو عملونو ته ځواب ووایې او د قضاوت او عدالت حساب او کتاب ته غاړه کښیږدی.
- ولی محمد نورزی -
0 comments

Jirga; Speedy Justice of Elders


Jirga; Speedy Justice of Elders

By: Dr. Mumtaz Bangash, Director of IMC
What is not decided in the Jirga will be decided by bloodshed.
The Jirga is one informal institution that has very formal effects on the Pakhtoon society in general and the tribal Pakhtoons in particular. It is dubbed the bulwark of liberty and independence in the Pashto-speaking world. ´´The Jirga, by which most community business, both public and private, is settled in the North West Frontier Province (and also Balochistan), is probably the closest approach to Athenian democracy that has existed since times immemorial. The Jirga represents the essence of democracy in operation under which every individual has a direct say in shaping the course of things around him. Practiced this way, democracy operates as a spiritual and moral force instead of becoming an automation of votes,´´ writes Syed Abdul Qudus in his book, The Pathans
The Jirga is a customary judicial institution in which cases are tried and rewards and punishments are inflicted. From the outset, the use of the Jirga is limited not only to trials of major or minor crimes and civil disputes but it also assists in resolving conflicts and disputes between individuals, groups and tribes. It is the only vehicle by which the political administration in the tribal areas dispenses justice.
Because the political administration lacks the authority to enforce peace, a Jirga is constituted to make a truce and place a Tiga, literally a stone, between the warring parties. The origins of the Jirga are lost in the midst of history. It may have been indigenous to the Pakhtoon society or may have been brought over by the Central Asian invaders.
The Jirga has, however, helped to enrich the Pakhtoon culture and values. The discourse among the people in the Jirga is an effective way to teach the young ones the real meaning of Pashtoonwali, the all-encompassing code of conduct, including Nang and Siali, the codes of honor and social equality.
Sitting in a circle, the Jirga has no speaker, no president, no secretary or convener. There are no hierarchical positions and required status of the participants. All are equal and everyone has the right to speak and argue, although, regard for the elders is always there without any authoritarianism or privileged rights attached to it. The Jirga system ensures maximum participation of the people in administering justice and makes sure that justice is manifestly done. It also provides the umbrella of safety and security to the weaker sections of the tribal people from the mighty ones.
Besides settling inter-tribal disputes, the Jirga is also used to conduct the tribes´ relations with the outside world. The British maintained their relations with the tribes through the Jirgas, both in the NWFP, Balochistan and across the border in Afghanistan. They offered written treaties guaranteeing non-interference in the tribal affairs, so long as the Jirgas recognized the suzerainty of the Raj. The Government of Pakistan honors these treaties and has made similar ones of its own. Thus the Jirga is a formally recognized institution in the tribally administered areas of Pakistan.
There is also the more common and informal Jirga that operates in the tribal areas, which does not have any legal administrative authority. This is known as the ´Maraka´. Literally, Maraka stands for Opinion. It is a general assembly of people in which important collective issues are discussed, opinions sought, and decisions taken. Thus a Maraka may represent a whole tribe, a clan, a sub-clan, a section, or even a single family, depending on the nature of the issues for which it is convened. Unlike the Jirga, it does not carry a government sanction but represents the collective will of people, all the same.
There are various types of Jirgas that exist in the contemporary tribes. Most notable among these are

Sarkari Jirga
Established under the Frontier Crimes Regulation (FCR) 1901, the magistrate, the political agent or his assistant can designate a group of elders to try a criminal or a civil case. The FCR authorizes settlement of quarrels by this Jirga that arise out of blood-feuds, relating to zan, zar, zamin (women, wealth and land) and all other questions affecting the Pakhtoon honor and way of life. This Jirga can inflict a maximum penalty of up to fourteen-year imprisonment.
Qaumi or Ulusi Jirga
The Ulasi Jirga is an assembly of the elders comprising each household of a certain village or community. It is convened to discuss matters such as collective property, rights and distribution of irrigation water, or common concerns, like selection of a site for a school, etc.
Shakhsi Jirga
This Jirga is formulated in case a dispute arises between two individuals or families. The Jirga members are chosen from both the parties to arrive at a just settlement acceptable to both sides.
Selection of the Jirga
The selection of the Jirga members varies according to the type of Jirga. For Sarkari Jirgas, usually the members are selected from the notable elders or the Maliks of the area. In a Shakhsi Jirga the government selects and appoints two members from each side, whereas one member each is selected by the consent of the parties in the dispute. In case of the Ulusi Jirga, the members are usually comprised of elders of the notable families whose social standing and experience with the Pashtoonwali entitles them to a place on the council.
The size of a Jirga varies from one situation to another, based on the nature, significance and sensitivity of the dispute. It might consist of one member, although two members are more usual and often there are four or six experienced members, fully conversant with the laws of the Pashtoonwali.
How the Jirga works
The Jirga or a Maraka comprises the ´Spin Giris´, white bearded elder men, and other members. The ´spin giris´ act as judges and those participating as jurists. The Maraka passes a judgment after necessary investigation into the dispute. No effort is spared to reconcile the disputing parties. The decisions are of two types, one is based on the concept of Haq; the right, and the other on Waak; authority. Both sides are allowed to present their arguments before a decision is given.
In case of Haq, each party has the right to challenge the decision of the Jirga on its merit. If one of the parties is not satisfied with the verdict and feels that the Jirga has not done justice, they can quote precedents and rules (Narkh) to plead their point and reject the decision. It is interesting that different tribes may have different Narkh in similar cases. In that case, the aggrieved party has the right to bring another Maraka to re-examine the issue. In doing so, usually the decision given on the third occasion is considered to be final.

In the case of Waak, the two parties repose their full confidence in the Jirga and authorize it to decide the case according to its best judgment. The parties have to abide by the decision and cannot challenge it. However, the decision has to be unanimous.
The Jirga determines the punishment to be inflicted on the basis of Narkh (tribal rule, or precedent). Anyone who then does not abide by the decision of the Jirga is subjected to punitive measures. This practice varies from one part of the tribal areas to another. Usually, anyone who rejects collective wisdom takes a grave risk; for a Jirga can impose powerful sanctions to enforce its judgment. The sanctions can include ex-communication of the non-complying person or a group. The Jirga can confiscate rifles belonging to the non-compliant party and place them with the Jirga as ´Gravey´ (mortgage), or impose heavy fines to be paid to the complying party in the dispute. If non-compliance persists, the Jirga can use force by sending men to burn down the party´s house(s). If someone still remains defiant and does not comply with the Jirgas orders, he is considered to be ´Kabarjan´, the arrogant one. By doing so, he loses the security promised by the Jirga, and thus may be killed without any consequence by his opponents.
The collective decisions of Qaumi or Ulusi Jirgas are carried out by a council of the tribesmen under different names: these are the Salwaikhtee (40´s) in Waziristan, the Lashkar in Afridwala and the Rapakian in Kurram. Typically, the council comprises about forty members and its effectiveness is determined by the strength and sanctions they derive from the tribal people, whom they represent.
And so, the Jirga continues to be the sole judicious mechanism used to administer justice in the tribal areas .
- Dr. M. Bangash -
Sunday, October 17, 2010 0 comments

دحرم شريف په لور

دحرم شريف په لور

ليک: قارى نويد احمد

هسې خو سعودى عربستان ته روزانه خلق دمختلفو کارونو دپاره ځى خو ځينې خلق کال کښې يو ځل دالله ج دخاص عبادت ( حج) دپاره ځى
حج داسلام دپنځوؤ بناؤ څخه پنځم بنا دے. حج په هر يو مسلمان روغ عاقل بالغ او چې دحج ته دتلو وس ولرى په ژوند کښې يو ځل فرض دے. الله تعالى دقران کريم سورة ال عمران په ٩٧ ايت کښې داسې فرمائى
ترجمه (( په هغو خلقو (څوک چې دالله دکور (کعبې) ته دتللو استطاعت او وس توان ولرى) باندې دالله تعالى دا حق دے چې دحج فريضه ادا کړى
خوش قسمته دى هغه خلق چاته چې الله تعالى دخپل کور (کعبه) دزيارت کولو استطاعت ورکړے دے
دحج مقصد صرف او صرف تقوا ده ځکه حاجى هغه چاته وئيلے شى چاچې دتقوا سره حج کړى وى، دحج درې قسمونه دى.
١: افراد: چې يوازې حج وکړى عمره ورسره ونۀ کړى
٢: قِران: حج او عمره دواړه يو ځائې وکړى، ددواړو يو ځائې نيت وکړى وړومبے عمره وکړى او داحرام پرانستلو نه بغير بيا ورپسې حج وکړى
٣: تمتع : وړومبے عمره وکړے شى بيا مينځ کښې وقفه وکړى بيا وروسته حج وکړے شى
ديو حاجى دپاره لازم دى چې په لاندې ذکر شوؤ اصطلاحاتو باندې ځان پوهـه کړى

ايام تشريق
ايام تشريق هغو ورځو ته وائى په کومو ورځو کښې چې تکبير لوستے شى، يعنې د ٩ ذوالحجې دسهار نه تر ١٣ دذوا لحجې تر مازيګره پورې

يوم الترويه
دکومې ورځې نه چې دحج عبادات شروع کيږى چې دذوالحجې داتمې ورځې نه

يوم عرفه
دعرفې ورځ، په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان دعرفات په غونډۍ خيژى يعنې دذوالحجې نهمه ورځ

يوم نهر
په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان قربانۍ کوى دې ته يوم نهر وائى

ميقات
دمکه معظمه څلورو غاړو ته په نښه کړے شوى مقامات دى ، چرته نه چې حاجيان دعمرې يا حج باقاعده نيت کوى

حرم
دمکه معظمې څلورو خواؤ ته تر څه اندازې لرې پورې زمکې ته دحرمت او تقدس په وجه ((حرم)) وئيلے کيږى په دغو حدودو باندې نخښې لګيدلى دى په دغه علاقه کښې ښکار کول، ونې، بوټې او واښه پريکول منع دى

احرام
دحج يا عمرې دباقاعده نيت کولو نه وروسته چې کوم مخصوص لباس اغوستے شى هغې ته احرام وئيلے کيږى. دغه لباس په دوؤ څادرونو مشتمل چې ګنډل شوى نۀ وى، ددې اغوستلو سره ځينې حلال څيزونه هم په حاجى باندې حراميږى ځکه ورته ((احرام)) وئيل کيږى

تلبيه
هغه الفاظ دى چې دحج او عمرې په دوران کښې داحرام په وخت کښې بار بار لوستل کيږى يعنې: لبيک اللهم لبيک، لاشريک لک لبيک ان الحمد والنعمت لک والملک لا شريک لک

طواف
دالله تعالى دکور ( کعبه) نه اووۀ ځلې تاويدلو ته وائى، يو ځل تاويدلو ته (شوط) وائى کوم ځائې نه چې طواف کيږى هغې ته ((مطاف)) وائى

دطواف څلور قسمونه دى

١: طواف قدوم

مکه معظمه کښې داخليدو سره په وړومبى ځل طواف کول، دافراد يا قران حج نيت کوونکى دپاره سنت دے نورو دپاره مستحب دے

٢: طواف زيارت

د١٠ ذوالحجې دصبح صادق نه تر ١٢ ذو الحجې پورې کيدے شى مګر په ١٠ دذوالحجې باندې کول افضل دى. دا حج يو مهم رکن دے

٣: طواف وداع

بيت الله شريف نه د رخصتيدو په وخت کولے شى دا په هر چا واجب دے

٤: طواف عمره

څوک چې عمره کوى په هغوى باندې فرض دے

سعى
دصفا او مروه دغرونو په مينځ کښې څلور چکرې لګولو ته وائى

رمى
دشيطانانو ويشتل،

هدى
هغه څاروے کوم چې دقربانۍ دپاره وقف شوے وى

قصر يا حلق
دسر خرئيل يا ويښته کټ کول

دا وؤ هغه مشهور اصطلاحات کوم چې ديو حاجى يا عمره کوونکى دپاره لازم دى چې په دې باندې دمخکښې نه ځان پوهى کړى ځينې نور اصطلاحات هم شته خو دهغې ذکر کول دلته نۀ کيږى

دحج ورځې
د ذى الحجې د اتمې نيټې نه تر ١٢ پورې ورځو ته دحج ورځې يا ايام الحج وئيل کيږى. داتم ذى الحجې په شپه حاجيان منى ته دتللو دپاره تيارۍ کوى، وړومبے حاجيان غسل کوى کۀ غسل نه شى کولے نو اودس هم کولے شى، احرام دې وتړى او دوه رکعته نفل دې وکړى او مونځ نه وروسته دې دحج نيت وکړى ، نيت څه په داسې شکل دے

((اللهم انى اريد الحج فيسره لى وتقبله منى، واعنى عليه وبارک لى فيه نويت الحج واحرمت به لله تعالى

ترجمه: اے الله ، زۀ دحج نيت کوم، نو ما دپاره ئې اسان کړه، او مانه ئې قبول کړه، او ددې ادا کولو کښې زما مدد وکړه، او برکت پکښې واچوه، دحج نيت مې وکړو او احرام مې وتړلو خاص دالله تعالى دپاره)) دې پسې به تلبيه شروع کوى

٨ ذوالحجه
دحج وړومبۍ ورځ
په اتم ذوالحجه به سحر وختى دمونځ نه فارغيدو سره سمدستى به دمنى په طرف روانيدل وى، دسفر په دوران کښې به تلبيه په کثرت سره وئيل کيږى، په دغه وخت کښې دغه کلمات (تلبيه)) دالله تعالى ډير خوښ وى، دغرمې نه وړاندې منى ته رسيدل وى، منى کښې به داتمې ورځې څلور مونځونه يعنې غرمې، مازيګر، ماښام، ماسخوتن او دنهمې ورځ دسهار مونځ ادا کول وى. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم پنځه مونځونه په منى کښې ادا کړى وؤ. منى کښې دا دعا لوستل پکار دى

سبحان الذى فى السماء عرشه، سبحان الذى فى الارض موطئه، سبحان الذى فى البحر سبينه، سبحان الذى فى النار سلطانه، سبحان الذى فى الجنة رحمته، سبحان الذى فى القبر قضائه، سبحان الذى فى الهواء روحه، سبحان الذى رفع السماء ، سبحان الذى وضع الارض، سبحان الذى لا ملجاء ولامنجاء الا اليه

ترجمه(( پاکى ده هغه ذات لره دچا عرش چې په اسمان کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا چې ځائې زمکه کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا لاره چې په سمندر کښې ده، پاک دے هغه ذات دچا حکمرانى چې په اور باندې ده، پاک دے هغه ذات دچارحمت چې په جنت کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا چې اخرى حکم په قبر کښې ظاهر دے، پاک دے هغه ذات دچا حکم چې په هوا باندې دے، پاک دے هغه ذات چا چې اسمان پورته کړيدے، پاک دے هغه ذات چاچې زمکه غوړولې ده، پاک دے هغه ذات دچا نه بغير چې نۀ کومه سهاره شته او نۀ دپناه ځائې

٩ ذى الحجه
دحج دويمه ورځ
په منى کښې دفجر دمونځ کولو نه وروسته عرفات ته روانيدل همدغه شان رسول الله صلى الله عليه وسلم هم کړى وؤ. نن دمغفرت او دبخښنې ورځ ده، نن دعرفې ورځ ده، دحج رکن اعظم، دمسئلې دمخه په ميدان عرفات کښې د ٩ ذى الحجې دغرمې نه د ١٠ ذى الحجې تر صبح صادق پورې لږ وخت ايساريدل دحج رکن اعظم دے، ددې نه بغير حج نۀ کيږى

دمنى نه عرفات ته تګ دوران کښې په لاره په خشوع او خضوع سره دعا ګانې کول پکار دى

وقوف عرفات
دوقوف عرفات يعنې په عرفات باندې ودريدل يا ايساريدل دغرمې دزوال نه شروع کيږى او دماښام پورې جارى وى، ښه خبره داده چې سړے قبلې ته مخ کړى کۀ ټول وخت ود ريدل مشکل وى نو څومره چې سړے ودريدے شى ودې دريږى، کښيناستل او څملاستل هم جائز دى، دغه ځائې او وخت ددعاګانو دقبليدو وخت حاجى له پکار دى چې څومره کولے شى دعا او استغفار ووائى

دلمر پريوتو نه وروسته مزدلفې ته روانيدل دى ، مزدله دعرفات او منى په مينځ کښې مشرق طرف ته دحرم حدودو کښې داخل ددريو ميلو يو ميدان دے دې ته مزدلفه وئيلے کيږى، ددې ميدان په اخرى برخه کښې يو غر دے کوم ته چې مشعر حرام وئيل کيږى، مزدلفه کښې دماښام او ماسخوتن مونځونه يو ځائې کول دى، شپه به مزدله کښې تيريږى په مزدله کښې عبادت کول افضل دى کۀ څوک ډير ستړے وى هغه دوه درې ګينټې اودۀ کيدے هم شى

١٠ ذى الحجه
دحرج دريمه ورځ
نن دحج دريمه او داختر لومړۍ ورځ ده، دحج دفرائضو او ارکنانو داداکولو دستړتيا په وجه حاجيانو دپاره داختر مونځ معاف کړے شويدے، نننۍ ورځ ډيره مصروف ده په دغه ورځ هر حاجى ته ډير زيات کار کول وى

١: وقوف مزدلفه
مزدلفه کښې دسهار دمونځ ادا کولو نه وروسته څو منټه وقوف کول پکار دى توبه، استغفار او دعا کول پکار دى،

٢: دغټ شيطان ويشتل
په لسم دذى الحجې دلمر راختلو نه وروسته حاجيان بيا منى طرف ته ځى په دې ورځ صرف غټ شيطان ويشتل دى، دکاڼو ويشتو نه وړاندې وړومبے تلبيه لوستل دى دکاڼو ويشتلو سره دا دعا لوستل پکار دى

بسم الله الله اکبر رغماً للشيطان

دالله په نوم شروع کوم، چې دټولو نه لوئې دے، ترڅو شيطان ذليل شى

٣: قربانى
دکاڼو ويشتلو نه دفارغيدو نه وروسته حاجيان صاحبان قربانى کوى،


٤: حلق يعنې سر خرئيل،
دقربانۍ نه دفارغيدو نه وروسته دحاجى (سړى) ويښته خرئيل يا څه ويښته پريکول واجب دى، دويښتو خرئيلو نه

وروسته احرام پرانستلے شى او حاجى عام دورځنے لباس اغوندى،

طواف زيارت
دحج دټولو ارکانو واجباتو ادا کولو نه وروسته چې حاجى فارغ شى نو په لسم دذى الحجې طواف زيارت کوى په لسمه ورځ افضل دے تر دولسم پورې هم کيدے شى، 
- قارى نويد احمد -
Tuesday, October 5, 2010 0 comments

ای پښتو

ای پښتو


پښتو بچي دي ګونګیـان شـوي دي په غلا غږيږي
پخـپله خـاوره کې د ژونـد ســره بــې ســاه غږيږي

د وجود بـاغ کـې ئــې غـوبـل درتـه جـوړ کـړي پښتو
د ذهـن بـاغ کـې ئــې لفظونـه د بـل چــا غږيږي

دا چې د وينې د غـېـرت بـڅـری مـړ ښــکارې نـن
د محبت په ځـــای نــفـرت سـه پـه ســـلا غـږيـږي

پښتو دا ستا په سر چوکۍ وګټي ځان ترې ورک شي
تا کړي بیا هیره ستا په سر بیـا د سـودا غـږيـږي

د طبیعت زړګـی ژړيــږي عـقل ډوب پـه اوښکو
سـبـا د نـــن او نـــن سـبـا ســه بــې وفــا غـږيـږي

ګرانې پښتو زه او نسیم ستوری په تـا مین یــو
ستا ګــنــګار پــه پـردي ژبــه بــې مــانــا غږيږي

- نسیم ستوری -
Sunday, October 3, 2010 0 comments

دا پښتــــــــــــون


دا پښتــــــــــــون

پښتونخوادغرونوخواکښي= قدرتي ښکلې فضا کښي
د جنت غوندی رغو کښي = آسماني رنګه بیدیـاکښي
یو قوت قدرت څرګند کړ
له هر چـــائې ارجمند کړ
شو سیراب له زمریتوبه = آزاده لــه مریتـــــــــــوبه
عزم ئې ټینګ ورکړوده له = بهـــــر ورله سړيتــــــوبه
د پښتون په قوم ئې یاد کړ
له هر قیــــــده ئې آزاد کړ
پاک له هره خبــــاثتـــــه = له پستۍ له د نائتــــــــــه
سر ئې تش له بــده فکره = زړه ئې ډک ؤ،له غیرته
د میګون فلک را لاندي
باک ئې نه ؤ په چا باندي
چي د توري بې برېښنا شوه = پرې رڼه به پښتونخوا شوه
چي نیستي ئې دده غوښته = د هغو هستي تـــــــالا شوه
د دښمن مخ ته لوی غرو
خو د دوست د بلا سپرو
وې نیـــوله هېــــــــــوادونه = کړ د ځان ئې ډیر ملکونه
ډېر شاهان ئې کړه بې تاجه = ډیر ئې کوز کړه له تختونه
هم شاهۍ به ئې بخښلې
چي په توره بې ګـــټلې
نه د روغ نه ټیټـــــــــالونه = نه د ورور سره جنګونه
نه پردي لاس کړې پرې لوبي = نې پردي ته کړه کارونه
خپل ئې فکر خپل دماغ و
خپله خوله خپل ئې ایاغ و
خپله مېنه خپـل وطن و = خپل ګلزار او خپل چمن و
د زاغــــــانو ګذر نه و = خپل بلبــل او خپل ګلشن و
جوړه خوښه خوشحالي وه
د پښتـــــــون پښتونولي وه
نه پرې نوم د بې ننګۍ و = نه پرې داغ د غلامۍ و
نه ګویا د بل په ژبه = نه ئې فخر په پستۍ و
په پښتو ژبې ژوندون و
ننګیـــالی آزاد پښتون و
نه پوهیږم چي څه وشوه = څه بلا په کور دده شوه
یوه توره تیاره راغله = سپینه ورځ ئې لکه شپه شوه
دا تیاره د غرب له خوانه
شوه چاپیره پښتونخوا نه
پر پښتون باندې تور تم شه = خپل پردی پرې یو رقم شه
تور ئې نه پیژند له سپیـــنو = د ښه بد تمیـــــز ئې کم شه
رو،رو، ورکه بهتري شوه
رفعت لاړئ کـــهتري شوه
نفاق راغئ دده کور ته = شو وحدت له منځه پورته
رنګ د وینو ئې بدل شو = شو روان د فنــــــا لور ته
یو بدن ټوټې ، ټوټې شو
هر یوهډ ذرې،ذرې شو
دوی ګټله بل خوړله = دوی ساتله بل ترې وړله
دوی به ېني تویولې = نور به خوښ و ، خندېدله
خو چي مرګ وته نژدې شو
بې قوتــــــــــه بې اسرې شو
وطن خپل اختیار د بل شو = قوت خپل په کار د بل شو
خپله ژبه خپله خوله کښي = پرې جاري ګفتار د بل شو
باندي وشول ډیر ظلمونه
هم هـــزار رنګ ستمونه
اوس دمړه په شان بې ځانه = ناخبر پروت له جهــــانه
نه ئې پوهه نه ئې کار شته = هر څه غواړی له آسمانه
تش خپل نوم ورباند بار دی
دا پښتـــــــون دائې کار دی

- -
Saturday, October 2, 2010 0 comments

Dr. Muhammad Farooq Khan

Dr. Muhammad Farooq Khan

Dr Farooq
Dr Farooq
Dr. Muhammad Farooq Khan is recognized as a writer, columnist, and intellectual throughout the country. He is also known as a religious scholar and competent TV compare. He was born at a village, in the district of Swabi. He obtained his elementary education at his hometown. Then he joined Cadet College, Hasanabdal, and later on the Cadet College, Kohat. After having acquired the degree in medicine, he decided to specialize in psychiatry. He established his private practice in Mardan. Some of his works include “Pakistan and the Twenty First Century (Urdu)”, “The Struggle for Islamic Revolution”, and “What is Islam”. God has bestowed upon him the quality of presenting his propositions in simple language and clarity of style.



(Dr. Farooq Khan’s mission in his own words)

MY VISION AND MISSION

I am humanist, Muslim, Pakistani and a Pakhtun. To strive for the well being of the whole humanity, to uphold the cause of Muslim Ummah and to exalt the dignity of Pakistan and Pukhtoons is my mission. There is no contradiction between their interests, provided every issue is seen with justice and fair play.

In my opinion there are ten basic values which should be honored by every individual, community, country and the whole mankind. These essential and fundamental values are:

  • Human equality and democratic culture
  • Justice
  • Honesty
  • Merit
  • Hard work and thorough struggle
  • Law abiding mentality
  • Wisdom and patience
  • Education
  • Health
  • Strong and well-coordinated welfare institutions for the down trodden classes.
It is not possible for me to address the whole humanity so I address Muslim Ummah, Pakistan and Pukhtoons. In my opinion the degraded and helpless position of all the above three communities is because of the lack of the above ten fundamental values. We lagged behind in fulfilling and abiding all these values. Without honoring these values, we will not be able to survive as prestigious communities and nations.

The Muslims usually blame others for their plight, but in my view the internal factors are much more important than the external factors and once we overcome our weaknesses and shortcomings then the external world will become favorable slowly and steadily.

Development and dignity of Pakistan and the Ummah is based on the efforts to achieve these ideals and standards. It is very clear that a thorough struggle is needed in this regard. This struggle should be totally free from any kind of violence, sentimentalism and provocative rhetoric.

I always strictly follow the teachings of Quran, Sunnah, and my conscience in pondering over all the collective issues and problems facing us. In my opinion, the Muslim Ummah needs a comprehensive discussion and consensus on the following issues:

  • Status of Women in Islamic Society
  • The real instructions of Islam regarding Jihad and Qital
  • The true perspective of Islamic teachings in crimes and punishment
  • Islamic instructions regarding relations between Muslims and Non-Muslims
I have written a few books on these Issues e.g.:
  • Jihad, Qital aur Aalam-e-Islam (Urdu)
  • Islam Kya hai?(Urdu)
  • Islam and Women (Urdu & English)
  • Dialogue with the West (English)
  • Kashmir Issue (Urdu & English)
  • Ikkisween Saddi aur Pakistan (Urdu)
  • Jadeed Zehan Kay Shubhat Aur Islam Ka Jawab (Urdu)
  • Hudood aur Qisas wa Diyat Ordinance Ka Tanqeedi Jaiza (Urdu)
In my opinion Muslim states must proceed according to the following four important points.
  • To bring democratic culture in Muslim states.
  • To resolve all the disputes and conflicts through peaceful means.
  • To dominate and inculcate the above mentioned ten basic collective values in their states.
  • To make a serious and conscious advance in the field of science and technology.
  • I have written extensively on the above issues.
This is my vision and the struggle for this purpose is the mission of my life.

 
;