Thursday, October 21, 2010

اسلام، سوله،(صلح)او جرګه د سیاست په ډ ګرکی


اسلام، سوله،(صلح)او جرګه د سیاست په ډ ګرکی

زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د څلویښتو کلنو را په دی خواه د اسلام، سولی او جرګی چیغي او ناری ډیری ګرمی او تودی دی. ددولت د سیاسی سټو د واک او قدرت د ټینګولو اوبقا لپاره ټولو واکدارانو ددغو دریو پاکو کلیموڅخه ډیر کاراخیستي دي.مونږ ټوله ددی دورو عینۍ شا هدان یوو چه د تیرو څلویښتو کلنو په جریان کی نا کا مه او بی کفا یتو دولتی چارواکو د خلکو پا ک احساسات د خپلوکرغیړنواو نا وړو ګټو لپاره د جرګۍ ،سولی، اود اسلام د نا مه څخه کار اخیستی دی .اودا وسیله یې خپل هدف ګرځولی ده. ولی دا لړۍ او سلسله لاتراوسه پوری روانه ده، چه څرنګه او په څه چل خپله نا پاکه اراده پر خلکو باندی تحمیل کړی او په خپله د خپلی خو ښی حکو مت وکړی
نو راځی چه دا دری واړی پاکی او سپیڅلی کلیمی لږ څه توضیح او تشریح کړو:
۱: اسلام ، اسلام د نړۍ د ټولو مسلمانانو هغه پاک او سپیڅلی دین دي چه دسولی او روغی جوړی ، ملی یووالی او وحدت، همکاری او کومک، صداقت اوراستي، سعادت او نیک بختي ، عدالت او ریښتنولی او هم دارنګه دټولو مسلما نا نو وړونو تر منځ ددوستی او ورورګلوی فضا منځ ته راوړی. او سر بیره پردی په اسلام کی د ټولو مسلما نانو وړونو د ستو نځو او مشکلاتو په وخت کی د غوره او پوره مکملو اسلامی او شرعی قوانینو په چو کاټ کی ور ته بیلا بیل هدایتونه او توضیحات راغلی دی، چه د هر مسلمان ورور لپاره د ټولوچارو د حقوقی او شرعيتی رعایتونو قوانین پکی په ښه توګه تضمین شوی دي او د هر مسلمان ورور د منلو وړ دی .
۲ :سوله ، سوله دژوند هغه ښکلا ده چه انسان د جهل اوغفلت له حا لت څخه د روښنا یې لوری ته بیایې او د خلکود ملتونو دامیدونو اوهیلو ډیوی بلی سا تی.سوله د ټولی نړی د بشری قا نونیت د حقوقو د ښه تضمین سمبول او زیری دی. چه د انسانی ژوند د ټولو چارو یعنی د نژاد، تبعیض، کرکی ، نفرت او دجګړو د ختمولو ارمان او الهام پکښی نغښتي دي . د سولی د طبعیت ښکلا او ځلا د قو مونو او اولسونو د وفاداری او نیک مرغی سمون ته لاره پرانیزی .او دژړا اوسلګیو ناوړی او ویرجنی حا لت ته د خندا او خو شالی هیلی ور بخښي. نو ځکه سوله ټول انسا نان غواړی،او د جنګ اوجګړو کرغیړن ناورین حا لت ته د پای ټکی ږدی. په دی هکله سوله د انسا نانو د اجتاعی چا پیر یال د ژوندون یوه ښه بیلګه ده او د خوشا لیو او نیک مرغیو زیر مه ده.
احمد شاه بابا په دی هکله داسی وایې:
ځان به ویښ کړو هری خوا ته،هری خواته ر قیبان دي .
یو په بل می سره وژنی وایو خپل یوو ، غلیمان دي
۳: جرګی او مشوری د افغا نانو په منځکی یو معمولی پخوانی دود دی. چه د قومونو اوقبیلو په منځ کی د جنګ او جګړی په وخت کی خپلی شخړۍاو ستونځي د جرګي او مشوری له لاری حلیږی.څرنګه چه مونږ وینو په کلیو با نډو ولسوا لیو اوولا یتو کی چه کله یو قوم دبل قوم یا یو ه کورني د بلی کورني په مقا بل کی مدعا او دښمنی لری نو دکلی مشران او سپین ږیری په یوه ځا ی کی سره را ټولیږی او ددی مدعا او دښمنی دورکولو او له منځه وړلو لپاره فیصلی کوی.په جرګه کی د دواړو خواوو استازی او نما ینده ګان حضور لری.د جرګی پریکړی د دواړو متقابلو له لوری منل کیږی. اوددی ناوړی پیښی حل و فصل ته د مشرانود فیصلو پریکړه اعلانیږی، چه بیاد ټولو د قبول وړ ګرځي.ولی دجرګی استازی د هیچا په طرف یوه اړخیزه او بی ځا یه پریکړی نه کوی، بلکه دشخړو او ستنځو د واقیعی بند او بست چاری د وجدان د حقیقی قضاوت پر بنیاد و دواړو خواووته په ډاګه اعلانوی او متقا بلی خواوی هغه بیا په عمل کی پلي کوی .
ددغو پور تنیو دریووسیلوڅخه د نن او پرون د واک خاوندان اود قدرت تږی خود خوا او جا ه طلبه چا رواکي داسی ګټی اخلی، چه دخلکو ملا تړ په همدغه لاره کی یعنی چه د اسلام سولی او جرګی نوم په کښی ذکر شوی وی خپل هدف او مقصد لاسته راوړي . دوی تر بل هرچا دعدالت سولی جرګی او اسلام ناری او چیغی وهی او خپلی ناوړی کړنی او آرزوګانی د زور، جبر، ظلم او پیسو په کومک سره د خلکو پر اراده د روا حق څخه د نا روا حق په لوری د استفادی په توګه مختلفی لاری چاری پکار اچوی اوددی هدف لپاره هیڅ زړه سوی او خواخوږی نلری. او د هیچا دغم اودرد پروا هم نه لری ولو که دا کار ددوی لپاره د سر په زیان او تاوان هم تما م شی . .
دا چار واکی په سپینه او رڼا ورځ د خپلو شخصی ګټو لپاره کله کله لویه جرګه ، کله د سیمی د امن جرګه، کله د ملی پخلاینی جبهه، او کله هم د سولی د امن شورا او داسی نوری جرګی داسی تنظیم اودایریوی چه د خلکود اصلی استازو د ګډون نه پرته منځ ته راځی، او دوی خپلی روانی تبلیغوی چاری داسی پکښی تنظمیوی چه ددوی ښګیڼی او ګټی پکښی نغښتی وی. او خلکو ته وايې چه ګواه کی مونږ دا ټوله په ریښتیا سره هم ستا سو لپا ره غواړو اودا ستا سواو دخلکو ملی ارمان او پیغام دی. مګر مونږ ستاسو اصلی او واقیعی خد مت ګاران یوو. .
ولی په اصل کی ددغو جرګو ټول غړی ددولت لوړپوړی چارواکی، د خلکو تش په نا مه بی هویته متنفذین او ملا یان، د جهاد په نا مه د افغانانو ددرو لسیزو دجګړو او شخړو پیژندل شوی توپک سالاران او جنګ سالا ران،په غرب کی میشت فاسد بیروکراتان اودهیواد په کچه خونخوار او نا اهله ملکان او بی پته مشران تشکیلوی. چه ددوی په وجود کی دا سپیڅلی ارمان هیڅ کله او هیڅ وخت دعمل ډګر ته نه رسیږی. او د سولی د کاروان دا پا کی هیلی نشی پلی کیدلای، ولی لکه یو متل چه وایې: کوږ بار تر منزله نه رسیږی. مګر ددوی دقدرت دا واګی او چاری که نوری هم په نا وړه او نا جایزه توګه د خلکو تش په نا مه محکمی اوټینګی شی ولی دایمی پا یښت نه لری. .
دغه بی هویته او بی پته مشرانو زمونږ د ګران هیواد پلازمینه کابل دومره ویجاړاو دړی وړی کړ چه زمونږ تا ریخ یې په دووسوو کلنوکی ساری نلری . دوی اول د پاک اسلام په نا مه په خپلو کی پر یوولسو تش اسلامی ډلو ټپلو وویشل شول او بیا وروسته هر یوه د خپل بقا او پا یښت لپاره په خپلو کی د جنګ او جګړی د خرپ ناورین او نا تار پیل کړ .دغه دوطن دښمنا نو په څلورو او پنځو کلنو کی د هیواد د بیت المال ټوله شتمنی لوټ کړه، د افغا نستان څو کلنه اردو او دفا عی سیستم یې دړی وړی کړی ، د هیواد د کلنو کلنو دفاعی ملی شتنمی ذخیری لکه: جنګی ټانګونه، جنګی او څر خی الوتکی په زرګونو نوری دفاعی مرمی او جنګی وسیلی او ترانسپورتي وسیلی چه د هیواد ددفاع د عزت او پت اوځمکنی تمامیت د ژغورولو لپاره پخوانیو دولتی واکدارانو د مختلفو هیوادو څخه پلورلی وی ،او هم دارنګه د دفاعی پر سونل افراد چه په مسلکی هوایې او زمینی زده کړو سمبال وو، د ظا بط د رتبی څخه بیا تر ستر جنرالی تر کچه پوری ټولو د هیواد په کچه او معیار ددفاعی څانګو وتلی مسلکی کار پوهان د لویې تجربی خاوندان او زړه ور سپاهیان در لودل چه په هیواد که دننه او بهر يې لوړی مسلکی زده کړی کړی وی داسی له منځه یو وړل چه تر نن ورځی پوری ددغو ټولو وسیلو او دفاعی او مسلکی پر سونل نښی او نښا نی نه لیدل کیږی . ټولی زروی درنی وسلی اوجنګی مهیمات یې ټوله د ګاو نډیو هیوادو په شخصی پانګوالو باندی خرڅ کړل
مګر نن همدغه څیری د هیواد په داخلی ساختمان او جوړښت کی ستر رول لری.
دوی دپارلمان اکثره څوکی، ددولت د اجرائیه ، مقننه او قضا یې قواوو په لوړ پوړو څوکیو او هم دارنګه د ولایت نه تر علاقداری تر سطحی پوری یې ټولی دولتی کړۍ په خپل واک او قبضه کی نیولی دی. دوی زیا تره غیر مسلکی ،غیر تعلیمی او د تحصیل د کچی ټیټ کسان دی چه په دولتی او حکومتی چاروکی هیڅ تجربه او سا بقه نه لری
نو دا سیاسی څټی د هیواد د سولی او جوړی بند او بست ته هیڅکله خو شاله نه دی.ځکه دوی په خپله تر پوښتنی او تحقیق لاندی دی چه د خپلو کړونو او ناوړو عملونو ته ځواب ووایې او د قضاوت او عدالت حساب او کتاب ته غاړه کښیږدی.
- ولی محمد نورزی -

0 comments:

Post a Comment

 
;