اسلام، سوله،(صلح)او جرګه د سیاست په ډ ګرکی |
---|
زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی د څلویښتو کلنو را په دی خواه د اسلام، سولی او جرګی چیغي او ناری ډیری ګرمی او تودی دی. ددولت د سیاسی سټو د واک او قدرت د ټینګولو اوبقا لپاره ټولو واکدارانو ددغو دریو پاکو کلیموڅخه ډیر کاراخیستي دي.مونږ ټوله ددی دورو عینۍ شا هدان یوو چه د تیرو څلویښتو کلنو په جریان کی نا کا مه او بی کفا یتو دولتی چارواکو د خلکو پا ک احساسات د خپلوکرغیړنواو نا وړو ګټو لپاره د جرګۍ ،سولی، اود اسلام د نا مه څخه کار اخیستی دی .اودا وسیله یې خپل هدف ګرځولی ده. ولی دا لړۍ او سلسله لاتراوسه پوری روانه ده، چه څرنګه او په څه چل خپله نا پاکه اراده پر خلکو باندی تحمیل کړی او په خپله د خپلی خو ښی حکو مت وکړی نو راځی چه دا دری واړی پاکی او سپیڅلی کلیمی لږ څه توضیح او تشریح کړو: ۱: اسلام ، اسلام د نړۍ د ټولو مسلمانانو هغه پاک او سپیڅلی دین دي چه دسولی او روغی جوړی ، ملی یووالی او وحدت، همکاری او کومک، صداقت اوراستي، سعادت او نیک بختي ، عدالت او ریښتنولی او هم دارنګه دټولو مسلما نا نو وړونو تر منځ ددوستی او ورورګلوی فضا منځ ته راوړی. او سر بیره پردی په اسلام کی د ټولو مسلما نانو وړونو د ستو نځو او مشکلاتو په وخت کی د غوره او پوره مکملو اسلامی او شرعی قوانینو په چو کاټ کی ور ته بیلا بیل هدایتونه او توضیحات راغلی دی، چه د هر مسلمان ورور لپاره د ټولوچارو د حقوقی او شرعيتی رعایتونو قوانین پکی په ښه توګه تضمین شوی دي او د هر مسلمان ورور د منلو وړ دی . ۲ :سوله ، سوله دژوند هغه ښکلا ده چه انسان د جهل اوغفلت له حا لت څخه د روښنا یې لوری ته بیایې او د خلکود ملتونو دامیدونو اوهیلو ډیوی بلی سا تی.سوله د ټولی نړی د بشری قا نونیت د حقوقو د ښه تضمین سمبول او زیری دی. چه د انسانی ژوند د ټولو چارو یعنی د نژاد، تبعیض، کرکی ، نفرت او دجګړو د ختمولو ارمان او الهام پکښی نغښتي دي . د سولی د طبعیت ښکلا او ځلا د قو مونو او اولسونو د وفاداری او نیک مرغی سمون ته لاره پرانیزی .او دژړا اوسلګیو ناوړی او ویرجنی حا لت ته د خندا او خو شالی هیلی ور بخښي. نو ځکه سوله ټول انسا نان غواړی،او د جنګ اوجګړو کرغیړن ناورین حا لت ته د پای ټکی ږدی. په دی هکله سوله د انسا نانو د اجتاعی چا پیر یال د ژوندون یوه ښه بیلګه ده او د خوشا لیو او نیک مرغیو زیر مه ده. احمد شاه بابا په دی هکله داسی وایې: ځان به ویښ کړو هری خوا ته،هری خواته ر قیبان دي . یو په بل می سره وژنی وایو خپل یوو ، غلیمان دي ۳: جرګی او مشوری د افغا نانو په منځکی یو معمولی پخوانی دود دی. چه د قومونو اوقبیلو په منځ کی د جنګ او جګړی په وخت کی خپلی شخړۍاو ستونځي د جرګي او مشوری له لاری حلیږی.څرنګه چه مونږ وینو په کلیو با نډو ولسوا لیو اوولا یتو کی چه کله یو قوم دبل قوم یا یو ه کورني د بلی کورني په مقا بل کی مدعا او دښمنی لری نو دکلی مشران او سپین ږیری په یوه ځا ی کی سره را ټولیږی او ددی مدعا او دښمنی دورکولو او له منځه وړلو لپاره فیصلی کوی.په جرګه کی د دواړو خواوو استازی او نما ینده ګان حضور لری.د جرګی پریکړی د دواړو متقابلو له لوری منل کیږی. اوددی ناوړی پیښی حل و فصل ته د مشرانود فیصلو پریکړه اعلانیږی، چه بیاد ټولو د قبول وړ ګرځي.ولی دجرګی استازی د هیچا په طرف یوه اړخیزه او بی ځا یه پریکړی نه کوی، بلکه دشخړو او ستنځو د واقیعی بند او بست چاری د وجدان د حقیقی قضاوت پر بنیاد و دواړو خواووته په ډاګه اعلانوی او متقا بلی خواوی هغه بیا په عمل کی پلي کوی . ددغو پور تنیو دریووسیلوڅخه د نن او پرون د واک خاوندان اود قدرت تږی خود خوا او جا ه طلبه چا رواکي داسی ګټی اخلی، چه دخلکو ملا تړ په همدغه لاره کی یعنی چه د اسلام سولی او جرګی نوم په کښی ذکر شوی وی خپل هدف او مقصد لاسته راوړي . دوی تر بل هرچا دعدالت سولی جرګی او اسلام ناری او چیغی وهی او خپلی ناوړی کړنی او آرزوګانی د زور، جبر، ظلم او پیسو په کومک سره د خلکو پر اراده د روا حق څخه د نا روا حق په لوری د استفادی په توګه مختلفی لاری چاری پکار اچوی اوددی هدف لپاره هیڅ زړه سوی او خواخوږی نلری. او د هیچا دغم اودرد پروا هم نه لری ولو که دا کار ددوی لپاره د سر په زیان او تاوان هم تما م شی . . دا چار واکی په سپینه او رڼا ورځ د خپلو شخصی ګټو لپاره کله کله لویه جرګه ، کله د سیمی د امن جرګه، کله د ملی پخلاینی جبهه، او کله هم د سولی د امن شورا او داسی نوری جرګی داسی تنظیم اودایریوی چه د خلکود اصلی استازو د ګډون نه پرته منځ ته راځی، او دوی خپلی روانی تبلیغوی چاری داسی پکښی تنظمیوی چه ددوی ښګیڼی او ګټی پکښی نغښتی وی. او خلکو ته وايې چه ګواه کی مونږ دا ټوله په ریښتیا سره هم ستا سو لپا ره غواړو اودا ستا سواو دخلکو ملی ارمان او پیغام دی. مګر مونږ ستاسو اصلی او واقیعی خد مت ګاران یوو. . ولی په اصل کی ددغو جرګو ټول غړی ددولت لوړپوړی چارواکی، د خلکو تش په نا مه بی هویته متنفذین او ملا یان، د جهاد په نا مه د افغانانو ددرو لسیزو دجګړو او شخړو پیژندل شوی توپک سالاران او جنګ سالا ران،په غرب کی میشت فاسد بیروکراتان اودهیواد په کچه خونخوار او نا اهله ملکان او بی پته مشران تشکیلوی. چه ددوی په وجود کی دا سپیڅلی ارمان هیڅ کله او هیڅ وخت دعمل ډګر ته نه رسیږی. او د سولی د کاروان دا پا کی هیلی نشی پلی کیدلای، ولی لکه یو متل چه وایې: کوږ بار تر منزله نه رسیږی. مګر ددوی دقدرت دا واګی او چاری که نوری هم په نا وړه او نا جایزه توګه د خلکو تش په نا مه محکمی اوټینګی شی ولی دایمی پا یښت نه لری. . دغه بی هویته او بی پته مشرانو زمونږ د ګران هیواد پلازمینه کابل دومره ویجاړاو دړی وړی کړ چه زمونږ تا ریخ یې په دووسوو کلنوکی ساری نلری . دوی اول د پاک اسلام په نا مه په خپلو کی پر یوولسو تش اسلامی ډلو ټپلو وویشل شول او بیا وروسته هر یوه د خپل بقا او پا یښت لپاره په خپلو کی د جنګ او جګړی د خرپ ناورین او نا تار پیل کړ .دغه دوطن دښمنا نو په څلورو او پنځو کلنو کی د هیواد د بیت المال ټوله شتمنی لوټ کړه، د افغا نستان څو کلنه اردو او دفا عی سیستم یې دړی وړی کړی ، د هیواد د کلنو کلنو دفاعی ملی شتنمی ذخیری لکه: جنګی ټانګونه، جنګی او څر خی الوتکی په زرګونو نوری دفاعی مرمی او جنګی وسیلی او ترانسپورتي وسیلی چه د هیواد ددفاع د عزت او پت اوځمکنی تمامیت د ژغورولو لپاره پخوانیو دولتی واکدارانو د مختلفو هیوادو څخه پلورلی وی ،او هم دارنګه د دفاعی پر سونل افراد چه په مسلکی هوایې او زمینی زده کړو سمبال وو، د ظا بط د رتبی څخه بیا تر ستر جنرالی تر کچه پوری ټولو د هیواد په کچه او معیار ددفاعی څانګو وتلی مسلکی کار پوهان د لویې تجربی خاوندان او زړه ور سپاهیان در لودل چه په هیواد که دننه او بهر يې لوړی مسلکی زده کړی کړی وی داسی له منځه یو وړل چه تر نن ورځی پوری ددغو ټولو وسیلو او دفاعی او مسلکی پر سونل نښی او نښا نی نه لیدل کیږی . ټولی زروی درنی وسلی اوجنګی مهیمات یې ټوله د ګاو نډیو هیوادو په شخصی پانګوالو باندی خرڅ کړل مګر نن همدغه څیری د هیواد په داخلی ساختمان او جوړښت کی ستر رول لری. دوی دپارلمان اکثره څوکی، ددولت د اجرائیه ، مقننه او قضا یې قواوو په لوړ پوړو څوکیو او هم دارنګه د ولایت نه تر علاقداری تر سطحی پوری یې ټولی دولتی کړۍ په خپل واک او قبضه کی نیولی دی. دوی زیا تره غیر مسلکی ،غیر تعلیمی او د تحصیل د کچی ټیټ کسان دی چه په دولتی او حکومتی چاروکی هیڅ تجربه او سا بقه نه لری نو دا سیاسی څټی د هیواد د سولی او جوړی بند او بست ته هیڅکله خو شاله نه دی.ځکه دوی په خپله تر پوښتنی او تحقیق لاندی دی چه د خپلو کړونو او ناوړو عملونو ته ځواب ووایې او د قضاوت او عدالت حساب او کتاب ته غاړه کښیږدی. |
- ولی محمد نورزی - |
Jirga; Speedy Justice of Elders |
---|
By: Dr. Mumtaz Bangash, Director of IMC What is not decided in the Jirga will be decided by bloodshed. The Jirga is one informal institution that has very formal effects on the Pakhtoon society in general and the tribal Pakhtoons in particular. It is dubbed the bulwark of liberty and independence in the Pashto-speaking world. ´´The Jirga, by which most community business, both public and private, is settled in the North West Frontier Province (and also Balochistan), is probably the closest approach to Athenian democracy that has existed since times immemorial. The Jirga represents the essence of democracy in operation under which every individual has a direct say in shaping the course of things around him. Practiced this way, democracy operates as a spiritual and moral force instead of becoming an automation of votes,´´ writes Syed Abdul Qudus in his book, The Pathans The Jirga is a customary judicial institution in which cases are tried and rewards and punishments are inflicted. From the outset, the use of the Jirga is limited not only to trials of major or minor crimes and civil disputes but it also assists in resolving conflicts and disputes between individuals, groups and tribes. It is the only vehicle by which the political administration in the tribal areas dispenses justice. Because the political administration lacks the authority to enforce peace, a Jirga is constituted to make a truce and place a Tiga, literally a stone, between the warring parties. The origins of the Jirga are lost in the midst of history. It may have been indigenous to the Pakhtoon society or may have been brought over by the Central Asian invaders. The Jirga has, however, helped to enrich the Pakhtoon culture and values. The discourse among the people in the Jirga is an effective way to teach the young ones the real meaning of Pashtoonwali, the all-encompassing code of conduct, including Nang and Siali, the codes of honor and social equality. Sitting in a circle, the Jirga has no speaker, no president, no secretary or convener. There are no hierarchical positions and required status of the participants. All are equal and everyone has the right to speak and argue, although, regard for the elders is always there without any authoritarianism or privileged rights attached to it. The Jirga system ensures maximum participation of the people in administering justice and makes sure that justice is manifestly done. It also provides the umbrella of safety and security to the weaker sections of the tribal people from the mighty ones. Besides settling inter-tribal disputes, the Jirga is also used to conduct the tribes´ relations with the outside world. The British maintained their relations with the tribes through the Jirgas, both in the NWFP, Balochistan and across the border in Afghanistan. They offered written treaties guaranteeing non-interference in the tribal affairs, so long as the Jirgas recognized the suzerainty of the Raj. The Government of Pakistan honors these treaties and has made similar ones of its own. Thus the Jirga is a formally recognized institution in the tribally administered areas of Pakistan. There is also the more common and informal Jirga that operates in the tribal areas, which does not have any legal administrative authority. This is known as the ´Maraka´. Literally, Maraka stands for Opinion. It is a general assembly of people in which important collective issues are discussed, opinions sought, and decisions taken. Thus a Maraka may represent a whole tribe, a clan, a sub-clan, a section, or even a single family, depending on the nature of the issues for which it is convened. Unlike the Jirga, it does not carry a government sanction but represents the collective will of people, all the same. There are various types of Jirgas that exist in the contemporary tribes. Most notable among these are Sarkari Jirga Established under the Frontier Crimes Regulation (FCR) 1901, the magistrate, the political agent or his assistant can designate a group of elders to try a criminal or a civil case. The FCR authorizes settlement of quarrels by this Jirga that arise out of blood-feuds, relating to zan, zar, zamin (women, wealth and land) and all other questions affecting the Pakhtoon honor and way of life. This Jirga can inflict a maximum penalty of up to fourteen-year imprisonment. Qaumi or Ulusi Jirga The Ulasi Jirga is an assembly of the elders comprising each household of a certain village or community. It is convened to discuss matters such as collective property, rights and distribution of irrigation water, or common concerns, like selection of a site for a school, etc. Shakhsi Jirga This Jirga is formulated in case a dispute arises between two individuals or families. The Jirga members are chosen from both the parties to arrive at a just settlement acceptable to both sides. Selection of the Jirga The selection of the Jirga members varies according to the type of Jirga. For Sarkari Jirgas, usually the members are selected from the notable elders or the Maliks of the area. In a Shakhsi Jirga the government selects and appoints two members from each side, whereas one member each is selected by the consent of the parties in the dispute. In case of the Ulusi Jirga, the members are usually comprised of elders of the notable families whose social standing and experience with the Pashtoonwali entitles them to a place on the council. The size of a Jirga varies from one situation to another, based on the nature, significance and sensitivity of the dispute. It might consist of one member, although two members are more usual and often there are four or six experienced members, fully conversant with the laws of the Pashtoonwali. How the Jirga works The Jirga or a Maraka comprises the ´Spin Giris´, white bearded elder men, and other members. The ´spin giris´ act as judges and those participating as jurists. The Maraka passes a judgment after necessary investigation into the dispute. No effort is spared to reconcile the disputing parties. The decisions are of two types, one is based on the concept of Haq; the right, and the other on Waak; authority. Both sides are allowed to present their arguments before a decision is given. In case of Haq, each party has the right to challenge the decision of the Jirga on its merit. If one of the parties is not satisfied with the verdict and feels that the Jirga has not done justice, they can quote precedents and rules (Narkh) to plead their point and reject the decision. It is interesting that different tribes may have different Narkh in similar cases. In that case, the aggrieved party has the right to bring another Maraka to re-examine the issue. In doing so, usually the decision given on the third occasion is considered to be final. In the case of Waak, the two parties repose their full confidence in the Jirga and authorize it to decide the case according to its best judgment. The parties have to abide by the decision and cannot challenge it. However, the decision has to be unanimous. The Jirga determines the punishment to be inflicted on the basis of Narkh (tribal rule, or precedent). Anyone who then does not abide by the decision of the Jirga is subjected to punitive measures. This practice varies from one part of the tribal areas to another. Usually, anyone who rejects collective wisdom takes a grave risk; for a Jirga can impose powerful sanctions to enforce its judgment. The sanctions can include ex-communication of the non-complying person or a group. The Jirga can confiscate rifles belonging to the non-compliant party and place them with the Jirga as ´Gravey´ (mortgage), or impose heavy fines to be paid to the complying party in the dispute. If non-compliance persists, the Jirga can use force by sending men to burn down the party´s house(s). If someone still remains defiant and does not comply with the Jirgas orders, he is considered to be ´Kabarjan´, the arrogant one. By doing so, he loses the security promised by the Jirga, and thus may be killed without any consequence by his opponents. The collective decisions of Qaumi or Ulusi Jirgas are carried out by a council of the tribesmen under different names: these are the Salwaikhtee (40´s) in Waziristan, the Lashkar in Afridwala and the Rapakian in Kurram. Typically, the council comprises about forty members and its effectiveness is determined by the strength and sanctions they derive from the tribal people, whom they represent. And so, the Jirga continues to be the sole judicious mechanism used to administer justice in the tribal areas . |
- Dr. M. Bangash - |
دحرم شريف په لور |
---|
ليک: قارى نويد احمد هسې خو سعودى عربستان ته روزانه خلق دمختلفو کارونو دپاره ځى خو ځينې خلق کال کښې يو ځل دالله ج دخاص عبادت ( حج) دپاره ځى حج داسلام دپنځوؤ بناؤ څخه پنځم بنا دے. حج په هر يو مسلمان روغ عاقل بالغ او چې دحج ته دتلو وس ولرى په ژوند کښې يو ځل فرض دے. الله تعالى دقران کريم سورة ال عمران په ٩٧ ايت کښې داسې فرمائى ترجمه (( په هغو خلقو (څوک چې دالله دکور (کعبې) ته دتللو استطاعت او وس توان ولرى) باندې دالله تعالى دا حق دے چې دحج فريضه ادا کړى خوش قسمته دى هغه خلق چاته چې الله تعالى دخپل کور (کعبه) دزيارت کولو استطاعت ورکړے دے دحج مقصد صرف او صرف تقوا ده ځکه حاجى هغه چاته وئيلے شى چاچې دتقوا سره حج کړى وى، دحج درې قسمونه دى. ١: افراد: چې يوازې حج وکړى عمره ورسره ونۀ کړى ٢: قِران: حج او عمره دواړه يو ځائې وکړى، ددواړو يو ځائې نيت وکړى وړومبے عمره وکړى او داحرام پرانستلو نه بغير بيا ورپسې حج وکړى ٣: تمتع : وړومبے عمره وکړے شى بيا مينځ کښې وقفه وکړى بيا وروسته حج وکړے شى ديو حاجى دپاره لازم دى چې په لاندې ذکر شوؤ اصطلاحاتو باندې ځان پوهـه کړى ايام تشريق ايام تشريق هغو ورځو ته وائى په کومو ورځو کښې چې تکبير لوستے شى، يعنې د ٩ ذوالحجې دسهار نه تر ١٣ دذوا لحجې تر مازيګره پورې يوم الترويه دکومې ورځې نه چې دحج عبادات شروع کيږى چې دذوالحجې داتمې ورځې نه يوم عرفه دعرفې ورځ، په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان دعرفات په غونډۍ خيژى يعنې دذوالحجې نهمه ورځ يوم نهر په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان قربانۍ کوى دې ته يوم نهر وائى ميقات دمکه معظمه څلورو غاړو ته په نښه کړے شوى مقامات دى ، چرته نه چې حاجيان دعمرې يا حج باقاعده نيت کوى حرم دمکه معظمې څلورو خواؤ ته تر څه اندازې لرې پورې زمکې ته دحرمت او تقدس په وجه ((حرم)) وئيلے کيږى په دغو حدودو باندې نخښې لګيدلى دى په دغه علاقه کښې ښکار کول، ونې، بوټې او واښه پريکول منع دى احرام دحج يا عمرې دباقاعده نيت کولو نه وروسته چې کوم مخصوص لباس اغوستے شى هغې ته احرام وئيلے کيږى. دغه لباس په دوؤ څادرونو مشتمل چې ګنډل شوى نۀ وى، ددې اغوستلو سره ځينې حلال څيزونه هم په حاجى باندې حراميږى ځکه ورته ((احرام)) وئيل کيږى تلبيه هغه الفاظ دى چې دحج او عمرې په دوران کښې داحرام په وخت کښې بار بار لوستل کيږى يعنې: لبيک اللهم لبيک، لاشريک لک لبيک ان الحمد والنعمت لک والملک لا شريک لک طواف دالله تعالى دکور ( کعبه) نه اووۀ ځلې تاويدلو ته وائى، يو ځل تاويدلو ته (شوط) وائى کوم ځائې نه چې طواف کيږى هغې ته ((مطاف)) وائى دطواف څلور قسمونه دى ١: طواف قدوم مکه معظمه کښې داخليدو سره په وړومبى ځل طواف کول، دافراد يا قران حج نيت کوونکى دپاره سنت دے نورو دپاره مستحب دے ٢: طواف زيارت د١٠ ذوالحجې دصبح صادق نه تر ١٢ ذو الحجې پورې کيدے شى مګر په ١٠ دذوالحجې باندې کول افضل دى. دا حج يو مهم رکن دے ٣: طواف وداع بيت الله شريف نه د رخصتيدو په وخت کولے شى دا په هر چا واجب دے ٤: طواف عمره څوک چې عمره کوى په هغوى باندې فرض دے سعى دصفا او مروه دغرونو په مينځ کښې څلور چکرې لګولو ته وائى رمى دشيطانانو ويشتل، هدى هغه څاروے کوم چې دقربانۍ دپاره وقف شوے وى قصر يا حلق دسر خرئيل يا ويښته کټ کول دا وؤ هغه مشهور اصطلاحات کوم چې ديو حاجى يا عمره کوونکى دپاره لازم دى چې په دې باندې دمخکښې نه ځان پوهى کړى ځينې نور اصطلاحات هم شته خو دهغې ذکر کول دلته نۀ کيږى دحج ورځې د ذى الحجې د اتمې نيټې نه تر ١٢ پورې ورځو ته دحج ورځې يا ايام الحج وئيل کيږى. داتم ذى الحجې په شپه حاجيان منى ته دتللو دپاره تيارۍ کوى، وړومبے حاجيان غسل کوى کۀ غسل نه شى کولے نو اودس هم کولے شى، احرام دې وتړى او دوه رکعته نفل دې وکړى او مونځ نه وروسته دې دحج نيت وکړى ، نيت څه په داسې شکل دے ((اللهم انى اريد الحج فيسره لى وتقبله منى، واعنى عليه وبارک لى فيه نويت الحج واحرمت به لله تعالى ترجمه: اے الله ، زۀ دحج نيت کوم، نو ما دپاره ئې اسان کړه، او مانه ئې قبول کړه، او ددې ادا کولو کښې زما مدد وکړه، او برکت پکښې واچوه، دحج نيت مې وکړو او احرام مې وتړلو خاص دالله تعالى دپاره)) دې پسې به تلبيه شروع کوى ٨ ذوالحجه دحج وړومبۍ ورځ په اتم ذوالحجه به سحر وختى دمونځ نه فارغيدو سره سمدستى به دمنى په طرف روانيدل وى، دسفر په دوران کښې به تلبيه په کثرت سره وئيل کيږى، په دغه وخت کښې دغه کلمات (تلبيه)) دالله تعالى ډير خوښ وى، دغرمې نه وړاندې منى ته رسيدل وى، منى کښې به داتمې ورځې څلور مونځونه يعنې غرمې، مازيګر، ماښام، ماسخوتن او دنهمې ورځ دسهار مونځ ادا کول وى. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم پنځه مونځونه په منى کښې ادا کړى وؤ. منى کښې دا دعا لوستل پکار دى سبحان الذى فى السماء عرشه، سبحان الذى فى الارض موطئه، سبحان الذى فى البحر سبينه، سبحان الذى فى النار سلطانه، سبحان الذى فى الجنة رحمته، سبحان الذى فى القبر قضائه، سبحان الذى فى الهواء روحه، سبحان الذى رفع السماء ، سبحان الذى وضع الارض، سبحان الذى لا ملجاء ولامنجاء الا اليه ترجمه(( پاکى ده هغه ذات لره دچا عرش چې په اسمان کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا چې ځائې زمکه کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا لاره چې په سمندر کښې ده، پاک دے هغه ذات دچا حکمرانى چې په اور باندې ده، پاک دے هغه ذات دچارحمت چې په جنت کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا چې اخرى حکم په قبر کښې ظاهر دے، پاک دے هغه ذات دچا حکم چې په هوا باندې دے، پاک دے هغه ذات چا چې اسمان پورته کړيدے، پاک دے هغه ذات چاچې زمکه غوړولې ده، پاک دے هغه ذات دچا نه بغير چې نۀ کومه سهاره شته او نۀ دپناه ځائې ٩ ذى الحجه دحج دويمه ورځ په منى کښې دفجر دمونځ کولو نه وروسته عرفات ته روانيدل همدغه شان رسول الله صلى الله عليه وسلم هم کړى وؤ. نن دمغفرت او دبخښنې ورځ ده، نن دعرفې ورځ ده، دحج رکن اعظم، دمسئلې دمخه په ميدان عرفات کښې د ٩ ذى الحجې دغرمې نه د ١٠ ذى الحجې تر صبح صادق پورې لږ وخت ايساريدل دحج رکن اعظم دے، ددې نه بغير حج نۀ کيږى دمنى نه عرفات ته تګ دوران کښې په لاره په خشوع او خضوع سره دعا ګانې کول پکار دى وقوف عرفات دوقوف عرفات يعنې په عرفات باندې ودريدل يا ايساريدل دغرمې دزوال نه شروع کيږى او دماښام پورې جارى وى، ښه خبره داده چې سړے قبلې ته مخ کړى کۀ ټول وخت ود ريدل مشکل وى نو څومره چې سړے ودريدے شى ودې دريږى، کښيناستل او څملاستل هم جائز دى، دغه ځائې او وخت ددعاګانو دقبليدو وخت حاجى له پکار دى چې څومره کولے شى دعا او استغفار ووائى دلمر پريوتو نه وروسته مزدلفې ته روانيدل دى ، مزدله دعرفات او منى په مينځ کښې مشرق طرف ته دحرم حدودو کښې داخل ددريو ميلو يو ميدان دے دې ته مزدلفه وئيلے کيږى، ددې ميدان په اخرى برخه کښې يو غر دے کوم ته چې مشعر حرام وئيل کيږى، مزدلفه کښې دماښام او ماسخوتن مونځونه يو ځائې کول دى، شپه به مزدله کښې تيريږى په مزدله کښې عبادت کول افضل دى کۀ څوک ډير ستړے وى هغه دوه درې ګينټې اودۀ کيدے هم شى ١٠ ذى الحجه دحرج دريمه ورځ نن دحج دريمه او داختر لومړۍ ورځ ده، دحج دفرائضو او ارکنانو داداکولو دستړتيا په وجه حاجيانو دپاره داختر مونځ معاف کړے شويدے، نننۍ ورځ ډيره مصروف ده په دغه ورځ هر حاجى ته ډير زيات کار کول وى ١: وقوف مزدلفه مزدلفه کښې دسهار دمونځ ادا کولو نه وروسته څو منټه وقوف کول پکار دى توبه، استغفار او دعا کول پکار دى، ٢: دغټ شيطان ويشتل په لسم دذى الحجې دلمر راختلو نه وروسته حاجيان بيا منى طرف ته ځى په دې ورځ صرف غټ شيطان ويشتل دى، دکاڼو ويشتو نه وړاندې وړومبے تلبيه لوستل دى دکاڼو ويشتلو سره دا دعا لوستل پکار دى بسم الله الله اکبر رغماً للشيطان دالله په نوم شروع کوم، چې دټولو نه لوئې دے، ترڅو شيطان ذليل شى ٣: قربانى دکاڼو ويشتلو نه دفارغيدو نه وروسته حاجيان صاحبان قربانى کوى، ٤: حلق يعنې سر خرئيل، دقربانۍ نه دفارغيدو نه وروسته دحاجى (سړى) ويښته خرئيل يا څه ويښته پريکول واجب دى، دويښتو خرئيلو نه وروسته احرام پرانستلے شى او حاجى عام دورځنے لباس اغوندى، طواف زيارت دحج دټولو ارکانو واجباتو ادا کولو نه وروسته چې حاجى فارغ شى نو په لسم دذى الحجې طواف زيارت کوى په لسمه ورځ افضل دے تر دولسم پورې هم کيدے شى، |
- قارى نويد احمد - |
ای پښتو |
---|
پخـپله خـاوره کې د ژونـد ســره بــې ســاه غږيږي د وجود بـاغ کـې ئــې غـوبـل درتـه جـوړ کـړي پښتو د ذهـن بـاغ کـې ئــې لفظونـه د بـل چــا غږيږي دا چې د وينې د غـېـرت بـڅـری مـړ ښــکارې نـن د محبت په ځـــای نــفـرت سـه پـه ســـلا غـږيـږي پښتو دا ستا په سر چوکۍ وګټي ځان ترې ورک شي تا کړي بیا هیره ستا په سر بیـا د سـودا غـږيـږي د طبیعت زړګـی ژړيــږي عـقل ډوب پـه اوښکو سـبـا د نـــن او نـــن سـبـا ســه بــې وفــا غـږيـږي ګرانې پښتو زه او نسیم ستوری په تـا مین یــو ستا ګــنــګار پــه پـردي ژبــه بــې مــانــا غږيږي |
- نسیم ستوری - |
دا پښتــــــــــــون |
---|
د جنت غوندی رغو کښي = آسماني رنګه بیدیـاکښي یو قوت قدرت څرګند کړ له هر چـــائې ارجمند کړ شو سیراب له زمریتوبه = آزاده لــه مریتـــــــــــوبه عزم ئې ټینګ ورکړوده له = بهـــــر ورله سړيتــــــوبه د پښتون په قوم ئې یاد کړ له هر قیــــــده ئې آزاد کړ پاک له هره خبــــاثتـــــه = له پستۍ له د نائتــــــــــه سر ئې تش له بــده فکره = زړه ئې ډک ؤ،له غیرته د میګون فلک را لاندي باک ئې نه ؤ په چا باندي چي د توري بې برېښنا شوه = پرې رڼه به پښتونخوا شوه چي نیستي ئې دده غوښته = د هغو هستي تـــــــالا شوه د دښمن مخ ته لوی غرو خو د دوست د بلا سپرو وې نیـــوله هېــــــــــوادونه = کړ د ځان ئې ډیر ملکونه ډېر شاهان ئې کړه بې تاجه = ډیر ئې کوز کړه له تختونه هم شاهۍ به ئې بخښلې چي په توره بې ګـــټلې نه د روغ نه ټیټـــــــــالونه = نه د ورور سره جنګونه نه پردي لاس کړې پرې لوبي = نې پردي ته کړه کارونه خپل ئې فکر خپل دماغ و خپله خوله خپل ئې ایاغ و خپله مېنه خپـل وطن و = خپل ګلزار او خپل چمن و د زاغــــــانو ګذر نه و = خپل بلبــل او خپل ګلشن و جوړه خوښه خوشحالي وه د پښتـــــــون پښتونولي وه نه پرې نوم د بې ننګۍ و = نه پرې داغ د غلامۍ و نه ګویا د بل په ژبه = نه ئې فخر په پستۍ و په پښتو ژبې ژوندون و ننګیـــالی آزاد پښتون و نه پوهیږم چي څه وشوه = څه بلا په کور دده شوه یوه توره تیاره راغله = سپینه ورځ ئې لکه شپه شوه دا تیاره د غرب له خوانه شوه چاپیره پښتونخوا نه پر پښتون باندې تور تم شه = خپل پردی پرې یو رقم شه تور ئې نه پیژند له سپیـــنو = د ښه بد تمیـــــز ئې کم شه رو،رو، ورکه بهتري شوه رفعت لاړئ کـــهتري شوه نفاق راغئ دده کور ته = شو وحدت له منځه پورته رنګ د وینو ئې بدل شو = شو روان د فنــــــا لور ته یو بدن ټوټې ، ټوټې شو هر یوهډ ذرې،ذرې شو دوی ګټله بل خوړله = دوی ساتله بل ترې وړله دوی به ېني تویولې = نور به خوښ و ، خندېدله خو چي مرګ وته نژدې شو بې قوتــــــــــه بې اسرې شو وطن خپل اختیار د بل شو = قوت خپل په کار د بل شو خپله ژبه خپله خوله کښي = پرې جاري ګفتار د بل شو باندي وشول ډیر ظلمونه هم هـــزار رنګ ستمونه اوس دمړه په شان بې ځانه = ناخبر پروت له جهــــانه نه ئې پوهه نه ئې کار شته = هر څه غواړی له آسمانه تش خپل نوم ورباند بار دی دا پښتـــــــون دائې کار دی |
- - |
Dr. Muhammad Farooq Khan
Dr. Muhammad Farooq Khan is recognized as a writer, columnist, and intellectual throughout the country. He is also known as a religious scholar and competent TV compare. He was born at a village, in the district of Swabi. He obtained his elementary education at his hometown. Then he joined Cadet College, Hasanabdal, and later on the Cadet College, Kohat. After having acquired the degree in medicine, he decided to specialize in psychiatry. He established his private practice in Mardan. Some of his works include “Pakistan and the Twenty First Century (Urdu)”, “The Struggle for Islamic Revolution”, and “What is Islam”. God has bestowed upon him the quality of presenting his propositions in simple language and clarity of style.
(Dr. Farooq Khan’s mission in his own words)
(Dr. Farooq Khan’s mission in his own words)
MY VISION AND MISSION
I am humanist, Muslim, Pakistani and a Pakhtun. To strive for the well being of the whole humanity, to uphold the cause of Muslim Ummah and to exalt the dignity of Pakistan and Pukhtoons is my mission. There is no contradiction between their interests, provided every issue is seen with justice and fair play.
In my opinion there are ten basic values which should be honored by every individual, community, country and the whole mankind. These essential and fundamental values are:
In my opinion there are ten basic values which should be honored by every individual, community, country and the whole mankind. These essential and fundamental values are:
- Human equality and democratic culture
- Justice
- Honesty
- Merit
- Hard work and thorough struggle
- Law abiding mentality
- Wisdom and patience
- Education
- Health
- Strong and well-coordinated welfare institutions for the down trodden classes.
It is not possible for me to address the whole humanity so I address Muslim Ummah, Pakistan and Pukhtoons. In my opinion the degraded and helpless position of all the above three communities is because of the lack of the above ten fundamental values. We lagged behind in fulfilling and abiding all these values. Without honoring these values, we will not be able to survive as prestigious communities and nations.
The Muslims usually blame others for their plight, but in my view the internal factors are much more important than the external factors and once we overcome our weaknesses and shortcomings then the external world will become favorable slowly and steadily.
Development and dignity of Pakistan and the Ummah is based on the efforts to achieve these ideals and standards. It is very clear that a thorough struggle is needed in this regard. This struggle should be totally free from any kind of violence, sentimentalism and provocative rhetoric.
I always strictly follow the teachings of Quran, Sunnah, and my conscience in pondering over all the collective issues and problems facing us. In my opinion, the Muslim Ummah needs a comprehensive discussion and consensus on the following issues:
The Muslims usually blame others for their plight, but in my view the internal factors are much more important than the external factors and once we overcome our weaknesses and shortcomings then the external world will become favorable slowly and steadily.
Development and dignity of Pakistan and the Ummah is based on the efforts to achieve these ideals and standards. It is very clear that a thorough struggle is needed in this regard. This struggle should be totally free from any kind of violence, sentimentalism and provocative rhetoric.
I always strictly follow the teachings of Quran, Sunnah, and my conscience in pondering over all the collective issues and problems facing us. In my opinion, the Muslim Ummah needs a comprehensive discussion and consensus on the following issues:
- Status of Women in Islamic Society
- The real instructions of Islam regarding Jihad and Qital
- The true perspective of Islamic teachings in crimes and punishment
- Islamic instructions regarding relations between Muslims and Non-Muslims
I have written a few books on these Issues e.g.:
- Jihad, Qital aur Aalam-e-Islam (Urdu)
- Islam Kya hai?(Urdu)
- Islam and Women (Urdu & English)
- Dialogue with the West (English)
- Kashmir Issue (Urdu & English)
- Ikkisween Saddi aur Pakistan (Urdu)
- Jadeed Zehan Kay Shubhat Aur Islam Ka Jawab (Urdu)
- Hudood aur Qisas wa Diyat Ordinance Ka Tanqeedi Jaiza (Urdu)
In my opinion Muslim states must proceed according to the following four important points.
This is my vision and the struggle for this purpose is the mission of my life.
- To bring democratic culture in Muslim states.
- To resolve all the disputes and conflicts through peaceful means.
- To dominate and inculcate the above mentioned ten basic collective values in their states.
- To make a serious and conscious advance in the field of science and technology.
- I have written extensively on the above issues.
پښتانه کالاباغ ډيم ولی نه مني ؟؟ |
---|
پښتانه کالاباغ ډيم ولی نه مني ؟ په پښتونخوا وطن ميين يود وطن بچۍ انجنير مهتاب خان يوسفزئ نوميدلو . هغه چې کله د کالاباغ ډيم منصوبه وکتله نو پوهه شولو چې دا خو به د پښتنو اوبه د تل لپاره د پنجابي شي. نوښار، مردان او پيښور به يا ډوب شي او چې کومه خاوره پاتی شي هغه به نمجنه يا سيبي زمکه وی نو که دغه ډيم جوړ شو نو زمونږه کورونه به غرق شي او مونږه به خپل مړي بيا د کفن په ځائ د پلاسټک په ګوتلو کې ښخوو.ځکه چې زمکه به مو ټوله ناوجنه شي. نومهتاب خان ددغه پښتون دښمنه پلان نه باچاخان خبر کړلو او باچا خان بيا ملا وتړله او اولس يې نه يواځی خبر کړلو. بلکه د دغه دسيسی په ضد يې راپورته هم کړلو .نو د پښتون وطن پوهان ، استاذان، اديبان ، انجنيران، وکيلان، ډاکټران، او د زميندارۍ پوهان بايد د پښتنو سياسي، تعليمي، صنعتي ، جغرافياي، او ټولنيزې ستونزې وڅيړي او اولس دی د راتلونکو دسيسو نه خبر کړي. ما په اختر کې ډير سياسي خارښتيان او مشروټان وليدل چې په پښتنو سياسي ګوندونو يې نيوکې کولی خو خپله يې د قام د پاره یوه دقيقه کار نه وو کړی. سره د دی چې تکنيکي پوهه يې لرله. دغه سياسي خارښتيانو تش باثونه کول او په ځان يې هيڅ ذمه واری نه قبوله.دا يواځی د سياسي ګوندونو ذمه واری نه ده دا د هر پښتون ذمه واري ده چې څيړنه وکړي ، مالومات راغونډ کړي او نوی نسل د وطن په وساييلو او مسايلو خبر کړي. نو مونږه د مهتاب خان يوسفزئ غونده انجنيرانو ته اړتيا لرو چې د پښتون وطن لپاره خپله نوکري په داو لګوي خو د پښتنو خاوره ډوبيدلو ته نه پريږدي. په نوي يمو کالونو کې د پښتونخوا وطن دوو خاينانو د اوبو ناروا لوظنامه لاس ليک کړه. دغه خاينان يو ميراوذل خان او بل پريد توپان و. د دغه لوظنامی ترمخه د غازي بهروته په نوم پروژه پنجاب پیل کړه. او نازولی اباسيند يې د کنکريټو په پنجره کې بند وتښتولو. او کله چې د غازي بهروته په نوم پروژه پيل شوه نو په پښتونخوا ايالت کې د عوامي نيشنل ګوند د نواز شريف د ګوند مسلم ليګ سره ګډ حکومت و او د غازي بهروته د پروزی لاندی يې غونډ اباسيند په بله واړولو ، د اباسيند د غاړی د پښتنو ګودرونه وران شول ، ميلمستونونه شاړ شول او د پښتنو د اوړي د شپو د اباسين د غاړی ټنګ ټکور د تير وخت کيسه شوله. خو نه چيرته چا پښتون انجنير ، نه شاعر او نه پوهان د دغه دسيسی نه پښتانه خبر کړل او نه د سيمی ملت پال د دغی د اوبو د غلا د پروژی په ضد راپورته شول. اباسيند د پښتنو دی او هغه ټول غرونه د پښتون افغان وطن دي د چيرته نه چې اباسيند اوبه رانچوړه وي. دغه اباسيند په سلګونو ميله په پښتنه خاوره بهيږي خو پښتانه دا حق نه لري او نه يې غواړي چې د کوهاټ، کرک، بنو او لکي مروت للمې ترينه خړوب کړي. دغه ناخبره پښتانه د بارانونو د پاره د اباسيند په غاړه د زارﺉ مونځونه کوي . د اکرم شاه لالا خبره چې خداﺉ پاک به په پښتنو پوری خامخا خاندي چې اباسيند مې درکړی دی نو زارﺉ ولی کوﺉ . زه خو يې درله للمو ته نه شمه بوتللی. د اسلام اباد له خوا د پښتنو، بلوڅو او سندهيانو قدرتي زيرمې لوټلې کيږي. پنجاب پخپله يوه وچه سيمه ده او کرکيله يې فقط د اوبه خور په هغه نظام ولاړه ده چې فيرنګيانو جوړ کړی وو. پنجاب ډير زيات کرهنيز دی او لکه د وريژو ، ګنو، مالوچو او غنمو په څير هغه شيان کري چې بيخي ډيرې اوبه غواړي. د کشمير ستونزه هم په نام نهاد نظرياتي اوچاړ کې د اوبو بالښت دی. چې د پنجاب شه رګ يخوي. د ۱۹۶۰ د سنده تاس په لوظنامه کې پنجاب خپل درې رودونه ستلج ، راوي او بياس هندوستان ته ورکړي دي . اوس پنجاب سترګې په اباسيند ښخې کړې دي.چې خپلې کرهنيزې اړتياوې پری تر سره کړي. او د تورباغ يا کالاباغ د ډب تړلو هڅې د دغه ارمان پوره کول دي چې خپل د انرژۍ کمښت ورباندی پوره کول يې ورته پلمه نيولی ده خو دا د هغو مځکو داوبولو ته لاره جوړه وي چې د پاکستان پوځي او ملکي غټانو ځانونو ته منستې دي. دوي سره له دی چې د انرژۍ نوری لاری شته ډير په سپين سترګۍ د سنده او پښتونخوا د مخالفت باوجود د کالاباغ څخه نه اوړي. د پيښور اولس کالاباغ د بربادﺉ يوه پټه دسيسه ګڼي چې په نتيجه کې به يې د ابادو انسانانو انساني ښېرازي له منځه ولاړه شي او د پنجاب بيدياګانې به ښېرازه کړي. زما مردان زما نوښار او پيښور ډوبوي د بل چا دشتې دی سمسورې نه شي چې زما کور زما د کور په سمندر ډوبوي د بل چا دشتې دی سمسورې نه شي ساييل د پيښور سيمه ډيره ښېرازه ده او د تمباکو او ګنو په څېر نغد فصلونه زېږوي او د خلکو جېبونه ډکوي چې ښه وسايل او ژوند منځ ته راوړي او دغه ډول د سيمې خلک د هيواد په سياسي چارو کې برخې ته برابروي. د پيښور د پښتنو مشرتابه فکر کوي چې دا د مرکز له خوا د سيمې د خلکو د سوچه مشرتابه څخه د محرمولو يوه هڅه ده چې د جنوبي کارت نوم ورته ورکوي. يانې د صوبې د سهيلي سيمو ښي اړخي مذهبيان راوړاندی کول او په دی خبره تېر باسل چې د اوبو له بند څخه به سهيلي اولسوالې اوبه کيږي او پلمه به يې د شمالي او مينځنۍ سيمو څخه د مشرۍ سهيلي سيمو ته راکاږل وي. خو د اولس د ويشلو دا ټګۍ برګۍ تر اوسه نه دي بريالې شوي. د پښتونخوا د کوهاټ په ګورګورۍ سيمه کې د ګازو او تيلو د ډيرو غټو زيرمو رابرسېره کيدل او سمدلاسه د اسلام اباد له خوا په ولکه کې نيول او يوازی ځان له پکار راوستل د دی خبری غټ ثبوت دی چې په هر څه اسلام اباد خيټه اچولې ده. د پاکستان واکداران د پښتونخوا ايالتي واکدارانو سره د هغو زېرمو د نوو بيو ټاکلو ته نه کيني چې د دی پښتون ايالت د پرمختګ لپاره د نورو شتمنيو لټه ورباندی وکړي . Kalabagh Dam an anti Pukhtoon project Written by: Faiq Khan Yousafzai London |
- فايق خان يوسفزی - |
Subscribe to:
Posts (Atom)